په سرحدي ولايت کونړ کې چارواکي وايي چې لږ تر لږه د توپونو ٢١ مرمۍ د دې ولايت پر دوو ولسواليو لګېدلي دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيلي دغه راپور تاييد کړ او زياته يې کړه. دغه توپونه تېره شپه پر دانګام او خاص کونړ ولسواليو لګېدلي دي.

قوماندان وويل چې د توپونو په ډزو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ځايي خلکو ته مالي زيان رسېدلى دى.

په تېر يوه کال کې د پاکستان پوځ پر کونړ او نورستان د توغنديو بريدونه کوي. زيات مهال اسلام اباد دغه بريدونه نه تاييدوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروسته تر هغه کړکېچ زيات شو، چې تېر ميلادي کال د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دواړو هېوادونو پوځيان په خپلو کې په جګړه واوښتل. په هغه بريد کې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو او د پاکستان درې پوځيان ټپيان شول.

په وروستيو کې د پاکستان د راکټي بريدونو له کبله په زرګونو کورنۍ له سرحدي سيمو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

3 thoughts on “له پاکستانه پر کونړ ٢١ توغندي لګېدلي”
  1. مرک بر کسان که بر مردم ستم دیده افغان ظلم میکند هر مزدور که از دیگران پیروی کرده و از خود استقلالیت ندارند فردا جواب خواهند داد

  2. نو دا مريکایې ساتنوکي چيري‌ دي ؟؟
    اوکه امريکايان دغه فاسدين تښ په نامه له طالبه ساتي خو په حقيقت کې یې
    په پا کوستان ځبي او وژني یې ؟

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *