نوازشریف او ولسمشر غني

له پاکستان سره زموږ ګاونډیتوب د کاپلین د کتاب ( د جغرافیې انتقام) له مخې د ناروغې جغرافيې د انتقام په مانا دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو سوړوالی یا د اړیکو نه شتون د دواړو هیوادونو د پاره یو ناشونی او خطرناک کار دی. له بلا چې دې خلاصی نه وي، غاړه غړۍ ورسره ګرځه. له دې امله ټولې هغه هلې ځلې چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ د دیپلماتیکو اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې کیږي، باید ملاتړ یې وشي. په نړیوالو اړیکو کې د هیوادونو ترمنځ د معاملو، دیپلماسۍ او جوړ جاړیو میعار هیوادنې ګتې دي. بل میعار دا چې، په بهرني سیاست کې د بلمثل عمل ترسره کول د بهرني سیاست د خپلواکۍ او غښتلتیا په مانا دي.

پاکستان له تیرو شپږو لسیزو راهیسې د سختو لوړو ژورو څخه تیر شوی هیواد دی. پاکستان له تیرې یوې لسیزې راهیسې د ګړنګ پرغاړه ولاړ دی، خو ددې سختیو په اوږدو کې یې خپلې ملي ګټې ښې شاربلي، د سیمې د هیوادونو سره په دیپلماتیکو هلو ځلو کې ډیر فعال او غښتلی دی. په کور دننه د استخباراتو او پوځ په مټ د هیواد د ستونزو د کنترول په اړه نسبت افغان حکومتونو ته ډیر غښتلی دی. خو په دا وروستیو کې پاکستان ځینې ستونزې، ځینې ناخوالې په کور دننه او بهر کې تر سترګو کړي چې ددې هیواد پوځ، استخبارات او حکومت یې په ملا مات کړي دي.

حامد کرزي له زړه له پاکستان سره دښمنې وکړه. د کرزي صیب په څوارلس کلنه پاچاهۍ کې پاکستان تر ستختو کورنیو نا امنیو، اقتصادي ځوړ، سیاسي فشارونو او بلاخره د سیمې او نړۍ په کچه په سیاسي انزوا کې را ښکیل هیواد بللی کیده.

په تیرو دیارلسو کلنو کې ( د حامد کرزي په پاچاهۍ کې) که یو کار سم ترسره شوی وي، هغه د پاکستان سره ښکاره دښمني وه. د نوي حکومت په راتګ سره، پاکستان غواړئ د افغانستان د دښمنۍ ځواک کاواکه کړي، کومه نیابتي جګړه چې پاکستان د خپلو موخو د ترلاسه کولو د پاره په ګران وطن (افغانستان) کې په لار اچولي ده، پاکستان غواړئ افغانان د ورته عمل له ترسره کولو څخه لاس واخلي. پاکستان غواړئ موږ د بلوچستان د خپلواکۍ اخلاقي ملاتړ هم باید ونکړو، د پاکستاني طالبانو خو باید نوم هم په خوله وانخلو؟؟؟ له هندوستان سره د نژدې اړیکو څخه لاس په سر شو؟؟ د ډیورند کرغیړنه کرښه باید هیره کړو؟؟
د ګډو عملیاتو، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو تر دسیسو لاندې پاکستان غواړې افغان حکومت د ډیورند په سر خبرو اترو ته را ټیټ کړي، پاکستان غواړئ د افغاني سولې تر عنوان لاندې پاکستانۍ معامله وکړئ.

د پاکستان پورته ذکر شوي هره غوښتنه د افغانستان د خپلواکۍ، ملي ګټو، ارضي تمامیت او خپلواک بهرني سیاست د نفي په مانا ده.

له دې امله، که پاکستان له ترهګرۍ لاس نه اخلي، دوه مخی سیاست کوي، د ملي وحدت! حکومت ته په کار ده چې د بلمثل سیاست په خپلولو سره پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. د ملي وحدت! حکومت باید د پاکستان په وړاندې د تضرع، عاجزۍ او ملامتۍ له سیاست څخه لاس واخلي. په ښکاره له پاکستان څخه غوښتنه وکړئ چې په افغانۍ سوله او جګړه کې لاس وهنه بس کړئ. د غني او عبدالله حکومت باید د پاکستان په وړاندې د حامد کرزي د سیاست د دوام، د تدریجي لیږد او بلاخره د مشروط بدلون په اړه تصمیم ونیسي. د پخواني حکومت د تهاجمي سیاست څخه لاس په سر کیدل به افغانان د اوږده مهال د پاره له پاکستان سره په نیابتي جګړه او سیاست کې وساتي، د حکومت سیمه ایزه کمزورې تګلاره به لا حالات ترینګلي کړي، افغانۍ سوله به په پاکستانۍ معاملې بدله شي.

په تیرو څوارلس کلنو کې د جګړې ټول قربانیان یواځي افغانان ول. دا جګړه باید پنجاپیان نارامه کړي. د پنجاب نارامي د کابل د سولي او ټیکاو کیلۍ ده. موږ باید پاکستان په دې پوه کړو چې د نیابتې جګړي له لارې په افغانستان کې د موخو د ترلاسه کولو تجربه نوره زړه شوي ده. پاکستان باید له افغانستان سره د یو خپلواک هیواد په توګه چلند وکړئ، نه دا چې د پاکستان په رحم و کرم به افغانان د تضرع، بلواکۍ او کمځواکۍ ژوند ته زړه ښه کوي. که حکومت د پاکستان په وړاندې خپل روان کمزوری دریځ بدل نه کړي، ژر دی چې افغانستان یوې بلې نیابتې جګړې یا معاملې کې ښکیل پاتې شي.

یا ربه توفیق !

4 thoughts on “له پاکستان سره څه کول په کار دي؟؟ / ډاکتر ځلاند”
  1. د ډاکټر صاحب ځلاند د خبرو په تاید، چی په پورته مقاله کی یی ورته اشاره کړی ده تر هغه چی افغان استخبرات په پاکستان کی په ورته عمل لاس پوری نه کړی لکه پاکستان یی چی په افغانستان کی تر سره کوی په افغانستان کی به کله هم سوله را نه شی. پدی معنی چی افغان استخبرات باید د پاکستان مخالیفین تربیه کړی مرسته ورسره وکړی او د پاکستان په مقابل کی تر شاه ودریږی، د مثال په توګه د بلوچو د ازادی عوښتونکی غورځنګ ملاتړ وکړی وسلی ورته تیاری کړی چی پدی سره به یو خوا افغان حکومت د بلوچو حق چی پر افغانستان یی لری ادا کړی اوسی او بله خوا به د پاکستان لپاره د سر درد جوړ شوی وی.
    همدارنګه د افغان حکومت لپاره پکار ده چی د کوزی پښتونخوا پښتانه د پنجاپ په مقابل کی رابیدار کړی او ویی هڅوی چی د پنجاپ څخه ازادی واخلی دا ځکه چی د کوزی خوا پښتانه د سخت ستم او ظلم لاندی شپی او ورځی تیروی خام مواد یی پنجاپ ته ځی، بریښنا یی پنجاپ ته ځی دوی یعنی پښتانه د لوږی او ګرمۍ څخه مړه کیږی

  2. اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
    پاکستان باید د خارو سرو برابر سی.

  3. I respect zaland idea nd his view about Pakistan but the main thing what he wrote is nodifferent than what amrullah saleh former afghan nds chief is saying since long back. Mr zaland the political situation is more deep than what you read in facebook or what your information suggest.

  4. عجیبه دنیا ده. خلک عجیبه خپلې څېرې او مخونه بدلوي را بدلوي. زه حاضر وم چې تاسې تېر کال په پېښور کې د پاک افغان دوستۍ په کانفرانس کې پر حامد کرزي سختې نیوکې وکړې چې ولې له پاکستان سره دښمني کوي. نن بیا وایې چې د کرزي یواځېنی ښه کار هم دا و. دا څنګه چل دی؟ خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره همدومره بدلېږي؟ هلته د پاکستان پر خاوره د همدې حامد کرزي ښکنځنه، او دلته یې بیا د غني د ځپلو لپاره چاپلوسي؟

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *