له څو کلونو را په دې خوا افغان حکومت؛ امریکا او متحدان یې او د نړۍ نور پیاوړي هېوادونه او عام افغانان ټول په دې اند دي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په خوښه راتللی شي؛ که پاکستان وغواړي چې سوله راشي له امکان څخه لرې نه ده ځکه پاکستان د وسلوالو په ملاتړ تورن هېواد دی.

هغه مهال چې اسلام اباد په لومړي ځل طالبان له افغان حکومت سره خبروته نېغ په نېغه کېنول؛ د لومړي پړاو خبرو وروسته دویم پړوا د ملاعمر مړینې وځنډاوه.

یو نا څاپه د وسلوالو طالبانو د مشرد مړینې راپور وښووله؛ چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې د پخلاینې بهیر بریالی شي او د دې ترڅنګ یې داهم روښانه کړه چې وسلوال د دوی په واک کې دي.

له پاکستان سره د سولې په مېزه ناستې خبرې د دې هېواد د دوه ګوني سیاست له امله هرځل د سبوتاژ سره مخ شوي؛ نو ځکه دې هېواد ته مخکیني ولسمشر حامد کرزي په شلو سفرونو شل نه شوه.

هغه په دې باور ؤ؛ چې د سولې کیلي لومړی د امریکا او په دویم پړوا کې د پاکستان په لاس کې ده؛ هغه هېواد چې د ترهګرۍ په پلمه یې د امریکا زیات ډالر تر لاسه کړل؛ او په دې ډول یې نړیوال هم تېر ایستل؛ نو ځکه ویلی شم چې پاکستان په خپل سیاست کې خپلې ګټې د نورو لپاره نه قربانوي.

اوس پوښتنې دلته دادي؛ چې رښتیا هم وسلوال طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي؟

ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده چې القاعده او وسلوالو طالبانو مشر چېرته او په څه ډول ووژل شول؛ او اوس د طالبانو رهبري د چاه په لاس کې ده.

هغه مهال چې ملاعمر مړ شو؛ دوسلوالو طالبانو د نوي مشر غونډې د پاکستان په مېزنو روانې وې؛ چې د افغان حکومت له توندو غبرګونونو سره هم مخ شول.

دا حقیقتونه ثابتوي چې د طالبانو تر شاه پاکستان اویو شمېر نور هېوادونه لاس لري چې په افغانستان کې نا امنۍ جوړې کړي.

اوس چې د سولې خبرې ځنډېدلي او په افغانستان کې کندوز د وسلوالو طالبانو واک ته ورغلی؛ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د سولې د خبرو لپاره بیا چمتولی اعلان کړ.

د دې خبرو په ځواب کې د افغان حکومت اجرایوي مشر عبد الله عبدالله نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل؛ که پاکستان غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي ښه ده؛ چې لومړی د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي؛ او ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې افغان حکومت ته د عمل اوګه ورکړي.

زما پّه اند ولس ته په کار ده؛ چې پاکستان ته د خپل د یوه ستر دښمن په سترګه وګوري؛ هر هغه څوک چې د یوه افغان په صفت د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي؛ خپل ستر دښمن وبولي؛ ځکه  تر هغې چې عام ولس د هغو خلکو پر وړاندې ونه دریږي؛ د هغوي د خاینانه؛ مضدورانه کارونو مخه ونه نیسي؛ چې د پردیو پر مټ او د پردیو لخوا په غټو پوستونو کې کار کوي؛ د افغانستان هر بچې یتیم؛ هر مور کونډه؛ هر ځوان شهید؛ هره پیغله بې غزته او هر رښتنی افغان به په دار او د ټنونو خاورو لاندې وي. او همداسې به زمونږ کونډه مور او یتیم اولاد په سرو لمبو کې شپې او ورځې تیروي.

افغان حکومت باید خپله ډیپلوماسۍ داسې عیاره کړي؛ چې د پاکستان د تړلي قلف کیلي ته لاس رسی پیداکړي؛ او په دویم قدم کې د نړیوالو پر فشار پاکستان دې ته اړ کړي؛ چې هغه ډلې ټپلې دوی ته مالومې کړي؛ چې د افغانستان پرضد جګړه کوي.

One thought on “له پاکستان څخه د سولې کیلي څنګه اخیستی شو!/ میوند خپلواک”
  1. ښاغلی خپلواک صاحب اودرنو لوستونکو ته سلامونه اونیکی هیلی :
    عزتمندو آ. لمړی دافغانستان حکومت تر اوسه پوری فقط اوفقط په خوله وایی چی پاکستان زموږدښمن اومداخله ګردی . پد اسی حال کی چی حکومت نه خلکوته اونه هم نړیوالوته داثابته کړل چی دپاکستان عملی مداخلی او دښمنی دغه او دغه یی مستند دلایل او اسنادیی وړاندی کړی . پداسی حال کی چی دپاکستان سره دناټو خاصتا دامریکی او انګریزټینګ اوعملی ملاتړ ورسره دی . نوڅنګه اوپه څه به دادافغان معضلی حل کیلی دداسی مکار اومداردښمن چی همغه په سیمه او افغانستان کی دبی ثباتی دپاره یی بنیاد ایښو ول شوی اوجوړشویدی تریواخستل شی ؟ځکه دافغانستا ن دحکومت دپاره دا پکارده چی هره هغه پیښه چی کیږی دهغه مستند اسناد بایددنړی هیوادونوهردولت اوخلکوته مستند او دهغوی په ژبه خاصتا دامنیت شورا دایمی غړو ،ملګرو ملتونودولتونواوخلکوته مستند ورسوی او دنړی عامه ذهنیت دهغه پرضد راو پاروی ترڅو پدی فشار جمع دټولومتعهدوسترتیژکودولتونو اودافغانستان دولت اوعامو خلکو ذهنی اوعینی احساسات راوپاروی نواغلبا ددی قوی احتمال شته چی دا داستعمارچنجی او دانګریزمعلوم الحاله چنګوټی به مجبورا پخپله داکیلی تسلیم کړی.ځکه دپاکستا ن دولت فقط اوفقط دغربی استعمارګرو دخوا دهغو داستعماری پلانونواو نقشو دعملی کولو یوه انجوده او بس ، کوم مستقل اود بقاوړ تاریخ نلری بالاخره په نیستی محکوم یو پروګرام دی . اوبس .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *