سهار وختی یې د سپرلۍ موټر چلان کړ، مېرمنې یې د اوداسه لپاره ورته اوبه تیارې کړې ، د سلام له ګرزولو سر سم ورته سهارنۍ په مخ کې کېښودل شوه، له دعا ورسته یې مېرمنې ته وخندل، نن دې بیا زما د خوښې خواړه تیار کړې، مېرمن یې موسکۍ شوه وویل، چې ته یې ونه خورې څوک به یې خوري، ماشومان به یې لا په خواږه خوب وېده و، ګل میر یې هر ماشوم په سر ښکل کړ او له مېرمنې سره یې خدای پاماني وکړه، د کاناډه هوا په ژمي کې سړه وي، ګل مېر له یخنۍ سره عادت و، خو مېرمنې به یې ورته ویل، ګل میره، د غاړې پر دسمال دې غوږونه سم وپېچه، موټر دې هسې هم بخارۍ نه لري، چې یخ دې ونه شي، ګل مېر ورته د هو په مانا سر وخوځاو، موټر یې له ګراجه را ویست او سړک ته یې برا برکړ، د موټر له ښیښې یې مېرمنې ته د خدای پامانۍ په مانا لاس پورته کړ، په لاره که به یې له هره تم ځایه سپرلۍ را پورته کوله، په وروستي تم ځای کې د معمول خلاف د لویې قیافې سړی موټر ته را پورته شو، لویه تنه، غټ غټ برېت، چې د یخنۍ له لاسه یې د یخ ګړونګي هم نیولی و، بې له دې، چې سلام واچوي ، په انګرزي ژبه وویل« ټام هایکل کرایه نه ورکوي» ولاړ او پر چوکۍ کېناست، ګل مېر، چې د ښو اخلاقو ټوټه و، نه یې غوښتل، په دې شنه سهار کې د ځان لپاره جنجال جوړ کړي، څه یې ونه ویل، سبا ورځ هم دغه چل ور سره وشو، په درېمې ورځ هم ګل مېر د دې صحنې سره مخ شو، دا چې ټام هایکل ډېر قوي او پیاوړی وجود درلود او د ګل مېر زور ور سره برابر نه و، نه یې غوښتل، ځان ور سره بند کړي، ګل مېر په دې لټه کې شو، چې څنګه له دې لویې بلا ځان خلاص کړي، له ځانه سره یې فکر وکړ، یوازنۍ لاره دا ده، چې زه هم باید د ده په څېر ځان قوي او پیاوی کړم، تر څو خپل حق ترې واخیستلی شم، ګل مېر په پرله پسې څلور میاشتې د شپې لخوا د جدو او بدنې ښکلا کلپونه ته تلو، بلا خره نو ګل مېر، له ټام هایکل سره د مقابلې لپاره ځان چمتو کړی و، ټام هایکل به موټر ته له هرځل ختلو سره همدا یوه خبره تکرار وله « ټام هایکل کرایه نه ورکوي» په دې سهار، چې ګل میر د ټام هیکل خبره واورېده، موټر یې ځای پر ځای بریک کړ، په لوړ اواز یې وویل «اخر ولې زه هم دولت ته کار کوم حساب او کتاب را سره کوي!!!» ټام هایکل، چې له څېرې ډارونکی ښکارېد او په موټر کې له سپرېدو وروسته به یې خبرې هم نه کولې، د ګل مېر له دې زوروې چیغې سره ځای پر ځای ودرېد او په ډېره نرمه لهجه یې وویل « ټام هایکل د وړیا کارونې کارت لري».
له هرې پرېکړې مخکې ځان ډاډه کړئ، چې اصلي خبره څه ده؟
حمیدی وروره به قلم دی برکت سه به زره پوری موضوعگانی تاکی