تاند- دغه افغان ماشوم، چې له پلاستیکي کڅوړې یې د فوټبال د نامتو ستوري لیو میسي کمیس (شرټ) جوړ کړی، د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

د دغه افغان ماشوم، چې مرتضي احمدي نومېږي او د میسي مینه وال دی، عکس د بېلابېلو هیوادونو د خلکو له لوري په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام او نورو کې له یو بل سره شریکېږي.

د میسي ټیم د هغه د موندلو غوښتنه کړې او بالاخره وموندل شو چې مرتضي افغان دی.

په پیل کې ویل شوي و چې دا ماشوم د عراق د کوردستان د دوهوک د سیمې اوسېدونکی دی، خو حقیقت دغسي نه و.

2ډېرو نورو هم فکر کاوه چې دا بېوزله ماشوم به د جنګ ځپلي عراق د کومې بلې سیمې وي خو بالاخره هغه څوک، چې دا عکس یې خپور کړی و، له دې خبر شو چې د مرتضي د موندلو لپاره په پراخه پیمانه بحثونه روان دي.

د مرتضي عکس یوه بل افغان عارف احمدي خپور کړی و. عارف وویل چې دغه پنځه کلن ماشوم د ده زوی دی او د غزني د جاغوري ولسوالي اوسېدونکی دی.

عارف وايي چې زوی یې د میسي سخت لېوال دی.

عارف وايي چې یو ساده کروندګر دی، خپل زوی ته د میسي ټي شرت نه شي اخیستلای ځکه یې له پلاستکي کڅوړې د میسي ټي شرت جوړ کړی دی.

مرتضي ته ویل شوي چې اوس په درسته نړۍ کې مشهور شوی دی.

4 thoughts on “له پلاستیکي کڅوړې د میسي د کمیس جوړوونکی افغان و”
  1. دا معامله داسې ګډه وډه غوندې ښکاري. یعنې د غزني په جاغوریو کې هم هزاره ګان تلوېزیون ګوري او په تلوېزیون کې فټبال او بیا میسي؟

    1. یقیناً په جاغوري کې خلک تلویزیون کتلی شي. د جاغوري خلک خورا روښان خیاله دي او کومه متعصیه ډله هم ورسره کار نه لري همدا وجه ده چې جاغوري د غزني يه کچه تر ټولو زیات زده کوونکي (نجو نې او هلکان) لري او تر ټولو سیمو زیاتې لېسې لري.
      تاند

  2. تاند رشتیا خبره کړی

    ګنډیری ماما یوهزاره انډیوال می ګپ لګاوه، ویل یې (خدا ره شکر پشتونهای
    غزنه غرض معالجه به شهرغزنی نه مره به جاغوری موره) ډیر لری به نه ځو، دا د اسټرالیې سیډنې خو ګوری مړه، ما او تا رنګه من من پشتانه افغانان ټکسی وانی او پیزه پروشی کوی
    او خوړد، خوړد هزاره افغانان کالج او یونیورسیټي ته روان دی. نوپه جاغوری کی ټلویزیون او د میسی کتل خو څه بلا غونډه نه ده

  3. لکه څنګه چې روښانه ده، چې دغه وړوکی ماشوم دغزني جاغوريو ولسوالي اوسېدونکی دی، دا کومه حيرانتيا وړ خبره نه ده.
    ځکه هلته يواځې نه دا چې هلکان فوټبال کوي، بلکې نجونې هم د واليبال او فوټبال سيالي کوي ، ځکه هلته د ښوونځيو شمېر زيات دی، خلکو يې د جګړې په ځای د علم او پوهې لار نيولې ده.
    هلته د خاتم النبينن خصوصي پوهنتون څانګه موجوده ده.
    هلته يې مشران له ولس سره مينه لري، ځکه هلته لوړې زدکړې هم وړيا دي، ژمني کورسونه هم وړيا دي، د میسي خو ساده خبره ده. تر کومه چې يوه ټولنه کې د علم او پوهې مشالونه روښانه شي، نو هغه بیا د پرمختګونو شاهدان دي.
    راځئ موږ هم د علم او پوهې لمن ونيسو چې ټولو پرمختګونو نه برخمن شو

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *