خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۰-۱۲

د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست د یوه ۶۶ کلن افغان په وياړ، چي سږ کال له پوهنتون څخه فارغ سو، ستاينغونډه جوړه کړه.

حاجي فيض الله صلحي هغه افغان دی چي د ۶۶ کالو په عمر د کندهار د ښوونې او روزنې د پښتو څانګي څخه فارغ سو. نوموړی په ۱۳۲۸ کال کي په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی او شاوخوا ۴۰ کاله يې د معلمۍ او سرمعلمۍ مقدسي دندي پر مخ وړي دي.

په هغه غونډه کي چي د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست د ده په وياړ جوړه کړې وه، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د عالي دارالمعلمين رئيس محمد فهيم رفيق، د افغان ترک لېسې مدير او يو شمېر نورو مدني فعالانو ګډون کړی وو.

1 1د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل وياړم چي د ۶۶ کالو په عمر يو افغان د زده کړو فکر او احساس لري. مينه پال زياته کړه په پښتنو کي د تعليم ضد يو شمېر کرغېړن تصورات سته چي په لوی عمر زده کړه نه سي کېدای، خو صلحي صاحب هغه تصورات غلط ثابت کړل. صلحي صاحب زده کړو ته يو نوی عنوان کښېښود. صلحي صاحب دا په ثبوت ورسوله چي که څوک ژمن واوسي او د تعليم په اهميت وپوهيږي، نو په هر عمر کي زده کړي کولای سي.

مينه پال د کندهار پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده چي صلحي صاحب د ماسټرۍ او دوکتورا تر حده د زده کړو هوډ وکړي او هغه ته يې د لابرياليتوب غوښتنه وکړه.

د عالي دارالمعلمين رئيس محمدفهيم رفيق وويل د وياړ ځای دی چي د يو داسي چا په وياړغونډه کي ګډون کوي چي د ۶۶ کالو په عمر له پوهنتون څخه فارغ سوی دی. نوموړي زياته کړه د صلحي صاحب دا عزم ځوانان زده کړو ته تشويقوي او دا پيغام ورکوي چي زده کړو ته مخه کړي.

فيض الله صلحي وويل دا چي دی د 66 کلونو په عمر زده کړي کولای سي، نو هغه ځوانان چي انرژي لري، څنګه زده کړي نه کوي. نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چي لوړي زده کړي وکړي او له اوسنيو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

د يادولو وړ ده چي د غونډي په پای کي ښاغلي صلحي ته يو شمېر تحفې او ستاينليک هم ورکول سو.

One thought on “له پوهنتون څخه د ۶۶ کلن فارغ په وياړ غونډه جوړه سوه”
  1. Salaam,
    Excellent. Who says that Afghans are darkminded or anti-modern sceinces. We had genious historical sceintists, poets, politicians , teachers, religious men & women , It shows that this prosperous land (ex-ariana ) and now Afghanistan has Salhi like men whose old age(66y) couldn`t prohibited him to learn more.And finally got an Education diploma!
    Sorry that I wrote oldage for him.Because the average lifeexpectancy for men in Afghanistan is less than 50y.I think in western countries is 80y. I congratulate Mr. F.Salhi & wish him more successes & longlife. Respect.Dr.Hamidullah Safi Zllrrawer

ځواب ورکول Dr.H. Z.SAFI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *