زموږ په ټولنې کې که یو څه ډېر دود شي، نو که هغه حرام هم وي، بیا یې هم کاروي. دوی فکر کوي، چې په دې نه نیول کېږي، د دې له پاره، چې ټول یې کاروي، یو له دې کارونو یا عملونو څخه،چې زموږ خلک یې دود ګڼي هغه د سګرت او نصوارو کارول دي. که یوه سګرتي ته ووایې، چې دا مه څکوه، چې حرام دي، نو درته وایي به ځه وروره، دا خو څه شراب یا هیرویین نه دي، چې حرام اوسي.

یوه ورځ ټولګي کې په دې مسلې خبرې وشوې، ښوونکې وویل (ټول نېشه یي توکي حرام دي، که هغه نصوار وي او یا سګرت.) په دې وخت کې زموږ یوه ټولګیوالې وویل:(نه ښوونکې سګرت ولې حرام وي، هغه خو ټول څکوي؟) له دې ځایه معلومېږي،چې زموږ خلک له حرامو نه ډېر د دود تابع دار دي.

اکثره داسې خبرې کېږي، چې که چېرې ده نېشه یي توکو له زیانونو خلک خبر کړو، نو کېدای شي د روږدو کسانو کچه راټیټه شي. خو زه ډېره له دې خبرې سره موافقه نه یم، ځکه داسې ځوانان دي،چې د لساینس په کچه تحصیلات لري او د دې توکو په زیانونو هم پوه دي، خو بیا یې هم کاروي ښه بېلګه یې زموږ د پوهنتونونو محصلان دي،چې د پوهنتون په انګر کې د سګرت لوګي پورته کوي.دوی نه یوازې ځانته تاوان رسوي،بلکې د نورو د ناراحتۍ لامل هم ګرځي. اسلام وایي:(په غلطۍ که ګناه وکړې، بښل کېږي، خو چې پرې پوه وې او هغه وکړې نو نه بښل کېږي.)

د اندېښنې خبره خو دا ده،چې دا توکي څنګګګه پوهنتونونو ته راوړل کېږي؟ په داسې حال کې،چې د پوهنتون په دروازو کې امنیتي کسان په تلاشۍ بوخت دي، او ټوله ورځ محصلان تلاشي کوي. د دې پوښتنې ځواب مې هله پیدا کړ،چې له  یوې وړې لاسي خرڅونکې نه په دې اړه وپوښتل. هغې په ځواب کې وویل:(موږ یې د خوراکي توکو سره یوځای خرڅوو، او که داسې و نه کړو، نو موږ دلته نه پرېږدي.) دې خبرې هک پکه کړم، او په دي مې افسوس وکړ. ځکه د دوی دې کار سره زموږ محصل ته د چرسي لقب ورکول کېږي.

3 thoughts on “له پوهې محروم، د دود تابع ولس/ قاهره جلال”
  1. په هره ټولنه کې د تربېې او تعليم خبره مطرح ده په دې معنا چې تعليم هرڅوک تر لاسه کولې شي ځکه چې په هره ټولنه کې د تعليم چارې د حکومت ډډه ده ښه دى او که بد خو هر څوک په همدې دهليز، ټولګي، کتابتون، تالار او نور برخو کې تعليم ترلاسه کوي خو تربيه بيا د کورني دسپلين هغه برخه چې د يوه ماشوم شخصيت دمور له نفس،ګېډې، چاپيريال، کورني اخلاق، انصاف، ادب او انساني معيار څخه پيل کيږي او حټي تر دې چې مور او پلار څه خورې او له هغه وروسته يو ماشوم مينځ ته راځي سرچينه اخلي. نو له دې امله داکار ډير ګران دى او د ژوندانه بشپړ نزاکت دي چې عملي کول ېې ستره قرباني غواړي نو وايي چې تربيه له تعليمه بهتره ده. ډير داسې کسان شته چې ډير لوړ تعليم ليرې خو بيا دومره له تربېې بې خبره دي چې له څاروى سره هم د مقايسې وړ نه بلل کيږيپه هر حال پاتې شوه د حلال او حرامو مسله دلته خلک په دوه ډلو ويشل کيږي هغو ته چې اخلاق يو انساني معياردي او د ژوندانه په تولو برخو کې ېې عملي کوي او هغه چې دخپل نفس اماره ګوډاګيان دى خو کله چې زمينه برابره شي دخپل نفس د خوښي لپاره بيا د حلال او حرام توپير کې نه يوازې سازش کوي بلکي عملي پښې ورپسې لوڅوى نوکله چې د لذت او خوند خبره شوه بيا د حرامو، لهو لعب، هاليوود او باليوود شو ګانې ېې هم نصوار نه دي چې دا ډير اوږد بحث دى او زموږ ټولنه ډير شيان لري چې يادونه ېې دلته په کار نه ده
    ما په روژه کې د ځينو تلويژنو پروګرامونو وليدل چې له حرامو ېې هم کچه اوړي لېرې به نه ځو تاسې وګوري خداى (ج) انسان ته د اشرف مخلوقات لقب ورکړي او له بلې خوا ېې د مځکې پر سر خليفه ګرځولى دڅه لپاره ؟ د ښېګڼو لپاره د بشپړ رسالت لپاره، د مسوليت او انساني کرامت لپاره نه فاسدو کارونو لپاره
    ستا ليکنه ډيره په زړه پورې رښتيا موږ ډير شيان ددود په نوم کوو خو په دې نه پوهيږي چې داڅه دى او زموږ په عقيدو کې څه ډول اغېزه لري
    په پاى کې تاند ته دې خاى (ج) لا نور هم برکت ورکړي چې دغه ډول ليکنو ته ېې زمينه مساعده کړې او د خلکو د اذهانو د خبرتيا لپاره ېې په دير مناسب وخت کې وړاندې کوي. زما له تبصرو به هم څه ناڅه ستړي وى ځکه زه تل ددوى به تبصرو کې نښتي يم او زه ېې ډير منندوى يم په ديره درناوي

  2. شته داسی خلک چې د ځان خودلو لپاره یې څکوي لکه د کابل پوهنتون محصلین چې انجونو ته ځانونه ښی ،خو بلاخره پري روږدي شی او بیا یی پریښودی نه شي.
    زما په نظر که دولت خپل ټیکس جیګ کړي نو فکر نه کوم چې بیا یی څوک وڅکوي.

  3. تا بع ولس کې ډير ناوړه شيان کيږي چې اصلا له دود نه ډير ليرې دي او د ټولنې د بربادي او تباهي سبب ګرځي څوک ېې مني او که نه يو عيني حقيقت دي چې په اخلاقي ډول په ټولنه کې ځاى نه لري

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *