نثار احمد احمد –

هېڅوک دا پوښتنه په سمه توګه نشي ځوابولای چې موږ ډيموکراسي محترمه ګڼو که یوازې د ډيموکراسۍ تمثل؟ دا سوال زموږ په اذهانو کې له تعريف رانيولې تر عمله لا مبهم پاتې دی.

کلیوال په حقه دي، چې که د ښار مېشتو او په رسنیو د وربار شوو سیاستوالو له خولې دیموکراتيک اصطلاحات ډانډس کړي، د دوی یې له هغو قواعدو سره څه چې په ژوند کې یې د تغیر او مثبتو نتایجو څرک نه ويني. حقیقت همدا دی، چې دیموکراسۍ په ښارونو کې وزيږيده او همدلته په ښارونو کې لکه د متهمو سیاستوالو په څېر کلابند پاتې شوه. دا زموږ د ټولنې معمول جوړ شوی چې کلیوال یا په ټاکنو کې د رایو د استعمال  اشر ته رابولو او یا د نظام پرضد د مبلغینو د محکومولو پرمهال ورسره په تماس کې شو.

دا خبرې د ډيموکراسۍ په قواعدو انتقاد ندی، انتقاد په هغو تګلارو او ذوقي روشونو دی، چې هم یې ډیموکراسۍ داعیې ته زیان اړولی او هم یې خلک ګنګس کړي‌ دي.

حکومت د خپل مشروعیت لپاره ټاکنو کې د خلکو رایې ته اړتیا لري، خو ایا خلک له زړه د رایو کارولو ته تیار دي؟ اصلا لویه ربړه داوه، چې د رایو کارونې پخوانی اشتیاق له دې خوا د رایو د ناکام ځواب او یا ناکام استازیتوب له کبله له منځه لاړ او نن د ولسمشرۍ د لومړنیو ټاکنو په څېر عوام ددې دیموکراتیک بهیر په اوږدو کې د زړه له اخلاصه نه وینو.

حکومت ښې لارې پریښودې دي او هم څو کسان په دې لارو کاږه روان دي، د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال موږ د افرادو بري ته ډېره تلوسه ور ګډه نکړای شوه، برعکس هغوی مو ستومانه کړي ‌دي، دیموکراتیک جوړښتونه د سیاسي جوړجاړیو په منځ کې سم ځای نه لري. په همهغه مهال چې ولسمشر ټاکو ورسره د خلکو  د وړو ضرورتونو او استازيتوب محلي جوړښت مو په حکومتي مجبوریت پسې تړلی دی.

په اوسنیو شرايطو کې تر ټولو لویه ستونزه داده، چې په ذهني‌ توګه ټول خلک د هېواد د لومړي سړي‌ د ټاکنې په لالچ کې دي، د ولایتي شوراګانو پرخوا د حکومت توجه بیخي‌ بل خوا ته او حتی بیخي نشته.

په زیاترو ولایتونو کې ولایتي شوراګانو ته زورواکي، جنګسالاران، غله او د بشري حقونو ناقضان ولاړ دي. له دوی څخه اهل خلک شوراګانو ته لاره نشي موندلای، ځکه چې د دوی د زور او پیسو انډول له عادي‌ وګړو او رښتينو مردمي استازو سره اصلا وجود نلري.

د ستونزې ژورتیا په دې کې ده، چې حکومت په ټاکنو کې د نه مداخلې په پلمه له ولایتي شوراګانو څخه لاس اخستی دی، نه دا وضعیت څاري اونه یې داسې اصول پلي ‌کړل چې عملا د زورواکو او ناقضینو د نوماندۍ مخه ونيسي.

د ټاکنو کمېسیون ټول تمرکز په لویو ښارونو دی، له اسنادو ترلاسه کولو، ان د کمپاینونو په وضعیت تر څارنې هر څه د بحران پرخوا روان دي او د ټاکنو د کمېسیون له سترګو الونیا دي.

هغه ارګان چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو له شفافیت سره یې مرسته کولای شوای، د شکایتونو د اورېدو محلي کمېسیونونه او کمېشنران وو، له بده مرغه دغه کمېسیون په ډېرو سیمو کې تر پرونه او په ډېرو نورو کې حتی تر ننه یوزاې په نامه او غیر فعال دی.

ولایتي شوراګانو د ټاکنو قواعدو ته په کتو د کاندیدانو په اړه د خلکو شکایتونه بې ادرسه شوي دي او ډېری تخلفات له رسمي کمپاین پيلیدو مخکې رامنځته شوي دي، خلک نه پوهېږي، د چا له خوا په چا وژاړي او د خپل شکایت په پایله کې څومره مصونیت لري. په حقيقت کې په ولایتي ‌شوراګانو کمپاین کې یې کمزوري او بې ځواکه خلک له زورواکو او مافیا سره مخامخ کړي دي.

که عوام او بېوزله عادي ‌وګړي، په دې مقابله کې بریالي‌ نه شي نتیجه به یې ناوړه ولایتي‌ شوراګانې او حتی ناکامه مشرانو جرګه وي او که بریالي ‌کېږي، د مصونیت ډاډ یې نشته او وکیلان او مؤکلین به یې په شوراګانو کې له حضور سره ژر سرونه وخوري.

One thought on “له څارنې بهر ولايتي شوراګانې به فاجعه راوړي”
  1. ګرانه وروره رښیتا هم چی حکومت دغه چاره نه کنترولوی، هر څوک دی په خپل ولایت کی وګوری، زه به درته د ننګرهار ولایت څخه ووایم

    کوم جناب صاحبان چی د ولسی جرګی او ولایتی شوراګانو مزی چړچی لیدلی اوس مونږ ګورو چی خپل ځامن یی د ولایتی شوراګانو لپاره درولی، لمړی دا چی دوی هم لکه د پلرونو پشان د خدمت په ځای په چړچو به لګیا وی او پلرونه یی غواړی چی راټول کړی پانګی یی نور هم زیات کړی، دوهمه خبره داده چی دوی نه یوازی نه غواړی چی قدرت له لاسه ورکړی بلکه غواړی د قدرت ریښی په ټولنه کی نور هم وغخوی
    بله مهمه خبره داده چی دوی یو هم پوره تحصیل نه لری لکه پلرونه یی چی په بورډ پشاور کی جعلی سندونه جوړ کړی دغسی خپلو زامنو لپاره هم داسی اسناد برابر کړیدی. په ننګرهار کی د حاجی صیب حضرت علی زوی تصویرونه چی وګوری کیدای شی چی ۱۵ یا ۱۶ کلن وی او که فرض کړی ۱۸ کلن هم وی نو داسی عکسونه یی اخیستی لکه چی کوم فلمی هلک اکتونه کړی وی نو دوی د خلکو له درده به څنګه خبر وی، بله خبره دا چی د حاجی موسی زوی سمیع چی یو قاتل، بی سواده او د انسانیت له چوکاټه بهر سړی دی ټولو ننګرهاریانو ته معلوم دی چی کوم کارونه وو چی دی ونه کړل ولایتی شورا ته ولاړ دی، بل حاجی صیب ظاهر قدیر د ولایتی شورا څخه ولسی جرګی ته ځان ورساوه او اوس د اشرف غنی سره یو ځای شویدی چی امکان لری د ګټلو په صورت کی به کوم غټ وزیر وی نو خپل کشر ورور حاجی قهار یی د ننګرهار ولایتی شورا ته درولی دی حاجی جمال یی چی په ولایتی شورا کی وو په اغلب ګمان به ولسی جرګی ته لاړ شی . مسلمیار هم مشرانو د جرګی په ریاست بسیا ونه کړه او د خپل حاکمیت د ساتلو لپاره خپل ځوی ولایتی شورا ته وړاندی کړیدی، ډیره عجیبه خو لا دا راته ښکاری چی دوی د خپلو پلرونو او نیکونو عکسونه په پوسترونو کی چاپ کړیدی، د حاجی صیب زمان یو ځوی خو لا په ولایتی شورا کی وو فکر کوم چی هغه د ولسی جرګی هوا په سر وهلی دی خپل بل ورور خپل جا نشین په ولایتی شورا کی تعینوی. نو اوس زه وایم چی مونږ ددی هیواد د آبادولو لپاره قلمی مبارزه کوو خو زمونږ دا مبارزه به ناکامه وی ترڅو دغو لیوانو ځای اهلو کسانو ته پری نه ږدی دا هیواد به هیڅکله هم جوړ نه شی همدا د ځنګل قانون به وی، د بی وزلو وینه به زبیښل کیږی، د ځمکو د غاصبینو معافیایی ډلی به نور هم ترقی وکړی، او په سل ها وو نورو ظلمونو لپاره به ور خلاص شی کوم چی مونږ یی هیڅ توقع نشو کولای، یو زما له ملګرو څخه چی یو ډیر لایقه باستعداده او د ښایسته پرمختایی پلانونو جوړونکی سړی دی ماتری وغوښتل چی ځان ولایتی شورا ته کاندید کړی وویل: له دغو لیوانو څخه څوک ګټلی شی، په هر ډول چی وی دوی ځانونه بریالی کوی، هغه که د ظلم زور له لاری وی یا د پیسو له لاری او یا هم د غیر قانونی او جعل کاریو له لاری وی، نودغه اوسنی کاندیدانو کی دیریی ماشومان، بی تعلیمه او د خلکو له احوالو نا خبره هلکان دی دوی خپل یو ورکوټی مشکل نه شی حل کولای نو دوی به بیا څنګه د ولس او سپین ږیرو سره په تماس کی شی او ددوی خدمت به په کوم بنا کوی؟ بس مونږ اوس د دوی په رقابتونو کی ګیر پاتی یو ټول هواس او هوش مو جمهوری ریاست ته دی خو دا چی دوی به په مونږ څه لوبه وکړی د یو ډیر خراب او بد راتلونکی ته په تمعه یو. والسلام

ځواب ورکول باور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *