تاند- د افغانستان لپاره د ترکیې پښتو رادیو د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې د افغانستان د کابینې یو شمېر غړي به ژر اعلان شي.

د دې راډیو د راپور پر اساس به ۹ وزیران اعلان شي چې ۴ به د ولسمشر او ۴ نور به د اجرايي رييس او یو به د دواړو په خوښه وي.

په خبر کې ویل شوي چې جنرال شېر محمد کریمي دفاع وزیر او معنوي د کورنیو چارو وزیران نومول شوي دي.

معنوي یو له هغو کسانو څخه دی چې په تعصب تورن دی. نوموړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر دوهم پړاو مخکې په دې اعتراض کړی و چې ولي د پښتنو په سیمو کې د رای ورکولو مرکزونه زیات شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره د رای ورکولو محدود شمېر مرکزونه زیات کړل او څرنګه چې په لومړي پړاو کې یې د ناامنیو له وېرې په جنوبي ولایتونو کې زیات مرکزونه د احتیاط له مخې نه ول پرانستي، په دوهم پړاو انتخاباتو کې یې د همدغو سیمو یو شمېر مرکزونه بېرته پرانستل.

په راپور کې ویل شوي چې د ملي امنیت اوسنی ريیس رحمت الله نبیل به په خپل ځای پاتې شي خو د سولې د عالي شورا کم کفایته رييس صلاح الدین رباني به د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ ترلاسه کړي. د دې معنا دا ده چې د ضرار احمد عثماني ځای به نوموړي ته ورته یو بل کس ونیسي.

همداراز ویل شوي چې د ملي جنبش مهم غړی فیض الله ذکي به د اطلاعاتو او کلتور وزیر ونومول شي.

ګل ضیا د کلیو د پراختیا او بیارغونې، جیلاني پوپل د مالیې، سادات نادري د کار او ټولنیزو چارو او سردار رحیمي د سوداګرۍ وزیران په پام کې نیول شوي دي.

8 thoughts on “له ډېره ځنډه وروسته به ممکن نن د کابینې یو شمېر غړي اعلان شي”
  1. په نوی کا بینه کی کوم نوخت نه لیدل کیژی او که وی هم.نو دیر کم صرف د عام ولس په سترگو پردی اچول دی نور سه نشته په دی خه پوهیژو چی دافغانستان نوی دملی وحدت حکومت هسی په نوم حکومت دی که نور مو سه د لاسه نه کیده نو د داخله وزارت دفاع وزارت اطلاعات کلتور وزارت او دملی امنیت ریاست به داسی خلکو ته ورکری وی چی افغانستان ته وفادار وی پردی غلامان او تعصب گر نه وای

  2. که چیری همدغه کسان په رښتیا د نوی کابینی عړی اوسی د افغانستان د خدای پاک مل شی. هغه د کوچیانو خبره ده چی په ډر کی وی په ډر کی لاړی
    زه خو قلبآ پری خوابدی شوم

  3. ښاغلی ولسمشر وایی چی په کبینه کی ځنډ پدی راغلی دی چی غواړو د کار حلک ولټوو نو ددی خیبری په ځواب کی زه دومره ورته وایم چی حلک درباندی ورک شول چی تاسو صالخ دین د خارجه وزارت لپاره ونوموو، او بله دا چی دا په پخوانۍ دنده کی کومه لاسته روړنه لرلی ده چی باید هغه مکافات شی

  4. اوس دپارلمان پریکړوته غوږ شی په ایمانداری صداقت باید پریکړی وکړی څوک ښایسته دی او څوک باید رد شی خو تقاضا داده چه دغه تشی باید پوه کار فهم صادق وفادار خلک ډکی کړی نه فر مایشیخلک لکه معنوی دغه شخص باید له صحنی ګوښه شی .

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *