د ښار پرټنډه دراسورو غرونو څوکې اوتړې په واورو پټې دې ۔ د ځمکې مخ لارې اوکوڅې هم سپينې دې ۔ له ليرې يو څه ډير کوچنې بريښي ۔ سوړ اويخ باد دسړې له غوږونو لکه مرمۍ داسې تيريږي ۔ لړې هم را پلنې دي دغرونو دسرونو او د اسمان ترمنځ واټن يې له منځه وړی دی ۔ يو خړه پرده د ځمکې پر مخ هم بريښي ۔ د ښار کوڅي کورونه چوپ اوخاموش دي ۔ د کورونو له کړکيو اوروزانونو لوگي نه بريښي ۔ امه شمه٬ ښکالو اواواز نشته ۔ داسې مالوميږي چې د دې مالت کسانو ټولو له يوې مخې له کورونو کډه کړي وي ۔ خنداوې اوس نشته ۔ د ديوالونو په درزونو او د دروازو په چا وونو کې يوازې د ژړاوو او زگيرويو او فريادونو اوازونه ثبت اوخوندي پراته دي ۔
پر کوڅه غلی تيريږم ۔ داسې نه چې قدمونه مې ښکالو جوړه کړي ٬ داسې نه چې څوک پر ما خبر شي ۔په کوڅه کې اوتر اووارخطا روان يم ۔ دروازې ټولې تړلي دي ۔ دکوروونو له منځه چې به پخوا لوگي را پورته کيدل اوس يې هيڅ نښه نښانه نشته ۔
ناڅاپه مې کش وکړپ تر غوږو شو ٬فکر کوم چې زما دپښو اواز دی چې له ځمکې سره دقدم وهلو نه پورته کيږي ۔ خو ځير کيږم ٬ بيا هغه اوازونه احساسوم ۔ په پلې لاردراسورو ونو څخه داوبلنی واورې درانه څاڅکي پر ځمکه را لويږي ۔ په را لويدلو سره سملاسي ويلي کيږي ۔ اوبيا يې اوبه لاره کوي ۔ په لښتيو ورسميږي ۔ يو نيم څاڅکی ډير دروند وي ٬ ساړه چنگاری کوي ٬ يخ باد دسړي په تن اووجود نه تيرو بير کيږي ۔ دونو څانگې لا هم له واورو ډکې بريښي ۔ اوپه لږ ساړه باد سره ونې هم وريږدوي ۔ کله چې څاڅکي ديو لښکر په څير په ځمکه را خوشي کړي ۔
نه يوازې په کوڅو کې بلکې په ټول ښار اوټول ماحول کې اواز نشته ۔ هره خوا چوپه چوپيا ده ۔ خو بيا هم کش وکړپ اورم ښه ليرې پر مخ ځم دپښو اواز ته غوږ ږدم ۔
له ځانه سره وايم نه ! زما دقدمونو اواز نه دی ۔پر يوې دروازې سترگې گنډم ۔ هلته ليرې په يوه کونج کې له دروازې لږ وړاندې دوه سپي پر يو څه بوخت دي ۔ دواړه په يو ځای کې خوله وهي ۔
يو ښه خوله ور اوچاغ سپی دی ۔ لنډه لکۍ اوبوچي غوږونه لري ۔بل سپی چې څيره يې يوه بدمعاش بنيادم ته ورته ده اوږده لکۍ اوڅپر اوږده غوږونه لري٬ په جسامت کې نری وچ اوکلک دی خو بټی بټې سترگې يې ويرول کوي ۔ دواړه په يوه ځای کې خوله وهي ۔ کله نا کله يو پر بل په غصه شي اواز او غرهار يې پورته شي خو بيرته غلي شي ۔
غټ سری سپې خپل انډيوال ته وايي : تادي مه کوه دلته ادم زاد نشته چې زموږدچور اوتالان مخه ونيسي ۔ هر څه چې دې په ارام يې خوره ۔ زه اوته همدلته يو ۔ دروازې ټولې تړلې دي بنيادمانو کډه کړې ده اوس زموږ راج دی ۔ سودا مه کوه ۔
بل ورته په ځواب کې وايي : دا راج نه بلکې لويه سرگرداني ده ۔خلک چې نشته زما اوستا دخوراک درک هم نشته ۔ دگيډو مړول ستونزمن دي ۔
— سودا به نه کوي دا ځکه چې هغه مهال چې وگړي په دې چم کې اوسيدل زه اوته هم دهغو په منځ کې وو هغوۍ نه پوهيدل چې موږ چيرې اوسو ۔ ! اوڅه کوو۔ ؟
- دې کې شک نشته چې زه اوته دهغو په منځ کې وو ۔ دهغو ترمنځ مو شپی سبا کولې اودهغو له ناندريو مو خوند اخيسته ۔ خو اوس چې هغوۍ نشته ۔۔ ؟
- اوس چې هغوۍ نشته خو بيا هم هر چيرې چې وي ۔ موږ لکه دهغو دويمه ارواح دهغو په تن اووجود کې ځای لرو ۔
دلنډې لکۍ والا سپې له خولې خو ځولو سر راپورته کوي ۔ غوږونه بوڅ نيسي ۔ شونډک پورته اسمان ته نيسي اوبيا يې کښته اچوي ۔ :
دواړو سپو چې په هماغه کنج کی خوله وهله ۔ ښه زيات بوخت ول ۔ نور هم چوپ شول ۔ غلي شول ۔ اواز اوسينگاری يې ورک کړ ۔
په څټ مې وکتل ۔څادر مې مې نور هم له ځانه تاو کړ ۔ يو پيڅکی مې ورته په خوله کې ونيو قدمونه مې چټک کړل ۔ څو گامه ترې دمخه ولاړم ۔ مخ می بيرته راواړاوه ۔ يو سپي سر جگ اوپورته نيولی دی ۔ بټې سترگې يې له ما نه نه ليرې کولې خو ما سر کښته واچاوه پام مې په بله کړ ۔ ښه زيات ترې را ليرې وتلم ډيره زياته لاره مې وهلې وه ۔ پر هغه ځای کې چې له کونج نه پناه کيدلم بيا مې څټ ته وکتل دهغو جسامت زما دسترگو په ليد کې ډير کوچنی مالوميده مخ مې بيرته لارې ته واړاوه ۔ له ديواله نه پناه شوم ۔ بيا مې هغوۍ ونه ليدل هغوۍ پر ځای پاتې ول ۔ زه ترې را ليرې شوی ووم ۔ خو هغوۍ په مرداره بوخت ول ۔
کابل – کايا ميل ۹ دسمبر ۲۰۱۳ دغرمې ۱۲ نيمې بجې ۔
ښکلې او ښايسته کيسه ده، زما خو ډېره زياته خوښه شوه، په فکشن کې کار پکار دى.