مطلق داسې نده، چې د قطر طالب مرکچيان دې د ټولو طالبانو د رضایت او له ټوپک سره د مخه ښې امکان برابر کړي. داسې اسناد تر ګوتو شوي، چې په افغانستان کې ډېری طالب قوماندانان د قطر مذاکراتو په اړه چې د امريکا ډېر دخالت پکې رسوا شو، خورا بد نیت لري. اسناد په ډاګه کوي چې نه یوازې بد نیت لري، بلکې د دغو مذاکراتو پر ضد عمل ته تیاری نیسي.

په ظاهره او په بې ترتيبه محافلو کې د امارت لوحې او د اسلامي تحريک عنوان راټيټول یا پورته کول د طالبانو د رضایت او خوابدۍ انګېزه ګڼل کېږي، مګر لاهم چا هغه لوري ته توجه نده کړې، چې د قطر مذاکراتو او د امارت نامه ته محتوا ورکوي؛ دا لوری د جنګ په ليکو کې پراته مشوق کمېسيونونه او بانفوذه ملايان دي.

د جمهوري رياست یوه سرچينه وايي، د قطر د دفتر له پرانستې سملاسي، ډېری طالب قوماندانانو او افغانستان مېشت طالب مشرانو له ولسمشر کرزي سره په مستقيم ډول د تماسونو هڅه کړې ده. سرچينه وايي، پدغو تماسونو کې د قطر له دفتر سره د افغان حکومت د مخالفت پلويتوب شوی دی. سرچينه وايي، امکان شته، چې د سولې یو بل بهیر په کور دننه شروع شي، چې د ولسمشر کرزي او په جنګ کې ښکېلو قوماندانانو ترمنځ مستقيم او ډېر سري وي. په دغه بهير کې نه د سولې شورا ځای لري او نه د طالبانو نوموتي مشران.

د دوحې د دفتر د پرانستې په اومه ورځ پنځوس طالبان هلته په یو بحث کې سره ترخه شول. د دغو طالب مشرانو په منځ کې داسې کسان هم و، چې په بې ساري ډول يې د سولې د خبرو د برياليتوب هڅه کوله، حتی په ډېرو شرایطو یې د طالبانو د موافقې اسرار کاوه. خوالبته دغه نظريه محدوده او له سخت غبرګون سره مخ وه. هېڅوک ونه پوهېدل، چې د مخالفت انګېزه يوازې طالباني ضد و، که د پاکستان فشارونو يا نورو فکتورونو هم څه تاثير لرلو؟

هغه منابع چې له ارګ سره د طالبانو په نامه د تماسونو ګروپ جوړوي، په ډاګه کوي، چې په قطر کې د دوی نفوذ له پاکستان مېشتې شورا ډېر دی. سرچينه وايي، د ولسمشر په مشوره په قطر کې دا خبرې سبوتاژ شوې دي، ځکه چې د دوی په باور ولسمشر کرزی د قطر دفتر ته د پاکستان او امريکا د ګډې توطيې په سترګه ګوري.

ولې طالبان په نرم او انکاري دريځونو وېشل کېدای شي؟

د توقع خلاف دا ځل د سولې په اړه نرم دريځ هغو طالبانو خپل کړی، چې ګومان کېږي د امريکا او پاکستان د جوړجاړي د طرحې پلويان او لوبغاړي دي. له دغو مشرانو سره له تېرو څلورو کلونو راهيسې د امريکا تماسونو دا زمينه جوړه کړې وه، چې په جنوب کې د طالبانو د مشروع اقتدار طرحه ومني او له هغه ځایه د واک د غځولو لپاره د بلې جګړې فرصتونه ورکړل شي. ددغو مشرانو په هکله ويل کېږي، چې په تېرو څلورو کلونو کې يې په پاکستاني پاسپورتونو په پټه توګه امريکا، متحده عربي اماراتو، بريتانیا، قطر ته سفرونه کړي دي. دغه ډله د کوټې شورا ترمستقيم اغېز لاندې ده. ددغې طالب ډلې په هکله معلومات په ډاګه کوي، چې له امريکا سره يې روابط په باګرام کې مېشتو طالب زندانیانو له لارې جوړ کړای شوي دي او د باګرام زندان تر انتقال مخکې یاد بندیان امريکا په پټه له هغه ځایه ایستلي دي.

د سولې په اړه توند غبرګون د جنګ په ليکو کې د پرتو طالبانو دی. د انتظار خلاف چې لس کاله جګړه سړی له پښو غورځوي، د جنګ په ليکو کې پراته ډېری قوماندانان له امريکا سره د معاملې په اړه منفي نظر لري. د جنګ په میدان ولاړ بانفوذه طالب مشران ګڼي، چې پاکستان له امريکا سره نه یوازې د دوی پرسر معاملې ته زمينه برابره کړې بلکې شک کوي، چې د افغانستان د تجزيې طرحه د طالبانو په مټ تطبيقېږي او ډېری شعوري طالبان جنګيالي د افغانستان د تجزيې سخت مخالف دي. د افغان حکومت سرچينه چې له ارګ سره د طالبانو د تماسونو په اړه يې خبر ورکړی، د شمالي ټلوالې په اړه د طالبانو د نظرياتي اختلاف موضوع ته د راتلونکي جوړجاړي په اړه د اندېښنې له ديده ګوري. هغه طالبان چې په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي، له وړاندې د پاکستان د استخباراتو په مرسته له شمالي ټلوالې قوماندانانو سره کښېنول شوي او نسبي موافقې ته سره رسېدلي دي، خو هغه طالب قوماندانان چې له ارګ سره اړيکو ته خوشبينه دي، په حکومت کې د شمالي ټلوالې نفوذ ته په بد نظر ګوري. ښايي دا علت په محلي حکومتداريو کې د شمالي ټلوالې د قوماندانانو هغه خصمانه چلند وي، چې له طالب جنګي اسيرانو سره یې کوي او ښايي دا هغه اختلاف وي، چې دوه متقابل جنګيالي يې د یو بل په هکله د ژوند ترپايه پالي.

که طالبان په دوه ډلو ووېشل شي او دا امکان زيات شي، چې ولسمشر کرزی هم بانفوذه طالبانو ته لاسرسی لري، ښايي امريکا د طالبانو په اړه یو نوي جوړجاړي ته غاړه کېږدي او د قطر دفتر د کوټې د هغه دکاندار په څېر جعل وښودل شي، چې له کرزي سره يې د ملاعمر پيغامونه تبادله کول. مګر په دواړو حالتونو کې د طالبانو بېلوالی يو د بل په هدفونو منفي تاثير لرلای شي. نه مطلق د قطر مرکچيان د جنګي مشرانو له موافقې پرته له امريکا سره جوړجاړي ته رسېدای شي او نه د جنګ په ليکو کې ولاړ قوماندانان د پاکستان له نفوذ د برخمنو طالب مشرانو له موافقې خپل کوښښونه بريالي کولای شي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

4 thoughts on “له کوټې شورا د طالبانو د بغاوت امکان / اباسين بريال”
  1. ستا په خبرو چي مثلاً طالبانو د شمالی ائتلاف د کومندانانو سره لیدلي څنګه باور وکړو؟ ستا د دې ټولو حوالو سرچینه څوک ده؟ تا د طالبانو سره تماس نیولی؟ یو لږ دقت کوه. داسی ادعاوي زه هم لیکلای سم مګر باور پرې څوک هغه وخت کوی چی استناد وکړم. که منبع نه واضح کوې نو اقلاً داسی لیکه چی یوه طالب کومندان چی نوم څرګندولو نه یی ډډه وکړه داسی راته وویل !! غور کوه، مننه

  2. زه د لیکوال د نظر سره موافق یم چه لوبه همداسی وه. د دی بل ورور د اعتراض په ځواب کی به ورته ووایم چه ددی خبری ډیر زیات شواهد شته چه ای ایس ای د شمالي ټلوالی سره ددی لوبی په سر ناستی درلودی! په کابل کی څو واری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره او سفیر د شمالي ټلوالی د مشرانو سره لیدنی درلودی او ټولو مطبوعاتو دا کتنی ښودلی وي خو دسیسه دومره ښکاره نه وه!ان تر دی حده چه بسم الله محمدي پوره یوه اونی په اسلام آباد کی ناست همدا دسیسه یی جوړوله !! همدا رازد شمالي ټلوالی د مشرانو سره د طالب مشرانو کتنی د ای ایس ای له لاری د منځنی اسیا په هیوادونو او بیا دوبی کی هم تر سره شوی وی! که تاسی پدی هکله د ای ایس ای او د ملا عمر نه لیکی تصدیق غواړئ ، هغه لږ ناشونی دی !!!!!!! هغه پښتو کی څه ښه وایی : که خدای نه پیژنی نو له قدرتونو نه یی وپیژنه ! مننه

  3. دایوشکاره اوڅرګندحقیقت دی چې اوسني قطري تالیبان دپاکستاني ای ایس ای دلاس هغه اله ده چې په ترویې په افغانستان کې بیاځلې پرې ځان واک ته رسول غواړي. دغه تش په نامه تالیب مشرانوله پخواافغاني غیوراوغیرت دخپلوشخصي ګټوپه برکت په پنجاب پلورلی دی. پدوې کې زیاتره بې اصله خلک دی، مطلب داچې نه یې قوم مالوم دی اونه جداونه ګومان کیږي چې دافغانستان به وي. موږدخرڅوشویوقطري تش په نامه تالیب مشرانوپه اړه دافغانستان دعزتمنداوجلالتماب ریس صیب جمهورله پریکړې ملاتړکوواودافغانستان اسلامي دولت دغه کړنه دافغانستان اوافغانانوپه خیرګڼو. دسوکاله اباداوسرلوړي افغاستان په هیله!

ځواب ورکول NAQID ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *