د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له کینیا سره د کرکټ لوبې دریو بیلګو (څلور ورځینۍ، یو ورځینۍ او شل اوریزې) لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

 د هیواد کرکټ ملي لوبډله به د کینیا پر وړاندې یوه څلور ورځینۍ، دوه یو ورځینۍ او دوه شل اوریزې لوبې تر سره کوي چې د روان زیږدیز کال سپتمبر په دیرشمه نیټه به په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

کینیا سره دافغانستان دملي لوبډلې دوه یو ورځینۍ سیالۍ خورا ارښت او اهمیت لري، ځکه چې دې سیالیو ګټلو سره افغانستان نیغ په نیغه د۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کوي. افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد  په دې اړه وایي چې یادو سیالیو لپاره پیاوړې لوبډله جوړه شوې ده.

5هغه زیاته کړه :  “زموږ ملي لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د لوبو ډګر ته درومي. موږ د لوی ج په مرسته د خپلو لوبغاړو پر بشپړ چمتووالي باور لرو او انشاءالله په دغو ارزښتناکو لوبو کې به مو بریاوې په برخه شي”.

د هیواد ملي لوبډلې دوه یو ورځینۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ به ۱ چینل څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

7

5 thoughts on “له کینیا سره د سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه”
  1. خدای دی ورته نورهم پیاوړتیا ورپه نصیب کی کئ
    دافغانستان اتلان دی دوی خو
    زنده باد
    زنده باد

  2. خدای دی دا زمریان په هر میدان کی کامیاب لری
    دافغانستان لوبډله به ان شاالله دا لوبه ګټی.

  3. الله ج دي وكري جه راتلونكي لوبي زمونك ملي تيم وكتي مونك ورته دعاكوو

ځواب ورکول خالد احمد ستانکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *