هغه وخت چې کله ضیاءالحق امرخېل د ټاکنو د دارالانشاء رییس وټاکل شو، څو ورځې وروسته مې دده په ژوند او کارونو یو پنځلس دقیقيي تصويري خپرونه جوړه کړه، چې د سهار له ۷ د ماښام تر ۷ بجو پورې مې دده ژوند او کارونه انځور کړل، ټوله ورځ وګرځیدو، روژه وه، ټوله ورځ امرخېل په خپلو کارونو کې مصروف او ما يې تر شا کمره نیولې وه او دده کارونه او مصروفیتونه مې په کمره کې ثبت کول او په کتابچه کې مې لیکل.

هغه ۱۲ ساعتونه چې ورسره وم، ډیر مې ترې وپوښتل او ددغه ځوان له ډيرو قوي او ملي ارادو څخه خبر شوم، تر ټولو يې ماته ډاډمنه خبره دا وه، چې زه به په دې ټاکنو کې دا په ډاګه کووم چې څوک په درغلیو څوکۍ ته نه شي رسیدلی.

ویل که چا رای یوړي، په رایو بریالۍ شو، زه پرې هم خوشحالیږم، خو دا خلک په تېر کې وران اموخته شوي او د بري لار یواځې په درغلیو کې ګوري او زه به دا ځل ثابتووم چې د واک نیول په درغلیو نه، د خلکو د زړونو په خپلولو ده.

له هغه وخته یو کال تېر شو، اوس نو د امرخېل خبره بلکل کره او پر ځای راته ښکاري او هغه ژمنه يې چې زما د کمرې مخ ته د لیدونکو سره کړې وه، عملي کړه او هیڅ ډول ګواښونو څخه ونه ویریده.

دا چې په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی د اولې شمېرې والا و او ډاډه و چې په دویم پړاو کې به هم اول وي، دغه اوله شمېره په ټاکنیز کمپاین کې دده په برنامه بدله شوې وه او په هر ځای او هر غونډه کې به يې ټولې خبرې پدې متمرکزې وې،چې (نفر اول اول است، به شماره یک رای بدهید، شماره یک برنده است او برنده خواهد بود).

دا هر څه ولس بدل کړل، هغه چې په لومړي پړاو کې يې رای نه وې ورکړې، دا ځل یې خپلې رای وکارولي او نور یې هم رای اچولو ته وهڅول، دا که په هر ولایت او هره سیمه کې وې، خو خلکو خپله رای د خپلې خوښې نوماند ته ورکړه او د ډیرو نقشه یې بدله کړه.

اوس چې د ټاکنو پایلې د شماره یک ټیم خلاف دي، دی په کابل او بړیڅي يې په ولایتونو کې چیغې وهي، چې پراخې درغلۍ شوي او دوی د ټاکنو ګټونکي دي.

لومړۍ خو هغه چې په ولایتونو کې چیغې وهي شرم ورته پکار دی چې ددې ولس استازي دي، همدې ولس رای ورکړې، همدې ولس سړي کړي دي، خو اوس ددې ولس پراخ ګدون په ټاکنو کې ورته د سترګې اغزۍ دی او وايي چې ولې خلکو دومره پراخ ګډون کړی، چې ددوی په اصطلاح خلکو ګډون نه دی کړی، بلکې صندقونو ډک شوي دي.

د اصلاحات او همپالنې ټیم په کابل او نور دلالان یې په ولایتونو کې ولس ته ګواښونه کوي چې که ددوی ټیم بریالۍ نه شي، نو بحران به رامنځ ته شي او دا به وشي ، هغه به وشي…

هیڅ خبره نشته، دا د جمعیت ګوند څلورمه ماتې ده چې خوري يې او دا ځل دوی ته ماتې ورکول ضروري و، او هغه څوک چې په ريښتیا له جنګه ستړي دي، په رایو یې ماتې ورکړه، داسې ماتې يې ورکړه چې بیا به هیڅکله د ولسمشرۍ د څوکۍ خوبونه ونه ګوري.

ولس ټول هغه وپيژندل چې پرې باور یې کاوه، ټاکنو کې ځینو مشرانو زړونو ته لاره وکړه او ځینو له ډيرو زړونو رخصت واخیست، په ولایتونو کې د یو شمېر مشرانو اوسنۍ چیغې او ګواښونه ددې لپاره دي چې خپله ماتې ته یوه داسې لاره وګوري چې وښيي چې ماتې یې نه ده خوړلې، خو نه ، داسې نه ده، داسې ماتې يې وخوړه چې کله یې هم فکر نه و کړی.

اوس چې خبره د بحران او جنګونو راځي، هیڅ خبره نشته، ولس له جنګه ستړی دی، هغه چې د بحران چیغې وهي، یواځې ګواښ کوي، هغه چې د جنګ چیغې وهي، یواځې غواړي خپلو پلویانو ته ځان بریالۍ وښيي، په کمېسیونونو او حکومت فشار راوړي او بس..

هغه چې جنګونه يې کول، اوس یې نه کوي، هغه وخت يې چې جنګونه کول په کابل کې یې ځمکې او جایدادونه نه و، په کابل کې یې لویي لويي بلند منزلې نه وې، اوس چې په کابل کې هر بلند منزل ګوري، یو له دوی یې پکې شریک دی، هغه مهال چې د جنګ خبره رامنځ ته کیږي، دوی فکر کوي چې هره مرمۍ یې زمونږ بلند منزل خوري او پانګه مو له منځه ځي.

دا یوه سیاسي مبارزه وه، داسې ښکاري چې اصلاحاتو او همګرايی ماتې خوړلې، باید چیغې ووهي، ځکه دوی دا ځل د ماتې په نیت نه و راوتلي، دا ځل ي�� قصد درلود چې له کلونو پس به د ارګ په څوکۍ کیني او د همپالنې حکومت به رامنځ ته کوي، داسې حکومت چې مخکې له مخکې یې وزارتونه او ولایتونه تقسیم شوي دي.

پکار داده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پریکړې ته انتظار وباسو او د هغوی له پریکړو وروسته بیا په دې خبرې وشي، که کمېسیونونه یو میلیون رای هم باطلې کړي، بیا هم د ملت کاندید بریالۍ دی او جمعیت ماتې خوړلې ده، خو داسې هیڅ کله نشي کیدی، څومره چې د جمعیت ټيم د ملت په ټیم د درغلیو تور لګوي، ددې دوه چنده اسناد شته چې د جمعیت ټیم هم درغلۍ کړي دي.

له دوی چې نوره لاره ورکه شوه، امرخېل یې تورن کړ، خو داسې ښکاري چې په خپل رنګ کې یې کوټ وخوړ، ځکه د قانون له مخې پولیس حق نه لري چې د کمېسیون څخه پوښتنه وکړي چې مواد چرته وړي اوولې يې وړې، پولیس دنده لري چې مواد سکورټ کړي او بس.

امرخېل باندې ځکه دا تور پورې شو، چې ددوی ددرغلیو مخنیوی یې کړی و او داسې يې پرې لارې تړلې وې، چې هیڅ خواته ترې نشو تلای، امرخېل لکه څنګه یې چې ژمنه کړې وه چې بریا به د ملت د رایو په اساس وي، نه د درغلیو همغسې يې ثابته کړه او د امرخېل او ظاهر قضيي تر څیړلو به هر څه روښانه شي، چې دا یوه دسیسه وه، هغه دسیسه چې جوړوونکي پکې پاتې راغلي دي.

عبدالله فکر کوي چې ولس هغه دی چې دې ته یې رای ورکړې او هغه چې بل ټیم ته یې رای ورکړې، هغه ولس نه دی، له همدې امله ګواښ کوي چې دی د ولس کاندید و او سیال یې یواځې په درغلیو ډاډه و، خو نه هر څه په ډاګه شول، ولس خپل کاندید وښود، اوس یې چې نه مني دا څه ددې خوښه نه ده.

ټاکنې د نړیوالو څارونکو او نړیوالې ټولنې په حضور کې شوي او دغه ټاکنې یې مشروع بللي، اوس د کمېسیونونو وار دی، هغه کمېسیونونه چې ټول پرې باور لري او د کمېسیونونو له پریکړې وروسته به پایلې مني، د نړیوالو په حضور کې نه ب��ران رامنځ ته کیږي او نه دا دومره توان لري چې بحران رامنځ ته کړي، د ټاکنو ګټونکی معلوم دی، یواځې رسمي اعلان ته یې انتظار وکړی.

0 thoughts on “له ګواښونو مه ویریږئ/ صادق ترابزی”
  1. ګرانو هیواد والو

    لکه څنګه چی محترم لیکوال ورور لیکنه کړی همدا سی ده دی خلکو ته نور څه ندی پا تی بغیر ر مباړو علاوه ددی نه دوی بحران جوړوی شی مونږ څه قرا ن وهلی یو ددوی نه لس چنده زمونږ ځوانانو نیرو او توانایی زیا ته ده لاس یی خلاص توره یی تیره خدای منی هغه څه غو بل جوړ کړو چی دوی یی طمعه نه وی کړی وسلام

ځواب ورکول h.zmary ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *