تاند- له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به د نړیوال بانک پخوانی چارواکی او د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی وګټي.

د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې اشرف غني احمدزی به په حیرانوونکي ډول د خپلو متنازع شریکانو په مرسته د شنبې د ورځې انتخابات وګټي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د ولسمشرۍ د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې ښاغلي غني په سلو کې ۳۱ اعشاریه ۵ او ښاغلي عبدالله په سلو کې ۴۴ اعشاریه ۵ رایې ګټلې وې خو یوه تازه نظرپوښتنه، چې پرون خپره شوه، ښيي چې په سلو کې ۴۹ د اشرف غني ملاتړ کوي او په سلو کې ۴۲ د عبدالله عبدالله.

ویل کېږي چې د اشرف غني احمدزي په بري کې یو مهم عامل جنرال عبدالرشید دوستم دی.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې د دې نظرپوښتنې نتیجه د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم رد کړه، ویې ویل چې د حمل د شپاړسمې نېټې تر انتخاباتو مخکې هم په یوه نظرپوښتنه کې ویل شوي و چې تر ټولو زیاتې رایې به اشرف غني احمدزی وګټي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین یوه غړي او سلاکار محمد صیقل وویل:«دا (نظرپوښتنه) موږ ته بې معنا ده.»

په افغانستان کې پر نظرپوښتنو لا هم ډېر اعتماد نه کېږي او ډېر شنونکي باور لري چې ښاغلی غني باید له سخت او قوي انتخاباتي کمپاین سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ټیلګراف ورځپاڼې راپور (انګلیسي)

په دري ژبه بشپړه ژباړه

0 thoughts on “له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم اشرف غني انتخابات ګټي”
  1. دا خو جوته ده چي د افغانستان ډیر وګړي که څه هم له بیلا بیل اقوامو څخه دی د ډاکتر صیب اشرف غني پلوي کوي او په دا کي شک نسته چي د نظر پوښتنو په اساس ډاکټر صیب اشرف غني بریالی ده، خو په افغانستان کي دا نظر پوښتني بې فایدې یا کومه خاصه اغیزه نه لري ولي چي مخالف لوری په فساد ککړ او په دولت کي په لویه کچه پلوي لری، او په لري پرتو سیمو کي قصداْ ناامني جوړه کړې چي خلګ رایه و نه کاروي او صندوخونه ددوۍ خلګ په خپل رضا ډک کړي او دولت د دوۍ په وړاندي چپ پاته ده ولي چي توان یې نلري

    مننه
    نقیب کانادا

  2. مونږ ډاډ ورکو چې ډاکتر اشرف غني احمدزی به د دوهم پړاو انتخاباتو کې به بریالی کیږي دا ځکه هغه د نړۍ دویم مفکر دی او کولی شي چې یوه ښه مدیریت د افغانستان وکړي او ډاکتر عبدالله کاري تجربه نه لري او نه شي کولی چې په افغانستان کې سوله راولي
    ژوندی دې وي ډاکتر اشرف غني احمدزی

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *