۱: ارمانونو او هیلو ته رسېدل کله اسانه شي، د پرون ناشونې نن شونې خو قناعت کول پکار دي نه پرون پسې افسوس

۲: د ژوند له نوې پړاو سره ډیر څه نوي کېږي انسان باید سازش وکړي او نوي بدلونونه بدرګه کړي ،نوې ماحول او چاپریال کله زړه تنګې او د نه منلو ‍شي خو د صبر میوه ډیره خوږه ده دا راته مالومه شوه

۳: کله ، کله باید حقیقت ته حقیقت ونه ویل شي او پټ وساتل شي ،ځکه کله حقیقت د منلو وړ نه وي ، ډیرو ته مالوم وي ، ډیر پرې خبر وي خو که ته وغواړې ثبوتولې یې نشې

۴: ډول، ډول وګړي شته له هر ډول وګړو سره د هغوې په څیر او ډول چلند کله ګټه هم لري

۵: له یوې خوا  ،نه مینه کیږي ،نه نفرت او نه هم درنښت

۶: کله کله د نیکۍ، ښه چلند مینې او صداقت په وړاندې کرکې او بدې رویې ته په تمه اوسې

۷: د ژوند خوند په زده کړه  کار او دنده کې دې

۸: ښه ملګري له خور ، ورور او …. هم ښه لارښود او همدرد کیدای شي

۹: د شیبو قدر باید وشي ، اړیکې دوستي او ملګرتیا باید په سمه وپالل شي

۱۰: د مور پلار ، خور او ورور مینه هیڅ سیال نه لري

۱۱:   له وګړو د مینې او ریښتینولې تمه زړه ماتوي

۱۲:  د ژوند لوري ژر اوړي را اوړي ، کله ژوند یو او کله  بل ډول شي

۱۳:   د وګړو ښه او بد دواړه یادیږي

۱۴: که چاپریال بدلون وکړي ، بد انسان ښه نه ګرځي او نه ښه ، بد

۱۵: صحت او روغتیا لوی نعمت دی

۱۶: ډیر غمونه جنجالونه خو خوشحالۍ کمې دي

۱۷:  تلاوت او د ایمان تازه والې خوند کوي

۱۸:سجده کې له زړه دعا  قبلیږي او په سجده کې دعاګانې زړه تشوي

۱۹: دیني مطالعه  د ژوند مفهوم وړاندې کوي

۲۰:  د دې فاني نړۍ له خواهشاتو د ځان خلاصون له الله او رسول سره مینه ، عبادت ذکر او تلاوت  د ژوند ارامي خوشالي  او سوکالي ده.

۲۱: او ………

3 thoughts on “له ۲۰۱۵ کال مې زده کړل/ نویده خوشبو”
  1. ګرانې او مسلمانې خورې!
    درنو او مینه والو لوستونکو
    سلامونه او خورا نېکې هیلې درته ډالۍ کوم. په خورا ښوڅیزونو مو سترګې رڼې شوې دي، یوازې د وروستي ټکې په اړه دا لاندې څه تاسو ټولو ته ډالۍ کوم:
    کله چې دانسان په ژوند کې د الله تعالی او د هغه د سپېڅلي استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره مینه، راز او خواله وموندل شي، ژوند ته بل خوند او بل رنګ ورکړي، ژوند دومره نرم او آرام شي، چې غم، درد، مرګ او ژوند په انساني طبیعت باندې بیا یوشان لږیږي او تردې هم لا زیات چې ظاهري بریالیتوب او پاته راتلل ټول په زړه پورې شي.
    هو! ګرانې خورې یو شي سخت زیات ګران او مشکل شي او هغه د الله تعالی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره د مینې، راز او نیاز له انساني زړګي ورکېدل یا کډه کېدل دي. الله مه کړه چې څوک له دغه شان یوه بې ساري آزمېښت سره مخامخ شي.
    اللهم آمین ثم آمین

  2. ډیره په زړه پوری لیکنه ده خورجانې واقعیت له وخت څخه درس اخیستل کیږی تجربی ترلاسه کیږی او همداسی کیږی لکه تاچې اشاره ورته کړی ده

ځواب ورکول سیداغا ژمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *