تاند- له شاوخوا شپږو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا بې پېلوټه الوتکو پر قبایلي سیمو برید وکړ.

پاکستاني چارواکي وايي چې پرون /چهارشنبه/ د بې پېلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه ۶ سخت دریځي د پاکستان په قبایلي سیمه کې ووژل شول.

ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۴ ازبک دي او دوه نور پنجابیان.

دا د پاکستان پر قبایلي سیمه سږ کال د امریکا د بې پېلوټه الوتکو لومړنۍ حمله وه.

چارواکي وايي، بې پېلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان په درګه منډي سیمه کې یو موټر او یو کور په توغندو وویشت.

شمالي وزیرستان د حقاني شبکې او ازبک سخت دریځو مرکز بلل کېږي.

دا برید وروسته له دې وشو چې پاکستاني طالبانو تایید کړه چې ازبک سخت دریځو د دوشنبې په شپه د کراچۍ پر هوايي ډګر برید کړی و چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۳۷ تنه ووژل شول.

د پاکستان پر خاوره د بې پېلوټه الوتکې وروستۍ حمله د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲۵مه شوې وه چې درې مشکوک سخت دریځي پکې وژل شوي ول.

د رسنیو د راپور له مخې د پاکستان پر قبایلي سیمو موقتاً د پاکستان د حکومت په غوښتنه درول شوي ول.

د امریکا بې پېلوټه الوتکو په داسي وخت کې پر قبایلي سیمو برید وکړ چې د پاکستاني طالبانو پام د پاکستان د حکومت او پوځ لور ته اوښتی او هیله کېده چې پاکستاني طالبان به له افغانستانه پیڅې ورټولې کړي.

0 thoughts on “له ۶ میاشتو وروسته پر قبایلو بې پېلوټه الوتکې برید وکړ”
  1. د پاکستان په رضا بند شوی ول او د پاکستان په رضا بیا پیل شول، که څوک نه پوهیږی نو کم عقله به وی

    الله دی د مسلمانانو په خاصه بیا د پښتنو قاتل چټلیستان نیست و نابود کړی

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *