تاند:(ابوبكر جبارخېل)- وروسته له هغې چې امریکايي ورځپاڼې ډیلي بیسټ تیره میاشت په یو راپور کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د لرغونو اثارو د ساتنې په باب د یو میلیون ډالرو په اختلاس او بډو تورن کړ، اوس له اداري فساد سره  د مبارزې  د ادارې مشر ډاکتر عزيزالله لودين وايي  په ايمان سره  ويلى شي چې د ډاکتر رهين په باب تورونه  نه شي منلی.

باختر دولتي اژانس د معلوماتو پر اساس ډاکتر لودين ويلي دي: (( که چيري څوک  د ډاکتر رهين په باره کې  د دغه تور په باب په قرآن قسم ياد کړي زه باور نه لرم.))

ده زياته کړې ده، چې له مطبوعاتو څخه یې غوښتنه دا ده  چې  د ډاکتر رهين په شان د پاکو شخصيتونو ترڅنګ دې ودريږي  او هغوی پياوړي کړي.

ډاکتر لودين زياته کړې ده  د يومليون ډالرو له جملې څخه چې دوه سوه نهه ويشت زره ډالره يې د اطلاعاتو او کلتور  وزارت ته ورکړشوي دي رهین په شفاف ډول  د هغه حساب وړاندې کړى دى.

همداراز لودين په صراحت سره زیاته کړه: ((  هغه کسان  چې دغه شان تورونه لګوي  له هغوي څخه دې پوښتنه وشي  چې د هغوي تير کارونه او کړه وړه څه ډول و، او خلکو ته يې  څه خدمت کړى دى.))

ياده دې وي، چې ډیلي بیسټ امریکايي ورځپاڼې تیره مياشت په یوه راپور کې څرګنده کړې وه چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د افغانستان هغه یو ملیون ډالره مرسته وهلې چې د لرغونو اثارو د ساتنې او په دې برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د کلتور وزارت ته ورکړای شوې وې وه.

ډیلي بیسټ په خپل راپور کې ویلي، ښاغلي رهین په ۲۰۰۳ میلادي کال د هند له یوه شتمن بشرپال او د یونسکو د ښه نیت سفیر مدانجیت سینګ سره د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ. د دې موافقې پر اساس سینګ او یونسکو ژمنه وکړه چې د کابل د ویجاړ شوي کلتوري میراث د مرکز له بیارغولو او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یوملیون ډالره مرسته ورکړي.

خو ورځپاڼې د ښاغلي رهین د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخوانیو جګپوړو چارواکو په قول ویلي، چې ده په ځای د دې چې په دې پیسو د افغانستان ویاړمن تاریخي هویت خوندي او تشهیر کړي، دا پیسې غلا او حیف و میل کړې.

ډیلي بیست ته د رهین پخوانیو همکارانو ویلي چې د کلتور وزارت د مرستې یوه وړه ذره هم ونه لیده. حقیقت دا دی چې د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره شوې مرسته نه د کلتور وزارت ته ورسېده او نه د مالیې وزارت پرې خبر شو خو یوازې رهین پوهېږي چې دا مرسته چیري ولاړه.

ډیلي بیسټ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني چارواکي عبدالواسع فیروزي په قول ویلي چې رهین په پټه پیسې په ۲۰۰۳ میلادي کال په ملي بانک کې خپل شخصي حساب یا اکاونټ ته ولېږلې او خپله ساتیري یې پرې وکړه.

ښاغلی فیروزي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت جګپوړی چارواکی، د کلتوري میراث د مرکز رييس او پر رهین د فساد د تورونو د څېړنې لپاره د ګومارل شوې کمېټې غړی پاتې شوی دی.

خو رهین تيره مياشت ويلي و، پر ده د فساد تورونه هغو همکارانو یې لګولي چې ده برطرفه کړي وو او غواړي چې له ده څخه غچ واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پخواني چارواکي وايي چې د رهین د هغه شخصي بانکي حساب د موجودیت څرک، چې ادعا کېږي د وزارت پیسې یې ورته انتقال کړي دي، په ۲۰۰۷ میلادي کال کې وروسته له دې ولګېد چې رهین له وزارته لېري شو.

ډیلي بیست لیکلي، سره له دې چې ولسي جرګې په ۲۰۰۶ کال رهین د سو مدیریت، فساد، ایرانپالنې او خویش خورۍ په تور سلب اعتماد کړ، له کرزي سره د انډیوالۍ له برکته په هند کې سفیر شو.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

3 thoughts on “لودين وايي د ډاکتر رهين پرخلاف د اختلاس تورونه نه شي منلى”
  1. که رهین په فساد کې لاس نه لري نو په تیرو لسو کلونوکې یې په امریکا کې د لسو نه زیات کورنو چې هر یو یې د یو ملیون ډالرو څخه زیات ارزښت لري د کومه کړل تر روهین خائین او متعصب او د پښتنو په ضد بل کس زه د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې نه وینم

  2. دخندا وړخبره ده لودین صاحب په اوسنی اداره کی دکومه فرشته ده چی په فساد
    کی لاس نه لری

ځواب ورکول yaghee ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *