تاند- بالاخره د مشهور ملیاردر ایلن مسک د چټک رېلګاډي یا هایپرلوپ تونل پرانیستل شو.

په دې تونل کې د ده د ټیسلا ایس ماډل موټر د ګڼ شمېر مېلمنو او خبریالانو په مخکې حرکت وکړ.

د دې تونل تمځی یا سټېشن په یوه هستوګنه سیمه کې جوړ شوی چې یو لیفټ لري او د هغه په وسیله د ټیسلا ۵ ماډل موټر تر مځکې لاندې ۳۰ فوټه ژور کښته کړای شو.

دا تونل یو مایل اوږدوالی لري او سپرلۍ پکې تر مترو ژر منزل ته رسېږي.

د هایپرلوپ سرعت په ساعت کې ۵۰ مایله دی خو ایلن مسک وايي چې نورو تونلونو کې به سرعت په ساعت کې ۱۵۰ مایلو ته ورسوي.

مسک په نړۍ کې تر ټولو د اوږده تونل د جوړولو پلان لري.

دا تونل، چې له هایپرلوپ (Hyperloop) تکنالوزۍ څخه په استفادې جوړېږي، سپرلي به له واشنګټن څخه تر نیویارک پورې په ۲۹ دقیقو کې رسوي.

One thought on “لومړنی هایپرلوپ وازمویل شو”
  1. ښکلي مطلب دی ، خو کاشکې د انګلیسي مقیاسي واحدونو لکه د فوټ او مایل پرځای نړیوال پېژندل شويومقیاسونو او په افغانستان کې رسمي مروج مقیاسونو باندې تبدیل او محاسبه شوي واي.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *