وقوله تعالی إن الحكم إلا لله أمر ألا تعبدوا إلا إياه سورة یوسف.
ژباړه: بیشکه چې دالله په ځمکه باندې يوازي دالله حکم حاکم دی او هغه جل جلاله خپلوبندګانوته امر کوې، ددی چې د الله نه غیر بل د هیڅ شی عبادت مه کوې.علما‌ء کرام وايي چې حکم په دوه قسمه دی اول حکم تکويني چې هغه نظام دعالم چلول اوپه هغه کې تصرف کول دي چې دایواځي الله لره دی، دبل هيڅ مخلوق دخل په کې نسته،  دويم حکم تشريعي دی لکه عبادات امراو نهي، حلال اوحرام اونوربندګي قوانين چې دبندګانودخل پکښي سته خوحکم به دالله وي.
وقوله – و إذ قال ربك للملائكة إني جاعل في الأرض خليفة. سورة  البقرة

ژباړه :یاد که هغه وخت چې الله پاک خپلو بندګانو ملائکو ته وویل چې په تحقیق سره زه په ځمکه کې انسان د ځان خلیفة یا نائب ګرځوم چې زما دحکم فيصلي به کوي.

د اول ایت څخه دا معلومه سوه چې د مسلمانانو په ټولنه کې که وړه (کوچنۍ) وي او که غټه (لويه) (خبره/ موضوع /مسئله) وي د الله حکم به چلیږی او دهغه سره به مسلمان خپل کړه وړه اونورقوانين برابروی.

مفهوم به یی داسی چې دالله دقانون څخه پرته بل هر قانون چې دانسانولخواجوړیږی که دالله دقانون سره په ټکرکې وي نو دا امرمطلق مردود دی هغه که د فرد قانون وي او که دټولني قانون وي.

ددویم ایت مفهوم دادی چې مسلمان د الله په ځمکه د خپل واک په اندازه د الله نائب دی خو پاچا، رئیس جمهور، سلطان، آمر بیا هغه اصلی نائب بلل کېږی چې دده مسئولیت او وظیفه به دا وي چې دی به دالله د قانون سره سم خپل فامیل، ولس اود رعایت په منځ کې تنظیم، عدل او نظام راولي په همدغه چوکاټ کې به خپل د ماتحت چوپړ کوې.

که بالفرض دغه مسئول کس یاکسان دالله د قانون نقض کوې نو دی نه دالله خلیفه بلل کېږی او نه یی فیصله او امر په اسلام اومسلمانانو کې تنفیذيلای سي، یعنی مردود ده،  ځکه چې په دغه صورت کې دی دخپل رب څخه باغي بلل کېږی تر څو بیرته توبه کاږی او دخدای قانون ته رجوع کوې.

موږ په ګران هیواد کې د یو لوی امتحان سره مخامخ یو خو ترډیره دغه امتحان چاته د سر او مال په تاوان تمامیږي او چاته نعوذبالله منها د ایمان په زوال تمامیږي، ددې دوه علته دي يا تعصب اوجهالت چې تعصب خپله په دوه ډوله دی تعصب في المال یاتعصب په مرتبه اورتبه کې اوموږ په دې اخته یو، الله مو دې په خپل فضل ځیني وساتی په رښتیا سره چې دا دواړه ډیر لوی او ارزښتمن شیان دی.

دلویه سره د محارب یعني دهغه کافر سره چې د دنیا په هرګوټ کې دمسلمانانو سره په جنګ کې دوستي کول او یا ورسره معاهده او میثاق کول مطلق حرام دی دلیل یی دالله په کلام سره ثابت دی.
وقوله تعالی: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا(144﴾

(سورة النساء)

ژباړه : ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی نو تاسو په دوستی او ملګرتیا سره هغه کافرانو ته لاس مه ورکوئ چې هغوی د مؤمنانو په ضد جنګیږی، آیا تاسی په دې کار سره غواړئ چې په تاسوباندې دالله لپاره یو ښکاره دلیل وګرځول سي.

په ولا تتخذوا کې لام د نهی دی چې مانا یی منع او پرهیز ددغه کار څخه دی.

خوکه څوک داکاروکړي نوداډيره لویه ګناه ده خو چې کله دا ملګرتیا د قانون په ډول سره کېږی نو دا بیا دالله د قانون په وړاندي ښکاره بغاوت بلل کيږي چې هيڅ انسان ددې حق نلري.

ددی سره سره چې د مشورتي لویې جرګي په نامه چې کوم خلک کابل ته راځي او یا هم دلته دي هغوی به دغه قانون د الله د قانون په ضد پاسه وي (مني) عجيبه لوی جرئت دی؟ ځکه چې دا په هیواد باندې د دولسو کلونو صلیبي یرغل اصلي هدف دی او دهم ددغه هدف لپاره يې په هیواد کې دننه داسی څیرې موندلي دي چې  ددوی دغه ناروا هدف ته د قانون بڼه ورکړي چې لوی علت يې تعصب او یاجهالت دی.

که څه هم چې په دغه جرګه کې به ټوله کسان داسي نه وي خو اکثریت یی بې له شکه د دوی په درمزاویا دهغوی په ورکړل سوې موظف په امر همداسي کسان دي.

دا کېسه یو نوی کارنه دی داد امریکایانو د استخباراتو دپنځه ویشت کلن هغه پلان برخه ده چې دوی په 2000 کې جوړ کړی او تر 2024 پورې به د دوی په آند تطبیق کېږي چې هغه ته په انګریزی کې روډ میپ پلان واییRoad map plan

په دوه زره یو  ۲۰۰۱ ز کال کې دا پلان شروع سوی دی او په تدریح سره به عملی کېږی البته د دوی د پلان مطابق ددې پلان په تطبیق کې ډیرو کسانو ته عهده ورکړل سوې ده او ددې چوپړپه بدل کې یا د منصب او یا دپیسو امتیازات هم ورکړل سوي دي.

په دې جرګه کې به هغه ذمه دار کسان خپله عهده خامخا د امریکا د خوښي مطابق ادا کوې ځکه چې هغوی ددغه ذمه واری د پوره کولو بدله یی اخیستي ده ،خو ډیربي خبره او بي علمه کسان یی د دوهم لاس په جال کې راغلي دي، اوس به ګورو چې په کومه معامله سره به پای ته ورسیږي.

په هر صورت که دغه جرګه مثبته فیصله کوې او که منفی کوې دا کار به کېږي، ځکه چې که دا جرګه د هوکړي فیصله وکړي نو دا کارد هغوی لپاره مثبت دليل دی ځکه چې خپله ورکړل سوې او قبول کړل سوي وعدي يې په دوی باندی پوره کړي، دسبا لپاره به وایې چې دا کار لویي جرګې وکړی او هغه د دوی په اصطلاح دټول ولس نمائنده جرګه وه او که یی منفي نظر ورکړی دا کسان به وايې چې دا خومشورتي جرګه وه د پلان د عملی کېدو ذمه واري به ضرورپوره کوي ځکه چې دوی لا دوړاندې د مشورتي لويې جرګي نوم ورکړی دی مانا داچې دوی یوازي مشوره ورکولای سي دا دحکومت واک دی چې دا کار کوې او که یی نه کوې؟

په هرصورت دا ډیره خطرناکه لوبه ده خوکه دغه قرارداد امضاء کېږي نو د اسلام له نظره مردود دی اوهم دحقوقي لحاظه نيمګړی دی.

دا به څنګه جرګه وي؟

په دي کې شک نسته چې عنعنوې لويه زموږدهيواد لويه کلتوري برخه اوډيرقدراودروندوالی لري مګرکه د دغه نامه څخه ناوړه ګټه اخستل کيږي بيا د جرګې ودروندوالي ته لویه صدمه رسيږي، په هرصورت دغه جرګه د ولس نمائندګي نسې کولای او نه یی اعضاء د ولس په خوښه او دخلکو نمائند ګان کيږي له دې کبله دهغوی پريکړي دولس پریکړه نه بلل کيږي ځکه چې اول خودا اوس ټوله
ولس په دري برخي ویشل سوی دی، اول هغه کسان دي چې دامریکا د یرغل سره راغلي دي او په هیواد باندې دهغوی له خواپه زور سره تپل سوې دي.
دویم – د مقاومت او دهغوی طرفداران دي چې د امریکا په ضد یې مبارزه شروع کړی ده که هغه یوه ډله وي او که ډیري ډلي وي، هغوی وسلوال مقاومت کوې او که په خوله سره وي.
دریم – هغه خاموش ولس دی چې قرباني کېږی خو چاته واک نه ورکوې او نه د روان حالت څخه راضي دي.
دغه دواړه اړخه که دویم دی اوکه دریم دی په دغه جرګه کې برخه نه اخلي او هغوی د هیواد اکثریت جوړه وي مانا داچې دا جرګه یوازی او یوازی د اول قسم خلکو ده چې په هیڅ صورت داسې یوې اړخیزي جرګې ته ملي جرګه نسي ویل کیدلای.
2 – په دغه جرګه کې به چې څومره انسانان راځی هغوی به اکثره انتصابي کسان وې پرته د پارلمان او نیمایی سنا څخه،نودا معلومه ده چې انتصابی خلک د خپل ځان پرته د بل چا نمائندګی نسي کولای .
3 – کوم کسان چې دغه جرګې ته راځې اکثره یې بی سیواده او بې علمه خلک دې تردې چې اکثره کسان به يې خپل نومونه هم نسې لیکلای نو کله چې دهغه د سواد سویه دومره ټیټه وې هغه خوار به د داسې عمیق اوخطرناکه قرارداد په ګټه او تاوان څه و پوهیږي . یوازي دې ته به خوشاله وې چې د لویې جرګي غړي دي او یو څه زهر به هم په خوله کې ورلویدلي وي، نوپه هيڅ صورت داجرګه دملت ممثله نه ده.

د دې قرارداد نیمګړتیاوې او تاوانونه

اول دا چې قضایې مصؤنیت به دخلکو شرعي او خدایی حق تلف کوي، که د ټولې نړی خلک د یو فرد دحق د تلفولو لپاره سره راټول سي په اسلام کې دغه اجتماع باطله ده، ځکه چې د یوه مسلمان حق تلفول او یا یی وینه هدر کول لوی ظلم دی او دغه فیصله کونکي ټول ظالمان بلل کيږي نو د داسې پریکړي کول د هیواد دبې دفاع مسلمان وګړي سره یوازي د یوه سړي ظلم نه بلکې دټولو ظلم دی.
2 – دداسی قرارداد  په کولو سره به افغاني غیرت او کلتور تر پښو لاندې کيږي هغه داچې د تل لپاره به د استعمار تر ښکېلاک لاندې ژوند کوې دنیایی ژوند به یي یوڅه ښه سي خو معنویات او غیرت به یی له منځه ولاړ سي.
3 – اسلامی حیا به ختمه سي ځکه چې غربیان به دلته اخلاقي فساد ته ډیره لمن ووهي ، امریکاچې په کوم ځای کې اډی جوړي کړې دي نو هلته يې د فحش او اخلاقي فساد د ترويجولولپاره ستراتیجی ته ډیره وده ورکړیده.
4 – ددې قرارداد سره به همیشه هغه کسان په اقتدار کې پاته کېږي چې امریکایې تعهداتوته پوره ژمن وي چې په دې سره به خامخا د ولس هغه قشر چې داشغال او احتلال په ضد وې او د خپلواک افغانستان غوښتونکې وې محکوم او محروم پاته کېږي چې داعمل په خپل ځان کې د ولس په منځ کې د نفاق اولوی درز سبب کېږي.
5 – ددې قرارداد سره به په هيواد کې دسولي څرک بیخی ورک سي او جنګونه به نور هم زور اخلي ځکه چې د امریکا حضور او دهغوی داشغال دوام دجنګ عمده علت دی تر څو چې علت وي نو معلول به خامخا ورسره وي.
6 – د امریکا سره د اډول قرارداد د دغه سیمې د هیوادونو لپاره د خطر احساس زیږوي که څه هم چې هغوی به پټه خوله وې خو هیڅکله به لاس تر زني لاندې نه کښیني په هرډول چې کېدلای سي د جنګ اور ته به لمن وهي برعکس موږ وسولې ته اړتیا لرو د جنګ څخه ټول ولس ستړی دی اوداسي نور…

د قرارداد ګټه

1 – د داسی قرارداد ګټه به یوازی هغو کسانو ته رسيږي چې د اقتدارپه ورکړه سره و امریکایی تعهداتو ته ژمن وي.
2 – هغه هیوادونه او کسان به ددې قرارداد څخه ډیر مستفید کېږي چې په وینه تویونه او جنګونو کې ګټه ترلاسه کوې.
3 – هغه چاته به ددې قرارداد ګټه رسیږي چې په غدر، خیانت، ظلم او ادارې فساد سره یې ناروا مالونه او پیسې ډیري کړي وي ترڅو چې هغوی د رښتوني قضاوت څخه ځانونه وساتي.

۴ داچې د ټيټوسترګو راکړه سره د امریکا ډالرلکه اوس چې دي دوام ولري چې بیرته به يي په نوروشيانو یو په څو بدله هم ورکول کيږي زما په نظر چې څه ګټي خولري مګرجانبي عوارض يې ډيرلوی ناوړه اوتاواني دي.

نتیجه

ددغه قرار د تصدیقولو ګټي تر ډیره تر اشخاصو پوري محدودي دي او تاوانونه یې ټولو خلکو ته رسیږي یعني ګټه یې خاصه او ضرر یي عام دی ، خپلواکې د بینه وړي، اسلامی عنعناتو ته سپکاوی کېږي، دهیواد دلوی اکثریت د محکومیت او محرومیت سبب کېږي ، دجنګ دوام او دسولی پروسه خنډمنه کوې ، نود داسي ذليل قرارداد ګټه ترتاوان ډيره لږده. په هر صورت دا قرارداد ظالمانه او غیرعادلانه او د اسلام له نظره مردود دی، ښه به داوې چې د داسي خطرناکه فيصلوڅخه مسلمانان خپل ځانونه وژغوري.

الله پاک مو دې ګران هیواد او مسلمان ولس دظالمانو د ظلمه ، د مداریانو له سازشه، داشرارو له شره ، د دین او وطن ددښمنانو دمکرونو څخه دده د ذات په روی سره راوساتي.
دخپلواک هیواد په هیله

  • عبدالسلام (ضعیف) دلړم دمیاشتي 28
61 thoughts on “لويه جرګه که ډيره زړه وره معامله/ ملاعبدالسلام ضعيف”
  1. ﻣﻼ ﺻﺎﺣب
    !
    ﻗﺮﺍﻥ ﺍﻭ ﺍﺣﺎﺩﻳﺚ ﺩﯼ ټـﻮﻝ ﻣﻨﻮ،
    ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﻣﺨﺎﻟﻒ ﻳﻮ ﺩﺩﯼ ﺗړﻭﻥ
    ﺧﻮ طالبان دې ﺩﺍ ﺧﺒﺮه نه کوي څکه چې طالبانو ﺍﻋﺘﺒﺎﺭ ﺧﻮړﻟـۍ
    ﺗﺎ ﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ګـﻮﺗﻪ ﺩﺭﮐړﯼ،
    ﺍﻭ ﭼﻪ ﺗ ﺩﺍ ﺧﺑﺮﻩ ﮐﻮﯼ ﺯﻣﻮﻧږ ﻟﭙﺎﺭﻩ د ﻫﻐﻪ ﺷﭙﻮﻥ ﻗﻴﺼﻪ ﺩﻩ ﭼﻪ د ﺷﭙﯽ ﺑﻪ ﻳﯽ ﻧﺎﺭﯼ ﮐړﻩ ﭼﻪ د ﮐﻠﯽ ﺧﻠﮑﻮ ﺭﻣﻪ ﻣﯽ ﻟﻴﻮﺍﻧﻮ ﻭﺧﻮړﻩ
    ﭘﻪ ﺩﺭﻧﺎﻭﯼ

    1. چې علت وي معلول به خامخا شتون ولري.

      امریکا دا دولس کاله طالبان ددې لپاره دومره پیاوړي کړل ترڅو د هغوی د خطر او دهشت له ویرې افغان ولس د امریکا سره تړون ته لیواله کړي.

      طالبان د امریکا د شتون مخالف نه، بلکې د امریکا د شتون او پاتیدا اصلي علت دي

  2. ملا صیب ضعیف، الله مو په صحت روغ او ژوندی لره!
    په ريښتیا هم چی ډېر مهم ټکي مو په ګوته کړي او عامه پوهاوی مو شریک کړ.
    الله دې د دې وطن هر قسمه دُښمن ذلیل او رُسوا کړي. آمین

  3. زه دا وایم یو څوک چی په یو هیواد کی اوسیږی د یو سند او تړون له لیاری واوسیږی ښه ده او که بی سنده؟ امریکا سره تړون لاسلیک شی او که نشی دوی به دلته اوسیږی لکه څنګه چی د ۱۰ کلو راهیسی اوسیږی خو دا ښه خبره ده چی د یو سند له لیاری واوسیږی، که چیری طالبان نه وای او د خبیث ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران لاسوهنه نه وای بیا مونږ هیڅ ضرورته دی تړون ته نه درلود زه وایم تر هغی چی افغان ځواکونو او دولت په خپلو پښو نه وی دریدلای نو دا تړون ضروری دی باید چی لاسلیک شی.

  4. سلامونه ګرانه: په دې کې شک نشته چې له یوه پلوه دامریکایانوسره دقراردادلاسلیک کول به شه کارنه وي خودابایدهم له یاده ونه باسوچې ستاسې په اقتدارکې هم ستاسې په څیرخلکوته درتبې ددرکولوهوکړه شوې وه. تاسې اوس هم دامریکا په پیسواودپاکستان په مستقیم کومک په افغانستان کې داسلام دنامه نه په بده ګټه اخستنه اوبدنامونه کې لوی لاس لرۍ. همدغه تاسې یاست چې اسلام مودامریکایانواوپنجابي تورولشکرولپاره بدنام کړ. خدای دې تاسې بدنام کړي! کاش چې تاسې په دغه ایاتونوچې اوس موراوړي له زړه ایمان اوباورکولای خوافسوس چې کله هم تاسې ته داقتداراوچوکۍ ویل شوي له هرڅه ورته تیرشوي یاست.

  5. ضعیف صاحب سلامونه. موږ ته پکار ده چی د هر وخت د قضیی ټول اړخونه په نظر کی ونیسو او باید یو طرفه قضاوت ونکړو.
    ضعیف صاحب وایی چی پهلوان خپل شاګرد ته ټول چالونه ښی خو یو چال تری پټ ساتی. هیله ده چی هغه پټ چل موږ ته رواوښی. نو
    که دا راته ووایی چی که امریکایان لاړ شی دا په کابل کی ناست پهلوانان چی اکثره یی د همسایه او یا لری هیوادونو حلقه په غوږ مزدوران دی په خپل منځ کی سره جوړ شی؟ ایا د پاکستان او ایران دمداخیلو مخنیوی به څوک وکړی؟
    هیڅ افغان نه غواړی بی له څو خرڅ شویو چی امریکایان د په افغانستان کی پاتی شی خو په یوه داسی چوکاټ کی چی افغانانو ته پکشی بی عزتی نه وی که امریکایان پاتی شی څه توان دی؟
    همدغه امریکایانو د سړی جګړی په مهال هم د افغانستان د مجاهیدینو سره دوستی نه لرله او کومکونه یی مجاهیدینو ته نه ورکول؟
    نو که تاسو کومه د حل لاره لری، موږ هم پری خبر کړی

  6. ستاسو خبری حقیقت دای دا لویه جرگه که تڑون امزا کوی نو ستاسی له ڈارہ به یی کوی رازئ تاسی هم خپل مسءولیت پورہ کڑئ اعلان وکڑئ چه کله امریکہ ووزی نو پہ همغه ورز به وسله واله مبارزه پریگدئ د پاکستان خوا به پریگدئ او د سیاست میدان ته به رادانگئ که انتخابات مو وگٹل شیدی مو شه په هغه ورز اسلامی قانون نفاز کڑئ بیا به ٹولسره یو برابر وو ملت به ستاسو پہ شا وی تاسی به هم بیا سم کارونه کوئ د ملت سره به په هر سه کی مشوره او افهام و تفهیم کوئ وسلام مننه

  7. قربان دې شم ضعیف صېیب! ګرانه افغانان خو طالبانو له کړنو له لاسه دغه تړون کوي او باید دغه خبره تر ډېره برېده نه بلکې باید ټوله ومنې ځکه په لومړیو وختو کې ټول ولس د امریکا خلاف و خو د طالبانو اعمالو او د پنجابي او د عربو له لاسه خبره دې ځای ته راورسېده ………وایي د هر سړي نظر د اوریدلو وړ دی اما د منلو وړ نه دی
    نو تاسو خٍله اوس په دې اړوند قضاوت وکړئ
    مننه

  8. د ملا په خبرو عمل ویکی
    خو د ملا په کردار عمل مکویی
    د خو تولو ته معلومات شته چه ظالبان کومه قانون چلول طالبان د اسلام نوم بد کریده خدای د دوی اعمال کیفر ورکوی
    دا خو زه هم منم چه دا قرارداد موژ په گته ندی

  9. ضعیف صاحب نظر ته دی په ټول احترام سره له شرعي اړخه خو داسي مسله وجواجوله چي دا تړون مردد او حرام ده او دا هم واضح ده چي هر څه چي الله د مسلمان لپاره حرام او ناروا ګرځولي هغه په حقیقت کي د مسلمان په ګټه ندي بلکه تاوان يی په نغښتی ده دا چي دا زیان مسلمان په حال کي وینی او که په اینده کي خو حتمي به يي ویني بنا له امریکا سره پدی ټړون کي که احیانا سرته رسیږي د افغانانو او په ټوله کي د مسلمانانو په زیان ده خو داچي تاسو ویلي چي د افغانستان د اشغال پلان په ۲۰۰۰م کال کي د امریکا لخوا جوړ شو درسته نده بلکه معتبر اسناد د کارپوهانو نظریات او تاریخ لیکونکو نظریات او لیکني چي په هغوی کي د امریکا د وخت د چارواکو او استخباراتو د کارکوونکو نظریات هم راځي دا څرګندوي چي هغوی د افغانستان د اشغال پلان افغانستان ته د شوریانو له راتګ نه هم پخوا جوړ کړی وو چي د دی پلان بیلا بیلي برخي په بیلابیلو وختونو کي د افغانانو (د وخت د چارواکو)لخوا په شعوري یا غیری شعوري ډول تکیملي شوي او لاهم تکمیلږي چي پدی کي ستاسو (طالبانو د نظام)برخه هم جوته ده د کلینټن په خاطراتو کي چي نوی د کتاب په بڼه چاپ سوی په واضح لیکي: (د طالبانو له راتګ نه مخکی مونږ په کابل کي د مجاهدینو د حکومت له جوړیدو مخنیوی کړی وو)په هر صورت د دي ملک روان بحران ډیر لوی ده او ممکن په دعاګانو هم کار وو نه شي تر څو ټول هیوادوال په یوه واحده نظریه او منشور سره سلا وو نه کړی او حکیمانه لار ځانته غوره نکړي فکر نه کیږي په جګړه يي هم شل کړو زه چی پخپله د روانی دولس کلني جګړی قربانی یم د دي جګړي هره لحظه د مظلوم ملت ژوند اخلي او خو انشاالله چی د دي مظالمو حساب به الله دتیرو څلورو لیسزو له هر یو آمر سره وکړی . ش

  10. انالله وانا الیه راجعون
    دا هم زمونږ د ملک نمائنده او سفيروو؟
    په دي کي د (( دوستي )) مسئله له کومه راغله؟
    دلته خو اوس د کافر سره د معاهدي په اړه مشوره کیږي ،
    آیا د کافر حربی/غیر حربی سره معاهده کول حرام کار دی؟
    د خداي په خاطر ، لويه جرګه پريږدئ ، په دي کي دیني علماء، قانون پوهان دي، اهل حل وعقد موجود دي هغوي په پټو سترګو قرارداد نه کوي هغوي د دوستي خبره نه کوي هغوي له یوه کافرسره معاهده کو، په فائده او نقصاناتو يي غور کوي.
    ګرانه ته خو خپل ځانته هم وګوره ، ته او ستا ملګري له کومه ځایه تنخوا او امکانات برابروي؟
    هغوي د همدغو کفارو سره معاهدي نه لري؟ هغوي په دي معاهدو د کافرانو دوستان شوي که نه دي شوي.
    که شوي وي نو بیا ته هم د کافرانو د دوستانو وظیفه خور يې، او که هغوي په دغو معاهدو د کافرانو دوستان نه دي ګرځیدلي نو بیا به د کرزي حکومت ولي ددغه آیت لاندي راځي.
    ماته ضمانت راکړه!
    که امریکایان ووتل، نو بیابه هم ستا جنګ دوام کوي ، ته ماته ددي ضمانت راکړه چي د امریکایانو له وتلو نه ورسته به مونږ جنګ نه کوو؟ طالب به د پاکستان توپانچه ، مزدور او جلاد نه ګرځي!
    که امریکایان ټول په ټوله ووځي بیا به هم ستا لس کاله د افغانستان له حکومت سره جنګ یي!
    مثال يی د نجیب حکومت واخله .
    کله چي د لکونو خلکو د وژني او ويني تووني په نتیجه کي د افغانستان موجوده ملي اردو ختم شي، نو تظیمي جګړي به شروع شي، نو تاسي به د پخوا په شان لس کاله له تنظیمونو سره جګړه کوئ، مثال يی د طالب پخوانئ رژیم واخله .
    په دي دوران کي به په لکونو خلک در په دره، بی کوره ، مهاجر ، بي پته او بي عزته شي.
    د کابل ميړوښي ښځي به بیا د غربت له لاسه وديږي .
    د کابل انجيني به بيا خرڅي او هرا منډي ته ورسيږي.
    آه ه ه ه ه ه ه ه
    په آخر کي یوه زړه بوږونکی کیسه د عبرت اخستلو په موخه درته لیکم:
    د طالب د رژیم په وخت کي يي زمونږ علاقي ته يي یوه سپین ګيري سړي ته ښائښته کابلۍ ښځه راوړه، چي شپه شوه د ناوي مخي ته ډول ډول خوراکونه کیښودل شوو، ناوي چي خوراکونو ته وکتل یو دم يي بي اختياره سخته ژړا شروع کړه ، د ډیر ځنډ ورسته خلکو ورڅخه وپوښتل چي ولي ژاړي خیر خو به وي.
    ښځي ورته وویل: ماته مي هغه وږي لوڼه زامن او ميړه را یاد شول چي هغوي به اوس په لوږه ويده کيږي، زه میړوښه ښځه یم، کوم سړي چي تاته په لاس درکړم هغه زما میړه وو د لوږي او فقر له لاسه يی په دغه سپین ګیري خرڅه کړم…
    د تحقیق نه پس د ښځي خبره سله په سله صحیح وه.
    کاش چي د منطق او دليل کار وای نو ډیر علماء شته چي له تاسي سره مخامخ یا د لیکلو په ذریعه مناظره هم وکړي.
    تاندوالو ته په کار ده چي په دي اړه که د مناظري امکانات وي، په لیکني بڼه کي مناظره او دجانبینو څخه دلاېل طلب کړي

  11. Mola saheb,

    Sanga, laka che tankwa /ma-ash dar bande band shewai dai?

    Ta kho ham da so kala de us DOLLAR NOSHIJAN KRAL.

    AYA TASE DE PANJABYANO LASPOSI NAWEI?

  12. Tsomra she ye wayeli di: ” Mula bel ta mesaley kawi kho khpela prey hamley kawi”. De mula zrhe yakh ne dai pe dey khwaar ules bandey, bya ghwarhi chey pe hewaad key andokhar jorh krhi aw pe dam chof hekoomat wekrhi.
    Taso chey pe talibanizm key de khalko saroona pe zor khraiel aw pradei shezey pe keybaloono waheley no halta mo afghani aw pashtani gheroor cheyrey woo. Tol gherat mo de Panjaab de gholamai tsekha sadaqa kerhai woo.

  13. دا زهرو غړپ د طالب له لاسه ګوټ کوو.
    که دا ونکړم نو :
    د امریکي له وتلو سره سمدس کوڅه په کوڅه جنګ شروع کيږي
    زمونږ ملي اردو یوه میاشت هم خپل مصاریف نه شي پوره کولی
    زما ملي اردو، ملي پولیس ملي شتمني ختميږي
    مونږ بیا بي سر نوشته پاتي کیږو
    زمونږ ښځي او لوڼي بیا د شمشاد، څڅوبي په لاره مزلو ته مجبوریږي.
    مونږ به بیا د ایران او پاکستان په کیمپنونو کي ذليله کيږو
    په مونږ به بیا رقص مرده کیږي،
    زمونږ قیمتي کورونه بیا د لیلام په بیه خرڅیږي
    زمونږ په هر مکتب کي بیا د شروط الصلات نصاب تطبیقیږي.
    زما پوهنتون / مکتب په د چړيانو په مدرسه بدلیږي

  14. ښاغلی ملاضعیف یو ریښتنی اوپاک افغان دی زه دده دپورتنی لیکنی سره سل په سلو کی موافق یم

    والسلام

  15. انالله وانا الیه راجعون
    دا هم زمونږ د ملک نمائنده او سفيروو؟
    په دي کي د (( دوستي )) مسئله له کومه راغله؟
    دلته خو اوس د کافر سره د معاهدي په اړه مشوره کیږي ،
    آیا د کافر حربی/غیر حربی سره معاهده کول حرام کار دی؟
    د خداي په خاطر ، لويه جرګه پريږدئ ، په دي کي دیني علماء، قانون پوهان دي، اهل حل وعقد موجود دي هغوي په پټو سترګو قرارداد نه کوي هغوي د دوستي خبره نه کوي هغوي له یوه کافرسره د معاهدي په لټه کي دي ، په فائده او نقصاناتو يي غور کوي.
    ګرانه ته خو خپل ځانته هم وګوره ، ته او ستا ملګري له کومه ځایه تنخوا او امکانات برابروي؟
    هغوي د همدغو کفارو سره معاهدي نه لري؟ هغوي په دي معاهدو د کافرانو دوستان شوي که نه دي شوي.
    که شوي وي نو بیا ته هم د کافرانو د دوستانو وظیفه خور يې، او که هغوي په دغو معاهدو د کافرانو دوستان نه دي ګرځیدلي نو بیا به د کرزي حکومت ولي ددغه آیت لاندي راځي.
    ماته ضمانت راکړه!
    که امریکایان ووتل، نو بیابه هم ستا جنګ دوام کوي ، ته ماته ددي ضمانت راکړه چي د امریکایانو له وتلو نه ورسته به مونږ جنګ نه کوو؟ طالب به د پاکستان توپانچه ، مزدور او جلاد نه ګرځي!
    که امریکایان ټول په ټوله ووځي بیا به هم ستا لس کاله د افغانستان له حکومت سره جنګ یي!
    مثال يی د نجیب حکومت واخله .
    کله چي د لکونو خلکو د وژني او ويني تووني په نتیجه کي د افغانستان موجوده ملي اردو ختم شي، نو تظیمي جګړي به شروع شي، نو تاسي به د پخوا په شان لس کاله له تنظیمونو سره جګړه کوئ، مثال يی د طالب پخوانئ رژیم واخله .
    په دي دوران کي به په لکونو خلک در په دره، بی کوره ، مهاجر ، بي پته او بي عزته شي.
    د کابل ميړوښي ښځي به بیا د غربت له لاسه وديږي .
    د کابل انجيني به بيا خرڅي او هرا منډي ته ورسيږي.
    آه ه ه ه ه ه ه ه
    په آخر کي یوه زړه بوږونکی کیسه د عبرت اخستلو په موخه درته لیکم:
    د طالب د رژیم په وخت کي يي زمونږ علاقي ته يي یوه سپین ګيري سړي ته ښائښته کابلۍ ښځه راوړه، چي شپه شوه د ناوي مخي ته ډول ډول خوراکونه کیښودل شوو، ناوي چي خوراکونو ته وکتل یو دم يي بي اختياره سخته ژړا شروع کړه ، د ډیر ځنډ ورسته خلکو ورڅخه وپوښتل چي ولي ژاړي خیر خو به وي.
    ښځي ورته وویل: ماته مي هغه وږي لوڼه زامن او ميړه را یاد شول چي هغوي به اوس په لوږه ويده کيږي، زه میړوښه ښځه یم، کوم سړي چي تاته په لاس درکړم هغه زما میړه وو د لوږي او فقر له لاسه يی په دغه سپین ګیري خرڅه کړم…
    د تحقیق نه پس د ښځي خبره سله په سله صحیح وه.
    کاش چي د منطق او دليل کار وای نو ډیر علماء شته چي له تاسي سره مخامخ یا د لیکلو په ذریعه مناظره هم وکړي.
    تاندوالو ته په کار ده چي په دي اړه که د مناظري امکانات وي، په لیکني بڼه کي مناظره او دجانبینو څخه دلاېل طلب کړي

  16. د افغانستان جګړه دیني نه ده. که دا جګړه د دین خلاف وای، نو همدې امریکا به له مسلمانانو سره په نوره نړۍ کې هم ستونزه درلودلای، او مسلمانانو به په نوره نړۍ کې له امریکایانو سره جګړه درلودای. خو نه مسلمانان له افغانستانه د باندې په امریکا غرض کوي، نه امریکا له هېواده د باندې پر مسلمانانو، حتی په طالبانو غرض کوي. بلکې همدې امریکا په بالکان کې د عیسویانو خلاف او د مسلمانانو په نفعه بمباردونه کول، او مسلمانانو ته یې وسلې ورکولې.

    په دین کې چې څوک حربي کافر ګڼل کېدای شي، هغه کافر دی چې د دیني جګړه کوي. دا دیني جګړه نه ده، د منافعو جګړه ده.
    که موږ دا ومنو چې دا جګړه د دین خلاف ده، بیا باید دا هم ومنو چې زموږ اردو د دین خلاف جنګېږي، حال دا چې داسې نه ده. دا ګمراه کوونکي پنجابي تبلیغات دي.

  17. Don’t follow these as you want but follow the qur’aan and and Sunnah of the Hazrat Muhammad (PBUH) so why Hazrat Umar (R) success because he was following the deen and sunnah you can manage all the world and do better business than others

  18. سلام گرانو مسلمانانوافغانانو!.اسلام یاکفن… مسلمان تہ معیاراسلام اومسلمان پشتون تہ معیارننگ دی سہ رنگہ تاسوتہ پہ دلیل سرہ مولوی صاحب مسالہ روشانہ کڑہ.داسلام لہ نظرہ پہ قطعی ڈول مردود.دپشتو لہ نظرہ دیوچاکورتہ بی اجازی داخلیلدل.قضاوت پہ خپلہ وکڑی.داھرسہ دشمالی ٹلوالی بیادھغہ جھادی منافیقنولہ لاسہ چی دامریکاپہ پیسوسپارہ کابل تہ داخل شو.نہ دعمرلہ لاسہ اویادخپل عمل لہ لاسہ .آیاامریکاستاپہ کنر دپاکستان لہ لوری بریدونوتہ جواب ورکڑ.لنڈہ داچی تاریخ ولولی پہ دی درواعجنہ میڈ یازان مہ دھوکہ کوی …اسلام یاکفن…

  19. زموږ ټول خلګ په تيرو رژيمو کي سخت ربړېدلي دي او و د امريکا په تجاوز کي بيا يوازي پښتانه بې اندازې وکړېدل او دا لړۍ روانه ده،په و طن کي اداري فساد،فحشا،بې عدالتي ،د انسانانو تجارت، د هيروينوـ ترياکوـ چرسو ـ الهکولو او سلاح تجارت او نور ضد بشري اعمال د امريکايي دموکراسي ثمره ده . امريکايان د افغانانو پر سترګو نه دي مين ،د امريکايانو غاېه اهداف په راتلونکي څو لسيزو کي د چين سره د سيمي (د سايبريا او منځنۍ اسيا)پر طبيعي منابعو باندي سيالي ده،چين او روسيې ته په راتلونکي طويلل مدت پروژه کي د اسلامپالو په نامه کورنۍ جګړې جوړول… خو بد بختانه زموږ افغاني سياستوالو خپله دې حالت ته زمينه برابره کړه چي افغانستان مود امريکايي اهدافو د رسيدو د خيز په تخته بدل کړ.
    د دې ټولو ظلمونو سره ، بيا هم خلګ تيرو وختو ته په کرکه ګوري او نه غواړي چي شاته ولاړ سي. امکان لري چي په افغاني مشرانو کي د تفاهم مرکزيت پيدا سي او د وطن د نجات عصري لاري چاري وسنجوي!
    بهرنيان په افغانستان کي ناکامه دي ، خو خوند به هغه وخت وکي چي دبهرنيانو سره د خپلواک افغانستان په شان معاهدې امضاء سي.
    صابرارمان

  20. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي ضعيف صيب خبرې ډېرې غوره څرګندونې لري، چې ملت بايد فکر او عمل پرې وکړي. پاکستان د ستونزې يوه برخه ده،، مګر افغان ملت بيا لومړی کمونيستانو په روسانو برباد کړ او ناروغ مملکت يې مجاهدينو ته پرېښود، چې هغوی هم هم معاملې پرې وکړې او هم يې د افغان ولس وينې تويې کړې او بيا يې طالبانو ته له وينو ډک غولی ورپرېښود، چې تاجک، اوزبک، هزاره او پښتنو ټولو د يو او بل وينه تويې کړې وه، چې د کابل ښار په ديوالونو ليکل شوي ول «از زنهای افغان سېر شديم!» نو د دغو شعارونو لاندې کابل طالبانو ته په لاس ورغی، چې پايله يې د ملکولطوايفي پای شو، مګر جګړه نوره هم ۶ ماله اوږده شوه، چې بيا په ننني امريکايي ناورين وواښتله.
    په افغانستان کې ۸۰ سلنه خپله افغانان ملامت دي، ځکه همدغه کمونيستان ول، چې په روس خرڅ شول، همدغه مزاري، محقق او خليلي ول، چې ايران ته يې لکۍ ښوروله، همدغه دوستم، روسل او مالک ول، چې اوزبکستان، تورکيې او روس ته وفادار ول، همدغه اسماعيل خان وو، چې تاجکستان او ايران ته يې وفاداري کوله او همدغه د نظار شورا وه، چې له روس او اروپا سره يې د کولاب مرکز تود ساتلی وو او جمهوريت سياره څوکۍ يې جوړه کړې وه، نو په داسې حال کې، چې دومره د سېپراتيزم (بېلنتوب) کوکري درته کولې وهي او يا دې لکه چينايي سپي له پايڅو نيسي، نو بيا به څه کوې! ښه ويل شوي، چې کږه خوله په سوک سمېږي!
    د تړون ناندره هم په لومړي ګام کې د پښتنو مريتوب دی، چې د ملي ذهنيت، افغاني هويت او اسلامي ارزښتونو تهداب ورمات کړي، نو افغان ولس بايد د مريتوب د قراردادونو مخنيوی وکړي، ځکه دا زموږ فرض دی، چې خپل راتلونکي نسل ته يو هوسا، خپلواک او سمسوره افغانستان ورتسليم کړو، مګر نه له وينو ډک او يا د اجنبي په لومه کې نښتی او پېيلي افغانستان!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  21. ملاصیب تاسي باید دغه موضوع له سياسي او اقتصادي اړخه څيړلي وای نه له دينې اړخه. امنيتي قرارداد مو مردود شميرلي دی.په افغانستان کې د بيلابيلو ډلو نماينده ملايان هریو خپل تحلیل او فتوا لري. ځني ملايان يی سل په سلو کې روابولي،خو ځني يی ستاسي په
    شمول ناروا بولي، ولي باید دا ومنو چې يوازې ستاسې قضاوت او فتوا سمه ده؟؟ دغه قرارداد د يو ضرورت او مجبوريت له مخې کيږي
    خوتاسې دغه مجبوريت ته هيڅ اشاره نه کوی. دا ټول د طالبانو، ، القاعدې او پاکستان له لاسه. که طالبان د خپلو وطنوالو د قتل او د هيواد د ورانولو څخه لاس اخيستی وای، نه به دلته امريکايان واي، نه ناټو او نه دا ټرونونه.

  22. ملا جانه دخدای ج حکم پېژنې او که په دغه خبرو خلګ غولوې ؟ ايا خدای حکم کړی دی چې مکتبونه ویران کړی؟
    د معلمانو، دشاګردانو، دهنرمندانو، د مامورينو، دانجنرانو، دډاکټرانو، دسړک جوړؤونکوغريب کارانو وژنه
    د خدای ج حکم دی؟ امريکا که دلته دبيګناه خلګو د مرګونو سبب سوېده ګيله به نه ځني کوو ستاسي په اصطلاح سره
    کفاردي خدای ج نه پېژنې او د حکمونو څخه يې نا خبره دي مګر تاسي خو ځان ته سوچه مسلمانان واياست ستاسي کم
    عمل د خدای ج د احکامو سره مطابق دی ؟ ٠

  23. محترم ضعیف صاحب کومي خبرې چې تاسو د قران او احادیثو په رڼا کې وکړي ډیرې غوره خبرې وي خو د هر کافر ملت سره معاهده کول د کفارو سره د دوستۍ په معنا نده که داسي وایي نو حضرت محمد ص هم د مکي د کفارو او مشرکینو سره په زیاتو ځایونو کې د مسلمانانو د ښیګنې په موخه معاهدي کړيدي چې یو له هغو څخه هم صلح حدیبیه ده چې پیغمبر اکرم ص د کفارو سره کړي وه نو ددي څخه معلومیږي چې د مسلمانانو د ښیګڼې لپاره د کفارو سره معاهده کول جواز لري تر کومه ځآیه چې د کفارو سره د دوستۍ خبره ده نو په دي خو هر مسلمان ښه پوهیږي چې یو ناروا عمل دی او کفار هیڅکله د مسلمانانو دوست کیدای نشي ځکه الله ج په قران عظیم الشان کې فرمایي ژباړه ای پيغمبره یهود او نصارا به هیڅکله له تاسو څخه راضي نشي څو چې د هغوی د دین تابع داري ونه کړي. په دې ځای کې خبره د کفارو د تابع دارۍ نده د مسلمانانو د مصلت خبره ده او د مسلمانانو د مصحلت او ښګیڼو لپاره د هر کافر سره معاهده کول جواز لري خو په دي شرط چې د احکامو او قوانینو تابع داري به یي نه کوي. اوس مهال افغانان د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان چې ځانته اسلامي هیودونه وایي چې په اصل کې اسلامي هیودونه نه دي له خوا نوره تربوزي راغلي دي . الله پاک په قرانکریم کې فرمایي هر هغه قوم چې فیصلی پرته د الله له قانون څخه په نورو قوانینو کوي هغه فاسق، ظالم او فاسق دی چې دا خبره په دریو مختلفو ایتونو کې ذکر شوې ده نو اوس راته ووایه چې د کویټي شورا او د حقاني شبکه او ورسره نورې ډلو له چاسره د دي حکومت په مخالفت معاهدي کړي دي هغه پاکستان د پیدایښت له ورځي د قران عظیم الشان څخه پرته په انګریزي قانون سره فیصلي کوي او د الله ج د پاک کتاب د پورتنیو ایتونو په رڼا کې یو فاسق، ظالم او کفري نظام دی. اول د کویټي شورا ، د حقاني شبکې او نورو داسي ډلو ته خپل پيغام واستوه چې د پاکستان د کفري نظام سره خپلې معاهدي ماتي او اړیکي پریکړی او بیا د خپل هیواد سره لاس یو کړي نو بیا به هرو مرو هر افغان بچی ستا دا پیغام د سر په سترګو ومني او لکه څرنګه چې د شوري د سوپرطاقت سره جنګیدلي دي د امریکی د کفري نظام سره به هم وجنګیږي. الله ج د مونږ او تاسو ته توفیق راکړي چې ریښتینی مسلمانان شو او د هر کفري نظام که هغه پاکستان وي او که امریکا د یو واحد مسلمان او افغان ملت په توګه مبارزه وکړوږ

    خدای د وکړي چې زما په دي خبرو څوک خفه شوي نه وي څه چې عیان وي نو بیان ته یي اړتیا نشته هر څوک پوهیږي چې غوا توره او پې یي سپيني ديږ

    کامیاب اوسئ

  24. ضعیف صاحب خدائ مو ژوندئ لره کامل مسلمان دقرارداد طرفداری نکوی غلام ذهن لرونکی دخدائ په مقررو باورنلری مرتدیان خپل ژوند دامر یکا په موجد یت کی و ینی دعقل خاوند ته خنداورشی چه دقرارداد طرفدارکسان اصیل افغانان په غلامی تورنوی همدوئ دپخوانیو غلامانوزامن دی ضعیف صاحب دوئ دخدائ پوهه کری نه کوم پنجابی فوجی اوواژه نه امریکائ اونه ایرانی همدوئ دهیواد دورانولو دافغانانو دوژلوتهداب گزاری کر یده خامخا به ددوئ سره حساب کیژی اوشرمیدلی به دافغانانو په مخکی ولاروی

  25. الله پاک مو دې ګران هیواد او مسلمان ولس دطالبانو د ظلمه ، د طالبانو له سازشه، دطالبانو له شره ، د دین او وطن ددښمنانو یعنیطالبانو دمکرونو څخه دده د ذات په روی سره را وساتی
    دخپلواک هیواد په هیله

  26. ضعيف صاحب ته سلامونه او احترامونه ، دضعيف صاحب ميني اومحبت ته له اسلام او وطن سره كه سوك د حقيقت په سترگه نه كوري ، هغه دهغه شخص خپل ضعيفه ميني له اسلام او وطن سره د تمثيل معنا ده ، زكه د ضعيف صاحب تكاليف له اسلا او وطن سره له چا پت ندي!

  27. ملا صاحب تاته هم سلام دی

    همدا تاسو واست چي افغاني غیرت،افغاني غرور، افغاني عنعنات مو په بنجاب کي لیلام کړ ماته ډیره عجبه ښکاره سي چي تاسوافغاني غیرت …..نوم اخلی.
    که د محارب کافر سره تړون نارواوي نو بیا خو دا امر یوازي د افغانانو لپاره نه دی د ټولي اسلامي نړی لپاره دی تاسو باید پر هغه ټولو اسلامي هیوادو دظالمانوفتوا ورکړی چي د امریکا سره تړونونه لري.

  28. Actually, the implementation of US Road Plan Map, which Mullah Zaif has mentioned, had begun at the time of Taliban regime & Taliban themselves emerged for the starting point of the implementation of the plan. How this gentleman oppose the BSA, while they were the even first implementing partners.
    Mullah Zaif & his other fellows: You can not deceive the Afghans anymore, you did nothing for Afghanistan, except killing & devastation. Allah moo Tabah ka (Ameen)

  29. جناب ضعیف صاحب، زه دیو افغان په توګه د امریکایی اډو ملاتړی نه یم، خو ته خپله مخ خدای ته واړوه او داومنه چی طالبان د امریکا او دهغه دنوکر پاکستان لخوا رامنځ ته نه شول؟ که نه د ملا لپاره هرڅه په اسلام جوړ دی او د غیر ملا لپاره دواړه دنیا دوزخ دی. که تاسو په ولس ظلم نه وای کړی نو خدای به پرتاسو هم ظالمان نه مقرورل. بغیر دولس له ډبولونه بله لویه لاسته رواړنه کومه ده؟؟؟ د سی ای ای او ای اس ای بچوڼیو د اټول ستاسو له لاسه.

    په افغانانو د ای اس ای د اسلام د منلو نه تل ترتله لاس ومینځی

  30. You are cause of all these problems in the country. If the taliban and Mujaheedin were reached to common ground for a political settlement and made an Islamic government, by now we had pure Afghan national and Islamic state. You were greedy for the power and Mujaheedin too. You listened to your own master and Mujaheedin to their own master. The poor people are paying the price because of your mistake. Taliban and Mujaheedin both did not listen to Allah.

  31. ملا صاحب عبدالسلام ضعیف ته سلامونه او احترامات وړاندی کووم، اوپس له سلامه له جناب محترم مولوی صاحب نه داپوښتنه کووم چی تاسی محترم له څه وخته راهیسی د لار نقشی په پلان سر خلاص شوی دی، داپوښتنه ځکه مطرح کووم چی درود مپ دعملی کیدو لپاره په شعوری یا غیر شعوری ډول زیات کار د طالبانو د تحریک په وخت وشو، البته داسی نادودی او ناروا کړنی یی د سلام د سپیڅلی دین تر نامه لاندی کولی چی د ټولی نړی پام یی ځانته راواړاوه او په نتیجه کی ښکیلاک ګرو ته دا بهانه پیدا شوه چی افغانستان د ټولی نړی لپاره خطر ده ددی خطر مخه باید ونیول شی، ایا تاسی محترم د خپل قدرت په وخت کی هم کله داسی مشوره خپل امیر ته ورکړی وه او یا مو قرانی ایتونه ورته ددلیل په حیث وړاندی کړی وو، چی داسلام تر نامه لاندی غیر اسلامی کړنی ناروا دی حتی ناروا څه چی مطلق کفر دی، هلته مو دا اسلامی جذبه ولی دومره مړه وه چی داسلام دمقدس دین لپاره مو خپله چوکی نه شوه قربانی کولی، اوس چی نه صلاحیت لری اونه مو کوم کار په وس پوره ده دا مشوری ورکوی ولی مو په هغه وخت کی خپل مشرته ونه ویل چی دغه کارونه کوم چی طالبان کوی اسلامی صبغه نه لری خیر که هغه نه پوهیده تاسی به خپل مسولیت اداکړی وو، نو اوس به مو که نور نه وای نو خبری به مو وزن درلود او دخلکو په زړنون که به یی ځای نیوه ستاسی اوس هغه وخت تیر دی چی خلک نیکی لاری ته دعوت کړۍ ځکه تاسی امتحان ورکړ لکه اوس چی یو شمیر نور جهادی مشران د سټیج له لاری داسلام مقدس دین د خپلو شخصی منافعو د تامین لپاره کاروی ، نور افغانان هغسی ساده نه دی له د جهاد په دور کی او یایی هم له هغه وروسته ستاسی په دور کی هر څه داسلام د مقدس دین تر نامه لاندی په پټو سترګو منل

  32. محترم ضعیف صاحب
    ستاسو په لیکنه کې یو تناقض جوت دی. « ژباړه : ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی نو تاسو په دوستی او ملګرتیا سره هغه کافرانو ته لاس مه ورکوئ چې هغوی د مؤمنانو په ضد جنګیږی، آیا تاسی په دې کار سره غواړئ چې په تاسوباندې دالله لپاره یو ښکاره دلیل وګرځول سي.»
    افغان دولت غواړي د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. ایا امریکا په رښتیا له مسلمانانو سره په جنګ کې ده؟ ته دا منې چې یو داسې دولت چې اټومي وسلې په واک کې لري، د یوه دین له پيراونو سره وجنګېږي او له خپلو ټولو امکاناتو په کې استفاده ونه کړي؟ که امریکا د مسلمانانو نیستي وغواړي، دا کار به د سترګو په رپ کې وکړای شي. تاسې د اټومي بمونو له زوره خبر یاست؟
    واقعیت خو دا دی چې امریکا له ترهګرو سره جنګېږي، نه له مسلمانانو سره او دا هغه کسان دي چې د اسلام د پردې شا ته ځانونه پټ کړي او سل رقمه نارواوې کوي. یو څو مثالونه به یې یاد کړو: په اسلام کې له جنګي اسیر یا یرغمل سره دغسې چلند کېږي چې دوی یې کوي؟ دوی د ملي اردو عسکر چې په ملکي جامو کې کور ته روان وي، له موټره راکښته کوي او بې محاکمې یې حلالوي. دا په اسلام کې شته؟ انتحار په کوم اسلام کې جواز لري چې دوی یې کوي؟ دغه طالبان نه وو چې ښوونځي به یې سوځول او په ښوونځیو کې موجود د قران عظیم الشان نسخې یې سوځولې؟
    هغه ورځې دې هېرې دي چې ستا امربالمعروف والاوو به د خدای اشرف المخلوقات په کېبلونو وهل او د هغوی انساني کرامت ته یې سپکاوی کاوه؟
    ستاسو په اسلامي امارت؟! کې د کامرې ګرځول، عکس اخیستل، موسیقي او فلم حرام وو خو اوس ستا انډیوالان د خپلو عملیاتو، د خپلو وحشیانو اعمالو چې د انسان سرونه غوڅوي، فلمونه اخلي او د خلکو د وېرولو لپاره یې خپروي. موږ کوم اسلام ومنو؟
    بله خبره، ته وايې چې له امنیتي تړون سره به زموږ خپلواکي ختمه شي او د نورو غلامان به شو. ستا طالبان د پاکستان او آی اس آی غلامان نه وو او لا اوس هم نه دي؟ دغه آی اس آی د شمالي تاکونه او شنه باغونه درباندې اره نه کړل؟ رښتیا راته ووایه، همدا اوس طالبان د خپلو عملیاتو لپاره دا پرېمانې پیسې له کومه کوي؟ ایا هغه څوک چې دا پیسې ورکوي، د غلامۍ تمه ځنې نه کوي؟
    اصلاً خبره بل څه ده، ته او ستا ملګري غواړي چې افغانستان د تل لپاره د پاکستان غلام اوسي او د سر د اوچتولو وس پیدا نه کړي.
    له امنیتي تړون سره د پاکستان تمه وخېږي او که خدای کول، افغانستان به یې له شره خلاص شي. افغانستان به دا تړون د یوه سیال په حیث د امریکا له دولت سره لاسلیک کوي، نه د ګوډاګي او غلام په صفت.

  33. ملا گله، موږ لکه تاسو نه یو چی د چا کالیو یا ږیری او قواری باندی کارو ولرو. شخصیت دی محترم دی ولی دا دومره مبارک آیات چی تا لیکلی تر دی دوه برابره آیات موجود دی چی د قتل، غاړی پری کولو، انفجار او انتحار (د ستاسی تالیبانو کارونه) منع کوی. ایا کله مو کومه لیکنه کړی چی په هغوی کی مو د بی ګناه انسانانو وژنه غندلی وی؟! آیا هدف وسیله توجیه کولای شی؟ ګومان مه کوی چی ټول ملت احمقان دی او ستاسو خبرو ته چی متاسفانه په مغرضانه او رذیلانه ډ‌ول یی په مذهبی روایاتو یی پالش کوی، غوږ نیسی. ګومان کوم تاسو بر ما ښه د منافق کلمی پر تعریف او دهغه جزا باندی خبر یاست! له هغه الله و ویریږی چی تاسو بری تل نور ډاروی.

  34. ډیره مننه ضعیف صیب:
    دلته ډیرو هغه وروڼو چی د طالب مخالف دی خو بل لور ته دوی دی تړون ته هم بد وایلی. که تاسی د ضعیف صیب پورتنی مضمون لوستی وی نوموړی خپله ویلی چی دا تړون بعضی ګټی لری چی ګټه یی یوازی اشخاضو ته متوجه ده او له ګټی یی تاوانونه زیات دی. آیا ددی خبری ضمانت څوک ورکولی شی چی د تړون نه وروسته به جنګ ودریږی. اکثره همسایه ملکونه تر چین او روسیی پوری ددی تړون مخالف دی او تشویشونه لری ایا دوی به چپ پاتی شی. که څوک ددی تړون ته ددی لپاره خوشحاله دی چی جنګ به ورسره ورک شی نو هغوی باید دا درک کړی چی دی تړون سره جنګ نه ختمیږی بلکه زیاتیږی. اداری فساد، د قاچاقو تولید، او غربی او منطقوی استخباراتی شبکی به لا قوی او فعاله شی. امریکایان به په اډو کی راته ناست وی،له هغه ځایه به خپلو جاسوسانو ته هدایات ورکوی او افغانان به په خپلو کی سره موشت او ګریوان وی. لږ ژور فکر ته اړتیا ده باید موږ خپلی ملی ګټی له شخصی ګټو قربان نه کړو. که نه نو ټول عمر به ذلیل او خوار یو.

  35. محترم مولوی صاحب
    الله رب العزت دی هغو ځوانانو ته چه دحقیقت نه منکر دی او په سترګو یی د غرب او کفری نړی د بی پته او بی مفهومه آزادی پرده پرته ده هدایت وکړی او کنه الله د د مسلملنانو سیف ته برابر ګړی . خو خیر داسی خلک ډیر دی چه شعور نه لری . مونږ د الله په ځمکه دالله نظام غواړو خو دوی د غرب او دکفری نړی. مونږ د چا پلوی نکو د الله خبره کوو. دوی مردود دی په کفری او بی منطقه دلایلو د الله د احکامو رد کوی دوی سره نه سیاسی شعور سته او نه اسلامی منطق

  36. کرزی هم نن د لویي جرګې د پرانیستلو په ترځ کې خپل غلط ایمان خلکو و ښودلو چې هغه وویل : (( زه دخپل دولسو کلنې کاري دورې څخه مې دا خبره درک کړیده چې صلحه د امریکې په لاس کې ده)) چې دا ډول عقیده د اسلام د مبین دین له اصولو څخه خلاف کاردی. ړ

  37. که د ټولې نړی خلک د یو فرد دحق د تلفولو لپاره سره راټول سي په اسلام کې دغه اجتماع باطله ده

    دا د ملا صاحب ضعیف یوه جمله ده>. ملا صاحب یاد به دې وي چې څو کسه ملایان مو په کابل کې راټول کړل او ومو ویل چې اسامه امریکا ته نه سپارو او دا د علماوو فیصله ده. تاسې د اسامه لپاره فیصلې کولې خو د افغانستان خلک د ټولې نړۍ له حملې سره مخامخ وو. مونږ چې دا لس کاله څومره تباهي ولیده، ستاسې د هماغې ففیصلې نتیجه وه. تاسې چې هر وخت مو خوښه او ګټه وي آیتونه، حدیثونه او شرعي مسایل هماغسې تعبیروئ. ګومان کوم ستاسې خبرې یوازې په نالوستو خلکو کې لا اورېدونکي لري، نور نو خلک در باندې پوی دی.

  38. ملا ضفیف لیکي:
    دغه دواړه اړخه که دویم دی اوکه دریم دی په دغه جرګه کې برخه نه اخلي او هغوی د هیواد اکثریت جوړه وي مانا داچې دا جرګه یوازی او یوازی د اول قسم خلکو ده چې په هیڅ صورت داسې یوې اړخیزي جرګې ته ملي جرګه نسي ویل کیدلای.

    که د اکثریت او اقلیب خبره منې نو ولې انتخابات نه منې؟ ولې خلکو ته د رایې د ورکولو احازه نه ورکوې؟ دا وطن د ټولو افغانانو شریک دی خو طالبان وایي چې صرف د څو کسانو اختیار دې پکې چلېږي. ته او ستا ملګري د ظلم ، د خلکو د ځبلو او وژلو مسولیت په غاړه لرئ.

  39. ملا صاحب یاد دې دي چې ته سفیر وې خو د حقوقو او سیاسي علومو ماهرانو به په کابل کې کچالو خرڅول. یو ملا او سفارت؟ د هغو وختونو ارمان مه کوه، ظلم همېشه نه وي .

  40. کوم کسان چې دغه جرګې ته راځې اکثره یې بی سیواده او بې علمه خلک دې تردې چې اکثره کسان به يې خپل نومونه هم نسې لیکلای

    دا پاس د ملا ضعیف څو کلمې دي. دی ( بې سواده) ته ( بې سیواده) لیکي خو د نورو په سواد باندې شک څرګندوي. عجبه ده

  41. قدرمن ملا صاحب، که ستا زړه دا درته وایي چې د امریکا له وتلو وروسته به په وطن کې وینې نه بهېږي نو بیا دې دا مقاله د زړه د اخلاصه لیکلې ده او چل پکې نشته خو که دې زړه دا نه درته وایي نو د خدای په مخلوق رحم وکړه.

  42. ملا له آیتونو او حدیثونه سؤی استفاده کوی او غواړی په دی بهانه یوځل بیا د پنجابیانو تور غوبل جوړ کړی. نوره د ملا او طالب او چړی کیسه مفته ده . ولس اوس هوښیار شویدی. ملا صاحب خبری ښی کوی خو خبری یی کږی کوی. ستا د حجر دوری امارت مو هم ولید چی د اسلام مبارک دین مو څومره غلط تطبیق او د مسلمانانو له پامه مو ور بد کړ، د یوه نابللی میلمه لپاره دی ټول افغانستان ته اور واچاوه. په زرګونه پښتانه مو د بلا او مرګ خولی ته ورکړل. ته اوس هم د پنجاب نوکر یی ته تر اوسه خپل خیر او شر نه پيژنی . تاته لاتر اوسه د خپل افغان ځوان وژل خدمت ښکاری . د ښوونځی ورانول او سوځولو باندی افتخار کوی. ته نور د مشر توب دعوه نشی کولای.

  43. mula sahib khabari dee dei khi likali. kho wayo kala da aba war aw kala da adi war. tasi ham khpal wakht teer kar aw pa di mazloom melat mo lobi wakri os prigda chee da americaian yeee wakrii.. afghanan dee Allah rawikh kri. na wala ka pa ta itibar shta aw naa pa dee Americayii.

  44. که له قران اواسلام نه الله مکه چور تیر شو نو آیا انسانی منطق به هم دا ومنی چی د دوه ورونو په مینځ کی دی جنګ وی او بیا دی یو دریم نابلد او پردی سړی دوی سره په کورکی واړوی چی دا دواړه ورونه تری تنګ او زنانه یی هم ورسره په عذاب وی، نو کومه خبره ښه ده؟ او آیا په دی ۱۳ کالو کی امریکا کوم بنیادی کار کړی؟ په هیڅ وخت کی پاکستان زموږ په خاوره دومره تیری ندی کړی لکه د کرزی په دوره کی او که امریکایان دتیر په څیر په ټولومعاهداتو پښه ورواړوی نو آیا بیا داسې څوک شته چی تیری وپوښتی؟

  45. ملا صاحب ډیره ښه لیکنه دی کړی وه که چیرته داوسنی افغانستان دسردارداود خان یا دظاهرشاه بابا دوخت افغانستان وی دالیکنه مو ډیره به څای وه خو اول تش به نامه مجاهدینو او بیا تاسو افغان اواسلام دومره وشرموه دومره مو مسلمانان اوافغانان خواراوذلیل کړل چی به هیځ عصراوزمان که دومره نه وذلیل شوی داتاسووی چی مو امریکایان خپلو اهدافو ته رسوی همدااوس دطالبانو دجګړی مصارف یهودان ورکوی دومره دکرزی حکومت ته ژمن ندی لکه طالبانوته څکه هرچیرته چی اسلامی بنسټپالی ددوی په لاس خوره شویده هغه ځایونه ډیرژردامریکایانو لاس ته ورغلی پدی تاسو هم ډیرښه پوهیږی نوهیله ده چی ډیرژرتوبه وګږی اودنوروطالبانوسره چی دتاسو درسوخ لاندی دی هم کاروکږی چی ریښتنی اسلام لاره خپله کږی داکه نکوی یوبل شهامت وکږی چی دپاکستان داستخباراتوهغه رازونه افشا کری چی داسلام ودافغان په ضد کارنامی دفغانستان دننه اوبهرپرمخ بیایی

    مننه

  46. دا د ملا صیب ته د دوی د مهمو کارنامو په وياړډالى وي

    ماته د جنت کیسی ځان ته دنیا حساب
    دا دی عجیبه انصاف د دی عجیبه کتاب
    زه په مستی سور کافر ته په هوس سپین ملا
    ما ته په فتوا عذاب تا ته په دوکه ثواب
    ای د عدالت ربه دا لوبه خو ورانه که
    موږ انسانانو ته نوی لار ودانه که
    نورکه څه کوی که نه خلاص مو د ملا نه که

  47. د امریکا د پاتی کیدلو اصلی عامل کرزی اویا هم دهغی جور مشورتی جرگه نده بلکی ددغی ناسور اصلی عامل طالبان او دهغی پلویان دی د امریکی راتگ ته 12 کاله دمخه همدغه طالبانو زمینه مساعده کره چی دیو ورگی په خاطر تول پوستین ته اور ورته کره …مونژ اوس دیو ویخ ملت په دول او د اصلی افغان په صفت پوهیژو چی دا ترون زموژ دافغانیت او اسلامیت سره په تضاد دی خو مونز باید دا دزهرو گوت وسکو …ولی چی که امریکا نه نو بیا سوک؟ همسایه گان ؟مجاهدین ؟ او که ته طالب صاحب چی دازلی به د اسامه دزوی په خاطر چی نن د یو یهودی سره په عیاشی بوخت دی سبا د تول افغانستان سرنوشت په داو ورکری ولی چی عرب دی……..ملا صاحب ته ماته دا ووایه چی امریکا بغیر دروسیه ، چین او ایران نه د جهان په کوم مملکت کی وجود نلری حتی په سعودی عربستان کی …. ؟

  48. ځینی کسانو دلته داسی نا معقول او د نه منلو نظر ورکړی

    مثلا د طالب له لاسه دا قرار داد تر سره شو

    نو زه یو سوال لرم

    ایا د شرعی او الهی قانون څخه هم طالیبانو منع کړی یاست؟

    ایا د ډم ګیری ترویج هم طالیبانو در کړی دی؟

    ایا که دغه هم سپین شریعت اعلان شی نو فکر کوی یو طالیب به هم پاتی شی؟

    ایا واقعا طالیبان پیریان دی او خلک یی نه وینی؟

    او که د افغانستان غوڅ اکثریت اولس ملا تړ لری/؟

    ډوډی ورکوی ښه ځای وروکوی پیسی او کمک چه له وسه یی کیژی ورکوی

    چه سبب یی د خاص اسلامی شریعت لپاره د هغوی حمایت ده

    خو که کرزی او ورسره نور لنډه غر پاک سوچه اسلامی شرعی نظام راولی

    نو اول زه بیا هر سړی طالیب ته په ډیر جرات سره ویلی شی چه
    کشینه بابا شریعت شته نور شر مه جوړوه

    له طالیبه خلک نه ویریژی بلکه د سپی په مرګ مرګ نه غواړی

    لکه ټول د کفارو مستیالان چه مردار شی او دواړه جهانه یی برباد شی

    اولس د لوی خدای ج له ویری او د خپلی عقیدی له ویری له طالیب سره مستندوی دی

    یوه جناب ویلی چه علت وی نو معلول حتما وی

    نو همدی جناب ته داسی وایم

    چه که د کرزی او لنډغرو په حکومت کښی د ضد اسلامیت علت نه وای

    نو اوس به په ټول هیواد کښی یو ډز هم نه وه

    پاکستان ته د غیرتمندو مجاهدینو او قهرمانانو امتیاز مه ورکوی

    که پاکستان پّ رښتیا دورمه د حکمت خاوند وای نو یواځی له یوه هندوستان څخه به یی

    کشمیر اذاد کړی وای او یا به یی بایللی بنګال بیا تر لاسه کړی وای

    افسوس د خپل غیریتی او اصیل قو افتخارات داسی خلکو ته ورکوی چه هغه

    د خپلی ښځی د ساتلو توان هم نلری

  49. وروڼو له خبرو څه نه جوړیږی که ریښتیا هم دومره عاقل او په کار پوه یاست و یا په کار پوه وای نو تاسی به اول په خپله کورنی کی اسلامی نظام را وستی وای
    تاسی حتی ددی توانایی نه لری چی خپلی خور او مور ته خو لا پرږده چی خپل نفس نشی کنترولولای
    منظور می دادی چی د هر څه لپاره اسلام یو اصل او قاعده په نظر کی نیولی
    لکه د ټولنی د اصلاح لپاره باید لومړی ځان اصلاح کړو او بیا خپله کورنی او بیا وروسته کولای شو چی ټولنی ته مخه کړو
    نو پس ټوله سره لاس په کار شی او د خپل دین او وطن او ددی دردیدلو او رنځیدلو کونډو او یتیمانو لپاره داسی خدمت و کړو چی دنیا وال را ته ګوته په غاښ پاتی شی.
    په دی هیله چی خپه شوی نه یاست.
    به درنښت.

  50. ډیره ښه لیکه مون کړیده حامد جانه مګر دا په دی مانا نده چې پورتني ټول کسان او یا د هغوی کورنۍ بي لارې او په اسلامي اصولو باندي عمل نه کوي په عربي کې یوه معقوله ده چې وایی المرء یقیس علی نفسه ژباړه : هر شخص نورو ته د خپل ځان په شان ګوري او فکر کوي چې ټول خلک به د ده په شان وي مګر په حقیقت کې داسي نده مونږ اول خپل ځانونه اصلاح کړي دي، د خدای ج د اوامرو سره سم ژوند تیرو او د خپلې کورنۍ د یو مشر په توګه د هغوی سمي لارې باندې تللو مسؤلیت لرو لکه چې دا ګډوډي ستاسو شااخوا موجوده ده چې نورو ته داسي فکر کوي.

    په درناوي

ځواب ورکول weekh afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *