ماشوم په خواره خوله وويل:

_بوټونه دې رنګ کم!

سړي ګړندي ګامونه واخيستل.

ماشوم نورو روانو پښو ته وکتل،په  لسګونو  سرو او تورو بوټونو کې د لمر ځلا ښکارېدله. ناڅاپه  يې تندی وغوړېد، دده خواته، خړ  په خټو لړلې بوټونه ور روان ول.  يودم،  يې تر مخ يو موټر ودرېد، ماشوم سر ټيټ کړ، ښی غوږ يې د پياده رو پر توده کاشۍ کېښود، د موټر د  ټايرونو تر مينځ يې ور وکتل، په رنګ کړيو تورو او سرو بوټونو کې،  خړ، په خټو لړلي  بوټونه ورک ول.

ماشوم غړۍ هسکه کړه، د ميوې کراچۍ ته يو خيرن بوډا ولاړ و. ماشوم ژر پر ځمکه پرېووت، د کراچۍ تر ټايرونو ور هاغوا، يوه لکڼه او لوڅه کږه پښه ښکارېدله.

ماشوم بېرته نيغ کېناست، بې پښی  بوډا خيرات غوښت.

ماشوم  ورمېږ کوږ کړ، يوه هلک د جوس نلکۍ خولې ته نيولې وه.

ماشوم پر خپلو خړو شونډو ژبه تېره کړه.

پر غوږ يې څه ولګېدل، په بېړه يې مخ ور واړاوه، لمن وه. په زړه کې يې خوشالی منډه واخيسته، لاندې يې وکتل، پر لکڼه او کږې لوڅې پښې يې سترګې ولګېدې. سر يې هسک کړ، بوډا خپله خوله جينګه نيولې وه.

ماشوم سوړ اسويلی وايست،  د زړې سدرۍ جيب ته يې  لاس کړ، له ګوتو سره يې يو وړوکی کاغذ ولګېد، د بوډا په خيرن لاس کې يې د يوې افغانۍ نوټ کېښود، په خشکه يې وويل:

_بوټونه دې نشته، نور دېخواته مه راځه!

بوډا کوکه  کړه!

_دين او دنيا دې روښانه شه!

بوډا روان شو، ماشوم پسې کتل، يوې ښځې بوډا ته لسګون ونيو.

ماشوم سترګې پتې کړې، په خواره خوله يې وويل:

_وږۍ يم، يو څو روپۍ خو راکی!

يودم يې په وارخطايي شاوخوا وکتل، سپېرې شونډې يې وخوځېدې:

_توبه

ناڅاپه  يې پزه کش کړه. په بېړه يې د لرګي  صندوق  غاړې ته واچاوه، تر سړک واوښت، سږي يې وپړسول، بوی نه و. بېرته خپل ځای ته راغی، ودرېد، څلورو خواوو ته يې پزه ونيوله، کيڼ لور ته وګرځېد، تر لويې مغازې راتاو شو، کبابي پکه وهله.

ماشوم په لوګي کې ودرېد، سترګې يې پټې کړې، د زړه له اخلاصه يې پزه کش کړه!

له غوسې ډک غږ يې واورېد:

_ورک شه!

سترګې يې رڼې کړې، کبابي په سيخ کې غوښه پېيله.

ماشوم شاوخوا وکتل. تر څنګ يې يو پاک  سپی ولاړ و.

ماشوم د سپي تر خيټې خپله ښۍ پښه لاندې کړه، سپۍ نيم متر هوا ته پورته شو، بېرته پر ځمکه ولګېد، کوړنج يې وهل او په منډه له هغه ځايه وتښتېد.

بېرته يې سترګې پټې کړې، په ټول توان سره يې د کباب بوی سږو ته کش کړ.

کبابي چيغه کړه!

_ورک شه!

ماشوم سترګې رڼې کړې، په خوند يې وويل:

_سپی مې پسې واخيست.

له دې سره يې  غړۍ اوږده کړه، کبابي پلاستيکي چپلکې په پښو کړې وې.

کبابي په لوړ غږ وويل!

اغا ګل!

په وره کې يو سور، ګردی  ځوان ودرېد.

کبابي وويل:

_دې هلک  د مشتريانو مخه  نيولې ده.

ګردی ځوان ماشوم ته ور نږدې شو، په سړه سينه يې وويل:

_په سمه سره دې مخ پرته که.

ماشوم يې پښو ته وکتل:

_بوټونه دې در ورنګوم. ډېر خيرن دي، بس، وږی يم، يواځې يو سيخ کباب غواړم.

يودم يوې خواته کوږ شو، چيغه يې کړه!

_غوږ مې پرېږده! ځم!

ځوان  په خپلو دوو ګوتو لا  زور راووست، ماشوم له ډېره درده کېناست، د ګردي ځوان پښه وښوېده او د سړک پر ژۍ لښتي ته ور ولوېد.

ماشوم منډه واخيسته،  ځای پر ځای ودرېد، شاته يې  وکتل، د ګردي ځوان له پايڅو تورې اوبه څڅېدلې.

ماشوم ور غږ کړل:

_اوس هم بوټونه نه رنګوې.

ځوان ځمکې ته لاس کړ، ماشوم منډه واخيسته، تر مغازې تاو شو، د برق پايې ته يې ولي ولګول، سترګې يې ورغړولې، تندی يې سره ورغی، د روانو خلکو  تور او سره بوټونه پاک ول.

يو دم يې زوروه خندا واورېده!

_خدايکه يوه روپۍ ام پيدا کې!

ماشوم ور وکتل، هماغه سوالګر بوډا و.

بوډا خپله لکڼه د برق پايې ته ودروله، د ماشوم تر څنګ کېناست، کږه پښه يې سيخه وغځوله.

ماشوم په حيرانۍ وويل:

_ستا پښه خو جوړه ده!

بوډا وخندل:

_په اول کې سم ګرځېدم، خو د خلکو زړونه سخت دي، يوې  غوڅې پښې ته يې دومره خوا نه بدېده، کمې پيسې مې پيدا کولې، خو اوس چې  روغه پښه هم کږه راپسې اخلم، روزي مې ډېره شوې ده.

ماشوم د بوډا لاس ته وکتل، ورو يې وويل:

_دا پيسې دې خپلې دي؟

بوډا خپله خړه ژبه را وايسته، د ښي لاس زېږې ګوتې يې لندې کړې:

_لس، شل، پنځه ويشت، پنځه دېرش…

ماشوم په حيرانۍ ورته کتل.

بوډا په خوند وويل:

_دا يې هم يو سلو دوه څلويښت.

يودم يې وخندل:

_هو، د څلورو ساعتونو ګټه ده، که خدای راته ليکلي و، نو تر ماښامه يې دريو سوو ته رسوم.

هلک په خواره خوله وويل:

_وږی يم، خو تر اوسه مې لا د يوې وچې ډوډۍ پيسې هم نه دي موندلې.

د بوډا پورتنۍ بې غاښو ورۍ  ښکاره شوه، د زړه له اخلاصه يې وخندل:

_د بوټونو له رنګولو څه نه جوړېږي! سوال وکه سوال.

د هلک تندی سره ورغی:

_نه!

بوډا وويل:

_ته خو يې يو ځل وازمايه، بيا يې خوند ګوره، مفتې پيسې دي.

ماشوم په حيرانۍ ورته کتل.

بوډا وويل:

_رنګ او جامه دې هسي هم د سوالګرو ده، مازې دې يو لاس کوږ ونيسه او خولې ته يو څه کونج ورکړه. بس ! همدومره! خپله به د پيسو باران ووينې.

ماشوم غلی و.

بوډا لاس ور وغځاوه، د ماشوم  په خوله کې يې ګوته ننه ايسته. د ماشوم خوله ترخه شوه، په بېړه يې مخ واړاوه او لاړې يې تو کړې.

بوډا وويل:

_دومره نخرې مه کوه، د خولې د کږولو چل مې در ښوده، څه زار ( زهر ) خو نه و،  ګوتې مې په نصوارو ککړې وې.

 ماشوم کانګو ونيو.

بوډا د ماشوم له غاړې صندوق وايست، ورو يې وويل:

_سمه ده، هيڅ هم مه کوه، خو سترګې دي پټې ونيسه او لاس دي اوږد کړه.

ماشوم هماغسې وکړل.

بوډا وويل:

_اوس نو په خواره خوله ووايه چې ای بوسلمانانو ( مسلمانانو ) مور مې مړه ده، د خدای په جات! يوه روپۍ  راکړی!

يودم د ماشوم لاس وتخنيد، ور ويې کتل، يوې ښځې يې په خلاصو ګوتو کې يو لسګون ور کېښود.

ماشوم په بېړه ولاړ شو، په غوسه يې  وويل:

_مور مې دې  خدای نه مړه کوي، هغه وايې  چې له لوږې مړ شه، خو چاته لاس مه نيسه. سوال د بې غيرتو خلکو کار دی.

لسګون يې د بوډا په ګرېوانه کې ور ننه ايست، صندوق ته يې لاس ور وغځاوه او په ګڼو خلکو کې ورک شو.

(پای)

١٣٩٢ ل کال، د سنبلې يو دېرشمه

7 thoughts on “لوږه او غيرت (لنډه کیسه) نصيراحمد احمدي”
  1. نږه تصویرونه دي. ای دا زمونږ شمشادخېل او ژوندون خېل څه کار ورکي دي، دغه ټکي او تصویرونه دې ویډیو کړي، دا څومره ښکلي دي. ما ته داسې ښکاري لکه دغه کیسه چې د نادرپښتون واټ له نیمایي نه د پل خشتي تر پله او بیا ښکته د مرادخانیو په لور چې د نهر تر څنګه سرک تاو شوی دی هلته پېښه شوې وي. تاسو یې څنګه ګڼئ؟

  2. په ګوتو دې برکت شه احمدي صیب په رښتيا هم اوس سوال او ګدايي په يوه هنر بدل شوي، ډېرو خلکو ته که کار هم کوی شي وړيا پيسې ښکاري. وړه کيسه وه خو له يوه لوی پيغام سره، بريالی اوسې.

  3. احمدي صيب الله دې په ګوتو برکت کړه، ډېره په زړه پورې کيسه ده داسې تصوير شوې چې سړی هماغه ځای ته له ځانه سر بيايي، همدارنګه پيغامونه يې هم ډېر واقعي دي، ستاسو د برياوو په هيله

  4. کاش چی د افغانستان سوالګرو خو لوستی شوای او عبرت به یی ورڅخه

    اخیستی وه. واقعآ چی ‌ډیره ښکلی او په زړه پوری قصه دی لیکلی

    ستاسو ورور فدا غازی

  5. ډېره ښکلې کیسه وه او ډېر ښه پیغام یې درلود، باور وکړﺉ زه چې همیشه خیرات ورکووم ، یایې پلاستیک پلورونکو ته ورکووم ، یا د بوټونو رنګوونکو ته او یا هم د کراچۍ چلوونکو ته ، ځکه زه پوهیږم چې له سوالګرۍ نه اوس تجارت جوړ شوی، په موټر کې ناست وم یو سپین ږیری سوالګری راغی، ډېرې بدې ورځې یې کولې ، ما لس افغانۍ ورکړې، چې لاړ نو د موټر ډریور را تاو شو را ته ویل یې ، چې دې ته پیسې مه ورکوه ما ویل ولې ؟ ویل یې پدې ښار کې ددې سړي درې ټکسیان ګرځي په اجاره یې ورکړېدي.

  6. احمدي صاحب ښکلي او تصويري کيسه ده ښه پيغام پکې پروت دی ستاسو د نورو کاميابيو په هيله

ځواب ورکول حبيب وقار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *