مونږ یوازې له خپلو سپین ږیرو اوریدلي وو چې د کورنیو جګړو او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال به کله نا کله چا د دې وس او وخت نه درلود چې خپل شهیدان خاورو ته وسپاري.

لوګر اوس بیا همداسې پیښې زغمي او په ورځو ورځو میندې او پلرونه د خپلو اولادونو د کټ سر ته ناست وي خو دا موقع نه وي ورته مساعده چې له لاسه ورکړې د زړه ټوټې خښې کړي.

د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار په سیمه کې له څو ورځو راهیسې حکومت عملیات پيل کړي او په دې عملیاتو کې د دوو میرمنو په ګډون څو ملکیان وژل شوي او یوشمیر نور ټپيان دي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، په یوازې سر د خپلو مړو سرونو ته ناست وي او هیڅ موقع نه پیدا کوي چې بازار ته ولاړ شي او کفنونه ورته واخلي.

د زرغون ښار یوې کړیدلې کورنۍ چې پیغله لوریې د همدې عملیاتو پرمهال په مرمۍ لګیدلې وه او د پلار په غیږ کې یې سا ورکړې وه، بلاخره سکوت مات کړ او د خپلې لور جنازه یې د مغل خیلو کلي ته چې پاخه سړک ته نږدې پروت دی راوړه او هلته یې خاورو ته وسپارله.

دا کیسه ځکه دردونکې ده چې دا پیغله لومړۍ ټپي وه، له سره یې وینې تلې، خو مور او پلار یې ورته کتل او د ټوپکو او توغندیو پرله پسې ډزو اجازه نه ورکوله چې خپل ټپي روغتون ته ورسوي.

همدې کورنۍ خپله پیغله لور د مغل خیلو په هدیره کې خښه کړه خو د مور د زړه ارمان یې داوه چې لور یې له خپلې هدیرې پردۍ شوه او مړي ته یې حتی د کاکا ګانو کورنۍ او کلیوال را نغلل.

د دې پیغلې له موره لاره ورکه وه، همدا چیغه یې له خولې وتله چې زما لور خو ولاړه، هغه نور کلیوال به مې څه کوي چې مړي ورته پراته دي او نه یې شي خښولای.

د زرغون ښار اوسیدونکو رسنیو ته په خپلو پیغامونو او دغه راز ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې عملیات لا هم روان دي او حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې له خپل کور څخه راوځي.

زه نه پوهیږم چې ولې زمونږ خلکو ته د انسان وینه دومره کم ارزښته شوې ده؟ نه پوهیږم چې ولې د خلکو د زړه سواندۍ حس کم شوی دی؟

د لوګر چارواکي د دې پر ځای چې د خلکو په ټپونو مرهم کیږدي وایي چې هیڅ خبره هم نشته او وایي په جنګ کې خو داسې پیښې کیږي.

د زرغون ښار ډیر خلک چې په کابل کې د اوسیدو وس لري کابل ته را کډه شوي او ډیر کورونه خالي شوي، خو کومې کورنۍ چې هلته پاتې دي ډیر بې وزله او د مجبورۍ له مخې شپې ورځې تیروي.

د زرغون ښار عملیات یوازني عملیات نه دي چې عام خلک ځوروي، بلکې ورته پیښې د هیواد په ګوډ ګوډ کې شوي او کله نا کله د عملیاتو وروسته خښ شوو ماینونو هم د سیمې اوسیدونکي قرباني کړي دي.

په دې کې یوازې حکومت ګرم نه دی، بلکې هغه کسان هم ګرم دي چې حکومت عملیاتو ته مجبوروي.

وسله وال مخالفین هم باید سر په ګریوان کې ښکته او فکر وکړي چې ولې په داسې سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړي چې هلته زیان عامو خلکو ته رسیږي.

One thought on “ لوګریان د خپلو مړو د خښولو موقع نه لري/مسرور لودین”
  1. لومړی د تاند خبری ویبسایټ ټولو کارکونکو ته سلام وړاندی کوم ،او ډیره مننه چی د لومړی ځلی لپاره مو د لوګریانو د زړه آواز نورو خلکو ته ورسول، تر ننه پوری یوه رسنی هم ددغی غمجنی پیښی یادونه کړی نده، په دی هیله چی ټول رسنی حقیق برسیره کړی. یو ځل بیا مننه له تاند وبیسایټ څخه

ځواب ورکول Mujeebullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *