که په اسلامي هیوادونو کې ځني کسان په دې فکر کې وي او يا داسي تبلیغ کوي چې ګوندي لويديځ د اسلام ضد جګړه مخ ته بيايی نو بايد په خپل نظر له سره غور وکړي او له ځانه وپوښتي چې د لويديخ شتمن هيوادونه له اسلام سره له دښمنۍ څخه څه ګټه ترلاسه کوي او يا د کومې اړتيا له مخې دوی د اسلامي عقيدې او کلچر ضد دي؟

 باید فکر وشي چې ايا مسله خو به برعکس نه وي؟ ايا داسي خو به نه وي چې د اسلامي نړۍ په وړاندې د لويديځ پټه او نامريی پالیسي د معتدلو اوسیکولر حکومتونو له منځه وړل او په ځای يی د سخت دريځو اسلامي رژيمونو راوستل دي؟

 د دې ادعا د وضاحت او تشريح لپاره لاندې ټکو ته ستاسې پام راګرځوم:

لومړی: که د لويديځي نړۍ خلک پخپله خپلو مذهبونو ته ورو ورو شا اړوي او خپل سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند د مذهب له تاثیره پرته د عصري او مدني قوانينو په چوکاټ کې عياروي او له شلو فیصدو څخه زيات خلک يی عملا په مذهبي عباداتو او مراسمو کې برخه نه اخلي نو بيا د کوم ضرورت له مخې غواړي د نورو د مذهبونو په مقابل کې وجنګيږي، پیسي ولګوي او هم خپلې ويني توی کړي. دويم: له تاريخي نظره او په خاص ډول د سوړ جنګ په دوران کې سخت دريځي اسلامي ډلې او هيوادونه اکثره د لويديځ سره دوستان او د سوسيالستي هیوادونو سره متضاد پاتي شوي دي. دريم: د تاريخ په اوږدو کې د لويديځ پانګولي هيوادونو تل د سخت دريځو اسلامي ډلو سره مرسته کړې او هغوی يي قدرت ته رسولي دي. په دې هکله که يوازې د خپلې سيمې تاريخي پس منظر ته نظر واچوو نو څرګنده به شي چې پاکستان د اسلام تر نامه لاندې د وخت د لويی برتانيې په واسطه د هند له نيمې وچې څخه را وزېږېد. ايران چې د رضاشاه پهلوي په وخت کې يوسيکولراسلامي مملکت او د امريکا نژدي دوست هیواد و، د فرانسي او امريکا په ګډه دسيسه د خميني په سخت دريځه اسلامي بغاوت له منځه يووړل شو اوپه يو تندلاري اسلامي هيواد تبديل شو. ويل کيږي چي امريکا او فرانسه هغه وخت د ایران د شوروي پلوه تودې ګوند د زياتيدونکي نفوذ څخه په سخت ډار کې و او له همدي کبله يی د خمينی اسلامي رژيم واک ته ورساوه. په افغانستان کې ډاکټر نجيب خپل دواړه لاسونه غوږونو ته يووړل او له سوسيالیزم څخه يی توبه وويسته، د خپل ګوند نوم او مرام يی بدل کړل، د سياسي پلوراليزم په چوکاټ کې يی د ديموکراسۍ او ازاد بازارد جوړښت هلې ځلې پیل کړي او لويديځ ته يی د دوستۍ لاس وغځاوه خو بيا هم ونه منل شو او په ځای يی اسلامي سخت دريځو ډلوته په کابل کې د يو اسلامي حکومت د جوړولو لپاره زمينه مساعده کړه. عراق هم يو سيکولر اسلامي هيواد و چې د لويديځ په مستقيم تعرض له منځه ولاړ او قدرت مختلفو اسلامي ډلوته په لاس ورغی. ليبيا يوبل سيکولر اسلامي هيواد و چي هغه هم د لويديځ په مداخله او مرسته را وپرځول شو. دغه راز مصر هم د لويديځ په حمايت د يو معتدل اسلامي هيواد څخه د اخوان المسلمين ډلې ته وسپارل شو. اوس سوريه هم په وروستيو کې د سختو جګړو شاهده ده او لويديځ په ښکاره غواړي د حکومت ضد ډلو ته چې ځني يی د القاعدي اوځني يې د توندلارو اسلامپالو څخه جوړې شوي دي په وسلو سمبال کړي او د سوريي اوسنی رژيم هم را وپرځوي. څلورم: همدا اوس د لويديځو هيوادونو په لويو ښارونو کي په زيات شمير جوماتونه موجود دي. ويل کيږي چي یوازې په لندن کي کم او زيات ۲۵۰ جوماتونه د لمونځ کونکو پر مخ پرانستي دي. که چيري دوی د اسلام سره دښمني لرلی نو حتمي به يی د دغو جوماتونو په مقابل کي محدوديتونه ایجاد کړي وای. ښايی يو څوک ووايی سمه ده، دا به ومنو چې لويديځ حکومتونه د اسلام پالو سیاسي ډلو او رژيمونو ملاتړي دي، خو پوښتنه داده چي دلیل يی څه دي؟

غرب ولي او د څه لپاره هغه ډلې او رژيمونه قدرت ته رسوي او يايی ملاتړ کوي چي په ظاهره په هغوی نيوکي کوي او د دیموکراسۍ او بشري حقونو په پايمالولو يی تورنوي؟

زما په نظر د غرب د پالیسۍ دلیلونه په لاندې ډول دي:

‍۱. لويديځ پوهيږي چي د مذهب او سیاست ګډول بقا نلري. مذهبي حکومتونود اسلام په ټول تاریخ کي د اقتصادي ودې سره مرسته نه ده کړې بلکې حاکميت يی په هر هيواد کې بي ثباتي منځ ته راوړي ده.

 د مذهبي حکومتونو په چوکاټ کې د زاړه پالو او نوو پالو ترمنځ اختلافات شدت اخلي او هيواد له ترقۍ او پرمختګ څخه وروسته پاتي کيږي. مذهب پال چې معمولا محافظه کاران دي د بدليدونکي وخت او بدليدونکو سياسي – اقتصادي شرايطو سره ځان نشي عیارولي او نه دې ته حاضر دي چې مذهبي حکمونه د اقتصادي قوانينو په مقابل کې قرباني کړي. او په مقابل کې سیکولاران چې غواړي ټولنيز – اقتصادي نظام د مدرن واو بدليدونکو نړيوالو معيارونو سره په حرکت کې موازي وساتي، په شاتګ نه شي زغملی. دغه دواړه اړخونه نشي کولای يو د بل په مقابل کې له خپلو غوښتنو او کړنلاړو څخه تېر شي او انعطاف وکړي.

 ښکاره ده چې پايله يې د ټولنيزکشمکش او بي ثباتي باعث کيږي او په دغسي يو حالت کې طبعا د لويديځ تر نفوذ لاندي راځي او دهغوی مرستې ته اړتيا پیداکوي. په مصر او لیبيا کې همدا اوس د خلکو نارضایتي مخ په زياتېدو ده او اقتصادي حالت يی يوه ورځ تر بلې خرابيږي.

د مصر وروستيو بدلونونو وښودله چې مذهب او سیاست په ننيو نړيوالو شرایطو کې نه جوړيدونکي دي. که څه هم د مصر خلکو مذهب پالوته په سوله ايز ډول دغه موقع ورکړه، خو له لنډې مودې وروسته وپوهيدل چې دا هغه څه نه و چې دوی غوښتل. اقتصادي حالت مخ په خرابۍ روان و. توريزم چې د مصر يو عمده عايداتي منبع وه، هم مخ د صفر خواته تقرب کاوه. د تعجب ځای نه دی چې امريکا څو ورځېې د مخه د اخوان المسلمين د حکومت په زوال خپله خواشيني ښکاره کړه.

۲. د بنیادګرو اسلامي رژيمونو د واکمنۍ کاري فلسفه نسبت د دنيوي په ځاي زياته اخروي ده. د هغوی توجه ښايی د ژوند توليدي او خدماتي ډګرونو ته کمزوري وي . په دې صورت کې عصری ساینسي علوم سم پرمختګ نه کوي او اسلامي نړۍ له ساینسي او اقتصادي نظره وروسته پاتي کيږي او د هغوی وروسته پاتي والی طبعا د غربي نړۍ په ګټه دی او د هغوی پورې وابستګي زياتوي او په دې ډول لويديځ يی پراخه طبعي منابعو او خامو موادو ته لاسرسی پيداکوي. ايا پاکستان ، افغانستان او سعودي تراوسه د غرب د نفوذ لاندې نه دي؟

 ۳. داسلامي رژيم ترحاکميت لاندې زیات مذهبي عبادات او مراسم قانوني بڼه خپلوي او خلک يی عملي کولو ته په زور مجبوريږي. د مذهبي حاکمیت قوانين او فشار خلک مجبوروي چې په رسمي او کاري وخت کي يو اندازه وخت په مذهبي عباداتو او مراسمو تير کړي. په داسي حال کي چې په سيکولر اسلامي هيوادونو کي خلک خپل اختيارته پريښودل کيږي(مثلا همدا اوس په پښتونخوا کې د ښارونو تر منځ د بسونو تګ او راتګ ته د لمانځه لپاره د ودرېدو قانوني کېدل پيشنهاد شوي دي) چې دا کار په هماغه اندازه د توليدي کاري ساعتونو په کميت تاثیر غورځوي او پایله له کمي نظره تر منفي اغيزې لاندې راولي.

نهايي تاثیر یې بيا اقتصادي سوړوالی او دا بيا پخپله د وروسته پاتي والي سبب کيږي چې شتمن لويديځ ته د احتیاج زمینه برابروي.
۳ . د مذهب پالو په حاکميت کې د اقتصادي قوانيونو او په خاصه توګه د انفلاسيون په هکله د اکثره ملايانو او عامو وګړو نه خبرتيا او يا کمه پوهه ددې باعث کيږي چې عام خلک د سود له ډاره(چي په واقعيت کې د انفلاسيون په کچه کیدای شي سود نه وي او حتی تاوان وي) خپلې پيسې په داخلي بانکونو کې ذخيره نکړي چې دا عمل د اقتصاد لپاره ملا ماتونکیې پايلې لري او ځني لوی شتمن دې ته اړ کوي چې د پيسو د بې ارزښتۍ له وېرې خپلې پانګې د لويديځ هیوادونو په بانکونو کي ذخيره کړي. دا کار بياهم د لويديځ په ګټه او د اسلامي هيوادونو په لوی تاوان دی.

 ۴ . د بنیادګرو اسلامي رژيمونو په حاکميت کې د مدني ازاديو محدودول د لوستي او روښانفکره قشر ناراضايت منځ ته راوړي چې دا بیا د مغزونو د فرار پروسه تېزوي او په زرګونه روزل شوي کادرونه او متخصصين له هيواده فرار کولو ته مجبوريږي. له خپلو هيوادونو کډه کوي او په لويديځ کي ژوند غوره کوي. د هر متخصص په روزنه په سلګونو زره ډالره لګښت راځي چې له ثمر څخه يی شتمن لویديځ په مفته توګه ګټه اخلي. ویل کیږي چې له تاريخي نظره د امریکا او کاناډا د کشف څخه وروسته د هغوی د چټک پرمختګ یو عمده سبب هم د لکونو بهترينو متخصصينو راتګ و چې د نړۍ له مختلفو هيوادونو څخه هلته مهاجر شوي ول.

همدا اوس په سلګونو زره ایراني، افغان او پاکستاني متخصصين په لويديځو هيوادونو کې په دندو بوخت دي چې لګښت ورباندي خپلو هيوادونو کړی خو ګټه يی لويديځ ته رسيږي. که په دغو هيوادونو کي د فکر او بيان ازادي، ديموکراسي او مدني حقوق تضمين شي، نو په زرګونو دغه ډول اشخاص به بيرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. ۵. داچې د سوړ جنګ په دوران کې ملايان او مذهب پال جنبشونه د غرب سره د دوستۍ اوږد تاريخ لري، نو ښايی د هماغه پخواني خوند او عادت له مخي اوس هم غواړي دغه ډول حکومتونه په قدرت کې وساتي او سره له دې چې اوس سوړ جنګ نشته او د هغوی په مقابل کې د عامه وګړو نظرونه بدل شوي دي خو تراوسه داسي کومې نښې نښانې نه تر سترګو کيږي چي غربي پالیسي دي د بنیادګرو رژيمونو د ملاتړ څخه مخ اړونکې وي. – په ټوله کي ويلای شو چې د شتمنو لويديځوالو علاقه د شتمنۍ او اقتصاد سره ده، نه د مذهب، کلچر او ديموکراسۍ د پراختيا لپاره. د لویديځې نړۍ ټولې جګړې د اقتصاد په وده او د نورو هيوادونو د شتمنيو په خپلولواو لوټولو متمرکزې دي. که خبره د پیسو او شتمنۍ په ګټه وي هغوی به درته کلمي هم ووايی او له ځانونو به درته مسلمانان هم جوړکړي. خوزموږ ډیری ساده خلک يوازې په خيالاتو کې غرق دی او د علميت هغه سترګي نلري چې د مایکروسکوپ غوندي ناليدونکي پلانونه او پالیسي ولیدای شي.

8 thoughts on “لویديځ زیات سخت دریځي اسلامي رژيمونه غواړي/ ش. ځيرک”
  1. ليکنه مې ولوسته خودډيربرخوسره يې مخالف يم دليل يې دادې چې ځينې برخې يې دواقيعت سره اړخ نه لګوي دلته يې يوڅوبرخوته اشاره کوم .
    ليکوال دنوربېلګوترڅنګ دې ته هم اشاره کړيده چې هغې دډاکټرنجيب هغه وروستۍ بدلون چې دخپل ګونداوسياسي نظام کې راوست ونه منواوپرځاى يې سحت دريځوته دحکومت جوړولوزمينه برابره کړه .وروره که لږوړاندې لاړشوکله چې نړۍ دنازيزم اوفاشيشزدګواښ سره مخامخ وه نوامپرياليزم اوسوسياليزم يې په ګډه وجنګيدل اوپه پايله کې يې دنازيزم اوفاشيزم ټفرورټول کړله هغې وروسته په نړۍ کې دوه قوتونه پاتي شول چې يوې امپرياليزم اوبل يې سوسياليزم ووچې باالاخره امپرياليزم دسوسياسياليزم سره ومقابلې لپاره اسلامي هيوادونه هم دځان سره ملګري ګړل نوکله چې شوروي اتحادټوټې ټوټې شودامپرياليزم لپاره په نړۍ کې يوازينى قوت اسلام وو نووورودنجيب دسقوظ څخه وروسته په افغانستان کې اسلامپالوته دحکوت دجوړولوزمينه نه وه بلګې په خپلومنځوکې دهغوي جنګول وو همغه ووچې همدعربي هيوادونه په ځانګړي ډول امريکې دجهادي تنظيمونوترمنح دنفاق تخم وشندو همدارنګه ليکوال په مصرکې داخوان المسلمين دبرياليتوب څخه يادونه کړيده دادى اوس عملاګوروچې اخوان المسلمين په مصرکې دڅه ډول برخليک سره مخامخ شول

  2. ډیره ژوره اوعلمی لیکنه ده، که ورونه یی په غورولولی ډیر معلومات به ترلاسه کړی، زما نظر ددی لیکنی مخکی بل ډول وه مګردوروردلیکنی په لوستلوسره زه اوس په بشپړ ډول پوه شوم.
    لیکونکی ورور ته دی الله تعالا عظیم آجرورکړی.
    والسلام
    م.افغان

  3. ډيره جالبه ليکنه ده. ماته هميشه يو سوال و چې که په يوګوسلاويا کې ميلوشويچان دهاګ په نړيواله محکمه کې د يو کم شمير قتلونو له کبله محاکمه کيږي نو ولي دا زموږ ميلوشويچان چې د سلګونو زرو – او يوازې په کابل ښار کې د ۶۰ زرو قتلونو مرتکبين دي خوښ ا و ازاد ګرځي. اوس پوه شوم چې دوی څوک دي او ولي د غرب نازولي دي او غرب ولي تر اوسه لا د دوی ترشا ولاړ دی. زموږ ساده خلک واقعيات کاملا سرچپه ګوري او ځنی ساده ګان چې د ځان پورې بمونه تړي په دې فکر چې ګواکي اسلام ساتي څومره د نورو په واسطه استعماليږي او له اسلامه ناوړه ګټه پورته کوي. په ليکنه کې له ډيرو داسي حقايقو څخه پرده پورته سوې ده چې پخوا مې د هغو په باره کې هډو فکر نه کاوه. آفرين او ډېره مننه.

  4. ډېره عالي ليکنه ده ،پر قلم اواستعدادمو برکت . پدې هيله چي زموږ ځوان ليکوال تل دا ډول علمي اوڅېږنيزي ليکنې ولري

ځواب ورکول جانان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *