تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه:  د لویه څارنوالي وايي، د کابلبانک د فساد مجرم خلیل الله فېروزي دا مهال د ملي امنیت ځواکونو تر کلکې څارنې لاندې په خپل کور کې نظر بند دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن یوې خبري ناستې ته وویل،  ملي امنیت مکلف دی چې په هرو ۱۵ ورځو کې دوی ته په کور کې د خلیل الله فېروزي د نظربندۍ په تړاو راپور ورکړي.

نوموړي سپیناوی ورکړی چې خلیل الله فېروزي د لنډ وخت لپاره د سختې ناروغۍ له کبله کور ته رسول شوی او تر څو چې روغ شي نو بېرته به زندان ته ولېږدول شي: (( نوموړی به د کابل بانک په دوسیه کې د ځان په اړه ټوله تصفیه ورکوي او څه چې محکمې پرې ثابت کړي دي، پيسې، ټکټانه او قید ټول به لنډوي.))

 رسولي زیاته کړه، خلیل الله فېروزي د یو پلاوي د پرېکړې له مخې له زندانه کور ته استول شوی دی.

په همدې حال کې د ملي امنیت د روغتیايي خدماتو رئیس حشمت الله نوابي تایید کړه چې فېروزي په زندان کې سخت ناروغه شوی و چې د شکرې او وینې د لوړ فشار ستونزه یې ډېره شوې وه.

 په دې ناسته کې د کابل بانک د تصفیې مدیر روح الله حبیب هم وویل، تر اوسه فېروزي ۱۸ میلیونه ډالر پورونه ورته رسولي او ژمنه یې کړې ده چې کور کې د اوسېدو په موده کې به خپل ۵۰ سلنه حسابونه له کابلبانک سره خلاص کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ادعا کړې وه چې فېروزي د دولت ساز ټاکنیز ټیم لخوا د ۳۰ میلیونه ډالر رشوت په بدل کې خوشې شوی دی.

 ارګ د نبیل دا خبره بې بنسټه او د ولس غولونې یوه دسیسه بللې وه.

 خلیل الله فېروزي د کابل بانک مؤسس او د دغه بانک د میلیوني فساد په دوسیه کې مجلم پېژندل شوی و چې محکمې پرې لس کاله قید، د قرضونو لنډول او د ټکټانه ایښې وه.

نوموړی یو وار د ولسمشر غني د حکومت په لومړیو کې ضیا مسعود د یو ښارګوټي د پرانیستې لپاره راخوشې کړی و، چې له کبله یې د نیوکو په اساس ضیا مسعود له ولسمشر سره د اصلاحاتو په برخه کې د ځانګړي استازیتوب دنده وبایلله او له حکومته وشړل شو.

2 thoughts on “لویه څارنوالي: خلیل فېروزي په کور کې د ملي امنیت لخوا نظربند دی”
  1. پورته دری واړه څیری داسی په چُرت کی غرقی دی لکه پر کومی څلور اتیا کلنی انګریزی زړی ښځی باندی چی ئی په ناپامی کی جنسی تجاوز کړی وی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *