لویه څارنوالي

تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کابل بانک د قضیې په تړاو تراوسه پوري۷ تنه نیول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیرعزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل بانک د پیسو د غلا کولو په تړاو د ۲۱ تنو د نیولو حکم صادر شوی دی.

عزیزي همداراز وویل، شېرخان فرنود، خلیل فیروزي او د افغانستان بانک د پخواني رييس عبدالقدیر فطرت په شمول ۲۱ تنه د کابل بانک په قضیه کې ښکېل دي.

ده وویل چې فرنود او فیروزي په توقیف کې دي خو فطرت د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی مګر طارق میران، محمد قسیم رحیمي، شېراقا، بسم الله، محبوب شاه فروتن او محمد عارف سالک تازه نیول شوي دي.

د ښاغلي عزیزي په وینا پاتې کسان هم د لویې څارنوالۍ له لوري تر تعقیب لاندې دي او نړیوالو پولیسو یا انټرپول ته هم ویل شوي چې د هغو په نیولو کې مرسته وکړي.

لویې څارنوالۍ د کابل بانک د دوسیه له بشپړولو وروسته د استناف محکمې ته سپارلې او له هغې یې غوښتي چې په ټاکلي وخت کې دا دوسیه وڅېړي.

د استیناف محکمې ريیس ویلي چې سر له سبا /یشکنبې/ به پر دوسیې غور پیل کړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د دې دوسیې لپاره ۶ اوونۍ یا یوه نیمه میاشت وخت ټاکلی دی.

One thought on “لویه څارنوالي: د کابل بانک د غلا په تور ۷ تنه نیول شوي”
  1. لویه څارنوالی هغه دوه لوی نهنګان د فهیم ورور چی اوس یی نوم یاد ته نه راځی او محمود کرزی ولی نه نیسی هغه هم باید ونیول شی.ډیری پیسی خو همدغه دوو کسانو غله کړی دی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *