د افغانستان لوی درستیز جنرال شاهین

تاند- د افغانستان د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي نن /چهارشنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو د پاکستان په خاوره کې یوه مهمه غونډه کړې ده.

د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شاهین په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو غونډې او د وفادارۍ اعلانونه د پاکستان په خاوره کې کېږي.

ده د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د درنو وسلو د ګولیو ویشتل وغندل، ویې ویل چې د افغانستان مشران هیله لري چې پاکستان به دا ډول پاروونکي اقدامات ژر تر ژره ودروي.

د جنرال شاهین په وینا د طالبانو بېلابېلې ډلې په خپل منځ کې اختلاف لري او مرکزي قومانده یې کمزورې شوې ده چې دا د افغانستان د وسله والو ځواکونو لپاره یو زېری دی.

خو راپورونه وايي چې د حقاني شبکې په وروستیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشرتابه پر سر د اختلاف په لانجه کې منځګړتوب کړی او دا لانجه یې د طالبانو په رهبري شورا کې د ملا عمر د کورنۍ د غړیو په شاملولو سره تر ډېره غوڅه کړې ده.

پاکستاني رسنیو دا راپورونه تر دې څو ورځې وړاندې خپاره کړل چې طالبان پسرلني عملیات پیل کړي.

One thought on “لوی درستیز وايي، طالبانو په پاکستان کې مهمه غونډه کړې”

ځواب ورکول shala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *