تاند – باوري سرچینو تاند ویبپاڼې ته خبر ورکړی دی چې ولسمشر کرزي د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو په دوبۍ کې له طالبانو سره د بې اجازې خبرو په تور له کاره لیرې کړی دی.

ویل کیږي چې طالبانو له ښاغلي الکو سره تماسونه نیولي وو خو ولسمشر کرزي ورته دا اجازه نه وه ورکړې چې له هغوی سره وویني.

خو اوس چې په پټه ښاغلي الکو له طالبانو سره په دوبۍ کې کتلي د ولسمشر قهر یې پارولی او امر یې کړی چې سملاسي دې له کاره لیرې شي.

ولسمشر کرزی هڅه کوي چې د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره هر څوک خبرې ونه کړي او د خبرو لوری له یوې واحدې غاړې ترسره شي.

خو ځینې کړۍ وایي د ولسمشر کرزي پخواني ریکارډ ته په پام سره دا امکان هم لیرې نه دی چې ځینې کړۍ یې بیرته وهڅوي او لوی څارنوال پر خپلې دندې وساتي.

په دوبۍ کې له طالبانو سره د پټو خبرو رپوټونه دوې اونۍ مخکې خپاره شول، خو دا خبره نه وه افشاء شوې چې د افغانستان د دولت په استازیتوب چا خبرې کړې دي. البته تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې لوی څارنوال په دوبي کې کله د طالبانو له  استازیو سره خبرې کړې دي.

14 thoughts on “لوی څارنوال له طالبانو سره د تماس په تور له دندې ګوښه شو”
  1. کاشکې چې دا ګیدړ په ټولو مواردو کې دومره جدي وای، وحشي قاتل شجاعي په ارګ کې میلمه دی خو دا شغال یې نوم هم نه شي اخیستلی.

  2. د کرزي دې بېخ وځي. صلاح الدین رباني چې د سولې امتیاز وګټي ښه دی که الکو؟

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    کرزی په افغانستان کې دو ورستي ۱۳ کلن ناورين مسؤل دی، د افغانستان د ورستيو لسيزو د بدمرغيو پړه د کرزي پر غاړه ده. کرزی غواړي افغان ولس په خپلو کې داسې سره واچوي، چې بيا دته د ښه واکمن القاب ورکړل شي. د بهرنيو د مرستو غلا هم د کرزي کورنۍ تر سره کړې. د عينو مېنه يې چور کړه، د کابل بانک غلا يې ورور وکړه، نو کرزی پرته له يو څو غلو نور په افغانستان کې مخ نه لري او وروسته د امريکايانو له تګه بايد د خپل ژوند ساتلو هلې ځلې وکړي.
    د افغان ولس د سولې لپاره چې هر شخص يا ډله هڅې وکړي د ستايلو وړ دي، نسبت دې ته چې وروسته له ۲۰۱۴ م کاله په افغانستان کې د مجاهدينو دوران ته ورته غوبل رامنځ ته شي. افغان ولس بايد بيداره وي، چې کرزي او مافيايي ډلې يې ولس د ۱۳ کلونو په اوږدو کې تباه کړ او د درېيمې سقاوي لپاره يې زمينه برابره کړې ده، چې بيا د افغان ولس په وينو کې ولوبوي.
    د دېرشو ميليونو خلکو د ژغورنې لپاره کې کرزی او کورنۍ يې قرباني شي دا به د افغانستان په ګټه وي، نه دا چې افغانستان لکه د سردار محمد داود خان له مړينې وروسته تر ننني اوږدمهاله ناورين سره اخته شو، خو که هغه يو څو پرچميان او خلقيان يې په وخت تريتام کړي وی، نو نن به افغانستان داسې نه وی. کرزي هم په ۱۳ کلونو کې د افغان ولس عفت، عزت او آبرو ټول تر پښو لاندې کړل، افغانستان ته يې نه مخ پرېښود او نه هم شا، نو بايد افغان ملت په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره لاسونه سره ورکړي او افغانستان له راتلونکې بدمرغي وژغوري.
    د ښاغلي الکو په اړه څه نه شم ويلی، خو د کندهار ولس يوه پېژندل شوې څېره ده، چې د افغانستان د سولييز ژوند لپاره يې هلې ځلې د ستايلو وړ دي او کرزی لکه تل غوندې سپک دی او سپک به پاتې شي! کرزی د امريکا ډالرو کرزی کړی، که نه نو لکه دغه نور پخته يي ليډرانو غوندې به دی هم ورک او بې بنياده شي.

    معه سلاموکم الاهلول سياسيون
    ملا ميوند آخوند

  4. ټول ستړي مشی

    د ولسمشر پر ځای پریکړه به وي که داسې وکړي، د سولې خبرې باید یو شخس سره ونه شي ددې لپاره د سولې شورا جوړه شوې او دهغې له لارې باید وشئ

    دا اخوند ورور وايي چې کرزی مسول دی ګرانه وروره ددې ناورین مسول تالیبان او حکومت زد ډلې دي او هغوي په ډاګه وايي چې دوي یی کوي

    ولسمشرکرزی دې تر ډیره ژوندی وي د ولسمشر په پریکړو یوازې لګ خلک پوهیږي

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته

    ښاغلې میوند ته چه د طالب په نوم کافرانو ته مجاهد وایی
    یو متل ما اوریدلی وه ولی اوس می په رښتیا سره چه ولیده هغه دا چه : غل هم وایی خدای یو ده او کاروانی هم نو اوس ملا میوند طالب کافرانو ته چه اصلا ۹۹ ٪ د اسلام له دینه خبر هم ندې او ورځ تر بلی د شیطانانو سره ملګری کیدلی ځی چه بی ګناه خلک ،ماشومان، ښځی ،غریبان او داسی نور خلک د خپل د پلار په امر (پاکستان وژنی نو مونږ نه پوهیږو چه دا قران کی یواځی جهاد د عام خلکو وژل ،وطن چور کول ، هلکان ساتل د خپل جنسی اهدافو لپاره ، ، دځوانانو د نه اسلام پوهاوی له عمله او هغوی ته دی ځان وژنی تیارولو او داسی نور د شیطانانو اوامرو ته وایی او که نور شیانو ته ولی په عمومی ډول باید وایم چه طالب او دا تش په نامه مجاهدین د پاکستان بچی، پاکستان د اسراییلو ، اسراییل د انګلستان بچې دی نو ولی داسی ونه وایو چه جهاد په نوم دا ۳۰ کاله تاسو خرڅ شوی خلک هستی او انشاالله لکه څنګه جی دا نور لکه خلقی ،پرچمی، د جهاد په نوم د کفر ټیکه داران الله تعالی وشرمول نو تاسو د انګریز زامنو او دپاکستان غلامان چه ستاسو په ښځو پنجابیان ښیجی او تاسو یی ورته ګوری نو وبه شرمیږی او دا د دی مظلوم ملت غژ دی

  6. ښاغلی الکو د افغانستان یو پیاوړی، فرهنګی او په کارپوه شخصیت دی. د الکو لری کول د افغانستان عدلی نظام لپاره یو ضایعه ده او ولسمشر نباید داسی یو تصمیم ونیسی.
    دا کار به د ښاغلی ولسمشر لپاره ډیر زیان ولری ځکه هر څوک چی راشی هغه به هغه دوسیی را وسپړی چی تر اوسه د ولسمشر په څارنوالی کی ساتلی وی.

  7. هر هغه څوک چی دی جګړی ځپلی او له زخمونو ډک هیواد او خلکوته سوله راوستلای شی هغه ملی قهرمان او زمونږ د هیواد اصلی بچی دی ، سوله د چا په انحصار کی نه ده ، که دا خبر رښتیا وی او ښاغلی محمداسحق الکوزی د سولی د راتلو لپاره له چا سره خبری کړی وی ، دا خیانت او جفا نه بلکه زړورتیا او له هیواد او خلکو سره مینه او ایمان داری ده. د افغانستان خلکو ته د داسی خلکو قدر او اهمیت او درناوی پر خپل ځای دی ، هیله ده چی ټول هیواد وال له داسی زړور او پرځای اقدام نه هرکلی او ملاتړ وکړی. میوند همت

  8. په 1978 کی د مصر د وخت جمهور رییس انور سادات د امریکا د کمپدیوید په ماڼۍ کی د اسراییلو له لومړی وزیر سره د سولی د معاهدی له لاسلیک کولو نه وروسته کله چی خپل هیواد ته راستون شو نو په میلیونونو مصریانو د سولی هرکلی وکړ او هغه یی دومره ونازاوو چی په تاریخ کی ساری نه لری ،
    خمینی هم له عراق سره د اوږدی جګړی نه وروسته د زهرو جام په سر واړاوو او له خپل دښمن سره یی د میلیونونو ایرانیانو د وژل کیدو او ټپی کیدو وروسته خپل هیواد ته سوله راوسته او تر نن پوری هغه ته د امام خطاب کوی ، خو په افغانستان کی د سولی خبری کول او هغه هم له خپل هیواد وال سره چی هیڅوک تاوان نه پکی کوی ، بلکه ټولو خواو ته ګټه رسوی، خیانت او د یوه دولتی لوړ رتبه مامور له دندی له لری کیدو په بیه تمامیږی.

  9. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ناآشنا صيب ته ګېډۍ کېډۍ ځانګړي سلامونه! کرزي صيب تر ننه هېڅ داسې پرېکړه نه ده کړې، چې د غمځپلي افغان ولس په ګټه وي، مګر د امريکايانو ډالر دي، چې دی هم د واک رښکي ساتي، خو پوښتنه دا ده، چې د کرزي د سياست په ترڅ کې د اخونيانو، تکنوکراتانو، مډرنيستان تر منځ د پوهاوي او زغم زمينه رامنځ ته شوي او که نه! او يا قومونه به وروسته له ۲۰۱۴ م کاله يو او بل وزغمي او که نه!!! دا هغه پوښتنې دي، چې د کرزي له نامناصبه سياست سره په نېغه تړاو لري.
    افغانستان يو اشعال شوی مملکت دی او د ۶۰ ملکونو عسکرو يرغل پرې کړی او زموږ ولس يې تباه کړ، ۲۰ ميليونه مو د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، نو ايا د ځپلواکي لپاره مقاومت ته اړتيا نه شته! دغه پوښتنو ته پخپله ځواب ومونده! شته يو شمېر افغانان چې د کرزي په دولتداري کې شتمن شوي، مګر د افغانستان وګړي ځپل شوي او د افغانستان لپاره عاملمنفعه پروژې نه دي پلي شوي، بلکې افغان ولس يې په دروېزه ګري او هېوادپلورنې روږدی کړی دی، چې شنه ډالر يې سترګو درېږي، مګر نه د هېواد خپلواکي او خپلبسي.

    معه سلاموکم الاهلول مباحثون

    ملا ميوند آخوند

  10. واعلیکوم اسلام اخوند سیب

    هو کرزي سیب خو داسې ډیر کارونه کړي چې یادول یی کتاب ډکوي او ستاسو په دې پوښتنه چې ددی خلکو په منځ کې څه وکړي؟ ټول یی په حکومت کی داخل کړي خو د مجاهدو واک ډیر دی بل دا اسان کار نه دی چې هر چا ته برښه ورکړي خو برښه ورکول کیږي نه برښه غوښتل کیږي چې ونه غوښتل شي ولسمشر به څه ورکړي

    بل سوال دا چې ۲۰۱۴ وروسته به څه کیږي؟ له ۲۰۱۴ وروسته هم بهرنیان نه وزي دا اوازې یوازې په افغانانو او د افغانستان په حکومت پشاراچول دي او پوهان په دې پوهیږي چې ..

    دې هیوادونو په نړیوال قانون یرغل نه دی کړی خو د القایدې او سخت دریځو له منځه وړلو لپاره راغلي خو بدبختانه سخت دریځ نور هم دیر شو او دوي ورته اوس افغان اولس یا حکومت هم ورکوي

    دا عجبه خبره نه ده چۍ ۴۰ ملکونه ددې لپاره راغلل چې سخت دریځه له منځه یوسي خو ددې پر ځای چې سخت دریځه له منځه یوسي واک ورکوي؟

    یا خو په هیواد مین یی یا نه پهیږې یا جاسوس او یا برین واش

    خداې دې زمونږ هیواد ته امن راولي

  11. عطا محمد نور چه په خپل سر په مزار کی پادشاهی کوی او چیری یی چه زړه وی ځی اوچاسره یی چه زړه وی ؛ګوری کوم نر شته چه له دندی یی ګوښه کړی

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *