پخواني ولسمشر ښاغلی حامد کرزی چې د واک په وروستیو کې یې په خلکو کې د امریکا پر خلاف په سنګر نیولو ډېر محبوبیت ترلاسه کړی و، اوس هغه پخوانی ملي زعیم نه، بلکې یو عقده مند انسان دی چې ټوله ورځ یې لکه د بې کارې ښځې، په دعوو او لستوڼو غورځولو تېرېږي.

داسې ښکارېږي چې پر ده د خدای پاک هغه لویي نه لورېده، او غوښتل یې چې همداسې یې وړوکی کړي. نن د حامد کرزي او مجید قرار سره مخامخ دي. هغه قرار چې خلک یې قراری بولي د کرزي ځواب وایي او کرزی په تبلیغاتي جګړه ورسره اخته دی. دې ته وایي خدای شرمول.

له امریکا سره د کرزي مخالفت هم داسې نه و، لکه خلکو چې فکر کاوه. تر څو چې د بش واکمني وه، کرزی د امریکا معشوق او امریکا د کرزي معشوقه وه. د کرزي کورنۍ د بش او ډک چیني له ډلې سره قراردادي اړیکې درلودې. کله چې اوباما راغی، د بش ډله په امریکا کې او د کرزي حکومت په افغانستان کې د امریکا اپوزیسیون شو.

زه د اشرف غني ملاتړی نه یم، او نه مې د عین او غین حکومت خوښېږي خو چې د کرزي وړکوالي، لجاجت او لېونتوب ته وګورم، هماغه د عین او غین حکومت هم د شرافت ټوټه را ته ښکاره شي.

هلکه د هر ملک ولسمشر چې ټاکنې وبایلي یا یې وخت پوره شي په عزت چېرته ژوند اختیار کړي. ملي شخصیت شي. د نوي حکومت همکاري کوي. د خپل ملت قدر کوي، او ملت یې هم قدر کوي. داسې نه د چې له چوکۍ څخه د جلا کېدلو په درېیمه ورځ کچکول غاړې ته واچوي او په پردیو هېوادونو د جاسوسۍ په دروېزه را سر شي. کله هند ته منډه کړه. څه دي، زما حکومت ما ته ځای نه را کوي، کله چین ته منډه کړي، څه دي، ولا یو څه پیسې مې په کار دي، سیاسي حرکت کوم.
کله هلته د غلو ډله په ځان را ټوله کړه، توطیې جوړوه، کله دلته.

ولسمشر کرزی چې اوس یې خلک د نسمشر کرزي بولي د کار لپاره دیارلس کاله وخت درلود. نه یې جنګ وکړ، نه یې سوله وکړه. نه یې آبادي وکړه، نه یې بربادي وکړه. کرۍ ورځ به یې د چرسو د چلم ترڅنګ، د چاپلوسانو په حلقه کې ناست و. یو یې د اروزګان جان محمدخان پیدا کړی و چې په ارګ کې به یې په لرګو د چایو چایجوش دموله او بیا به یې د ارګ دېلوالونو ته په بیاتي سنت وهل، یو یې هېوادمل نومی موندلی و چې وروسته خلکو هېواد غل کړ.
اوس وایي دیارلس کاله کم و، زه یو څه نور وخت هم غواړم. وایي زره ملیارده ډالره کم ول، یو څه دې نور هم افغانستان ته راشي. وایي یو سل او نهه څلوېښت زره مړي کم شوي دي، یو څه دې نور هم وشي. وایي یو ملیارد ډالره له کابل بانکه کم غلا شوي، یو څه دې نور هم غلا شي. وایي د کال څلور سوه ملیونه ډالره د دفاع وزارت په قراردادونو کې کم غلا شوي، یو څو زره ملیونه دې نور هم غلا شي. وایي دوه زره قومي مشران کم ترور شوي، یو څو زره دې نور هم ترور شي. وایي یو نیم سل کلومټره خاوره پاکستان کمه نیولې ده، یو څه دې نوره هم را څخه ونیسي. وایي دری کاله پر کونړ کم راکټونه و ورېدل، یو څه دې نورهم را و اوري. وایي دری ملیونه پښتانه ماشومان کم بې تعلیمه دي، یو څو دې نور هم پاتې شي.
خلاصه، د کرزي لا ارمان نه دی ختلی. دیارلس کاله فساد عین اصلاحات ورته ښکارېږي. نور وخت غواړي.

By Editor2

14 thoughts on “لوی کرزی کوچنی کرزی په منځ کې ګلالی کرزی/مستونګ خان”
  1. نه وروره زه درسره موافق نه یم . کرزی لالا د افغانستان یوی ډلی خلکوته ډیر خدمت وکړ، یوه ډله خلک ډیر تری خوشحالی دی او هغه داسی:
    کرزی په اوله ورځ پنجشیر ته ولاړ او د مسعود د قبر طواف یی وکړ له طواف سره سم یی د هغه عکس په خپل دفتر کی کیښود، د پنجشیر 60 زره کسیزه ولسوالی یی په ولایت بدله کړه.
    مسعود ته یی د افغانستان د ملی اتل لقب ورکړ ، ځکه چی هغه له هرچا ډیر د کابل ښاریان ووژل او د کابل ښار یی لوټ او په کنډواله بدل کړ . د افغانستان سل کلنه 450000 کسیزه ملی اردو سره له زرګونو طیارو او 4500 ټانکونو او په میلیونونو سپکی او درنو وسلو له منځه یووړه ، د سالنګ د لویی لاری ټول پلونه او د واورو په مقابل کی محافظتی استحکامات یی په بمونو والوزول.
    د مسعود په افتخار یی د پنجشیر سرک پوخ او قیر کړ.
    ملامحمدقسیم فهیم ته چی د استاد ربانی د حاکمیت په دوره کی د ملی امنیت رییس و او د مسعود په وژنی او بهرنیانو ته د راتللو زمینه برابره کړی وه د مارشالی اعزازی رتبه ورکړه.
    خلیفه عطامحمد نور یی د بلخ ولایت تام الاختیار او مادام العمر والی مقرر کړ،
    تورن اسمعیل خان ته یی د اوبو او برښنا مسلکی وزارت په لاس کی ورکړ او په میلونونو دالر یی د برښنا د واردولو لپاره حیف او میل کړل.
    خپل ماما شیخ آصف محسنی ته یی د معارف یا په بل عبارت د کورنیو چارو وزارت مځکه تحفه ورکړه او هغه نر خوندی په افغانستان کی شیعه مذهب د خپراوی لپاره مدرنه شیعه خانه جوړه کړه چی اوس هرکال ایران ته په سلګونو مسلکی جاسوسان روزی.
    د کابل ښار لویدیز د برجای مځکی ( دشت برچی ) چی له زرګونو کلونو راهیسی دپښتنو وی کی هزاره ورونو ته د امتیاز په شکل سره ورکړی او ځایی پښتانه یی د مصلحت په خاطرتری وشړل
    په مقابل کی ښاغلی کرزی په زرګونو پښتانه په یو او بل نوم شهیدان کړل. نو مونږ ته یی که خدمت نه دی کړی نورو ته یی هرڅه چی په وسه پوره ول ویی کړل.

  2. ښه لیکنه ده وقیعتونه دی لیکلی دی خو زه فکر کوم چی تاسی کرزی هیڅ نه پیژنی هغهد یوی داسی کورنی څخه دی چی د غلا فساد او چور مرکز ؤ به کندهار کی دوی په خپل کور کی په کرز کی د نیکه د وختو غله ساتل اوس هم دی دیارلس کاله د غلو مجاهدو سره او د شمالی غلو سره خپلی غلاوی کولی دوی نه د هیواد فکر کاوه او نه د خلکو د پاکستان سره د تړون مخالفت پدی کوی چی پاکستان پر دوی اسناد لری او دوی ټوله بیره لری چی د دوی اسلیت به ښکاره سی.
    د کرزی په حکومت کی تر ۹۰% ډیر د پاکستان جاسوسان وه او کرزی لکه هر وخت د پیسو د پاره د هر چا نوکر ؤ.

  3. کرزي صاحب کې مشکل نشته، مشکل د هغه په ځینو پخوانو دوستانو کې دی چې په پخوانو امتیازاتو پسې ګرځي. د هغه ځینو دوستانو پخوا د خارج پرله پسې سفرونه، د ایران پټې پیسې، د ځمکو د غصب امرونه او داسې نور ناروا امتیازونه لرل چې اوس نشته نو د دې په ځای چې په تیرو امتیازونو د شرم احساس وکړي، تیر وختونه وریادیږي او په ځینو تلویزیونونو او اخبارونو کې یې غني خواره کي ته کنځل پیل کړي دي. غني که خدای مکړه خپله غلا وکړه یا یې ورور او کورني غلا وکړه، نو تاسې هم ورنه تمه وکړۍ او که هغه خپله غلا نه کوي، تاسې ته ولې امتیازات درکوي. دم

  4. الله د په ګوتو برکت که چه دا سړی نور هم دنیا او افغانانو ته صحیح ور وپیژنی د ا ملی خاین او ګداګی نا اهله.

  5. د ګرزی خاین او وطن پاور په هکله باید ډیر څه ولیکل شی. له تاسو ټولو مننه

  6. I think that we fly with emotions. You are biased towards Karzai. Karzai did what he could have done. The rest is the work of all Afghans.
    Ghani is just a nut person using appeal to emotion strategy to stay in power, otherwise he is encircled by dogs who were kicked out by Karzai.
    Nothing will change even after Ghani’s departure. Majid Qarar can express his opinion as he wishes, but it will mean nothing unless people see real change happening. Ghani even created militia in North to eliminate the remaining enclaves of Pashtuns. Today, Ghani appointed a useless Hazara woman the governor of Wardak, so you will have more MP Hazara (Wakdak, Daikundi, Bamyan and the rest).
    I do not even understand why you guys make Ghani another Nabegha like Taraki…
    Cool down and become real…

  7. کرزی دملت رهبر نوه دادغلو او ټوپکيانو لالا وه نوردی يوه زړه کمبله راوخلی او پر ځان دی راکش کړی او خپله پرده دی وغواړی که ملت رابيداره سو نو بيا به يي محکمی ته دګريوا ن څخه نيولی راکش کړی تر څو دخپلومرداريو جواب ووايي .کرزی صاحب نور ستا پر چشمک خلک نه غوليږی

  8. ټول ذکر شوی مطالب می ولوستل او دا ټول حقیقت دی خدا دا نورهم وشرموی چه ټول افغانستان دداړه ماران و غلو ته وربښلی وو چه تراوسه خلک د هغوی دشره خلاص ندی دومره مرداری کړی چه اوس دا بیچاره غنی هم حیران دی چه د کوم ځایه د ا کثافت پاکولو پلان جور کړی دا زورواکان و غاصبین ټول دهمدی پاتی شونی پروردګار ددغه شر نه ټول را خلاصه کړی امین.

  9. ډیر د افسوس خبره خو دا ده چې ټکوو که دا ستاسو نظر صحیح هم ونیسو چې کرزی ځنې غلطیانی کړی دی خو … ایا دی تر دي نورو ا‌ژدهارانو هم خراب یا بد وو؟ چې ته تر ټولو راتیر شوی په ده دی حمله وکړ او که له هغو ډاریږي چې څه نشې ورباندی لیکلای او له ده ته هم نبیرږی څه چې دی زړه وغوښتل ورباند و دی کښل، زه د کرزي مدافع نه یم خو له دي د ځان له دښمني سره سخت مخالف یم. تاسو باور وکړي چې هغه چې ټوپک يي اخستي هم د ځان دښمن دي او د ځان په تاوان او د نورو په ګټه جنګیږي او دا چې قلم يي اخستي دا هم د ځان په تاوان او د بل په ګټه جنګیږي، مشخص هدف د ځان او د خپل ملت لپاره نلری یوه ورځ یو تائید او بل وټکوه او بله ورځ بیا بل تائید کړه او…. ږ

  10. ګران مستونګ جانه!
    داسي معلومیږي، چي تا هم د خپلي دروېزې حق اداکړ؛ تا هم د ولسمشر غني پر سترخان د ناستي ولاړي حق ادا کړ؛ ځکه چي په دغه الفاظو او په دغه ډول عقدیي احساساتو د یوه ولسمشر ننګه او دپخواني ولسمشر رټل سمه او د انصاف خبره بل کس نه کوي او نه یې کولی سي.
    ولسمشر غني راباندي ګران دی، خو د پخواني ولسمشر لاسته راوړني هم د هیریدلو نه دي.
    هغه انډوخره چي د بهرنیانو لخوا په دې وطن کي تیره سوه، که ولسمشر غني وای، لا وخته به ځيني غوا سوې وای؛ دا بهرنیان وه، چي یوه ولسوالي یې پر ټول افغانستان حاکمه کړه، پخوانی ولسمشر کرزی ارګ ته یوازي ولاړی، په داسي حال کي چي هلته له وخته لا ارګ محاصره سوی ؤ؛ د هغه وخت مصلحت دا ؤ، چي کرزی باید ډېری د زغم نه وړ زهرجن غړپونه تیر کړي، او دا کار یې هم وکړ، ولسمشر غني ته یې جوړ نظام وسپاری.
    د پخواني ولسمشر توهین سمه خبره نه ده! هغه وخت چي د ولسمشر په صفت ټاکل کیدی په کندهار کي د ټالیبانو په وړاندي په جنګ بوخت ؤ، چي په بن کي انتخابات وسول او ده ته وویل سوه، چي ته ولسمشر یې، ده دا مصلحت وګڼل چي پر ډېریو نادودو او ناروا ټاکنو باندي سترګي پټي کړي او د هیواد او نظام جوړوني ته مخه کړي؛ او دا کار یې تر خپله وسه هم وکړ. امریکا شمالیانو ته په چپ غوږ کي وویل چي کابل ته مه ننوزی خو په راسته غوږ کي یې بیا ورته وویل چي تاسو ننوزی، چي بیا په نظام کي غوښنه ونډه در ورسیږي. عیني کیسه په کندهار کي د ولایت پر سر هم تر سره سوه، ښاغلي کرزي ملانقیب الله د کندهار د والي په صفت مقرر کړ او بیا یې د امریکایانو سره هم شریکه کړه امریکایانو یې ننګه وکړه، خو په بل سره کي یې بیا ګل اغا شیرزي همدغه امریکایانو وویل چي ولایت ته دي موږ ننباسو ته ماسي درځه، هغه وو چي امریکایانو ګل اغا شیرزوی په ولایت ننه ویست.
    کله چي پخوانی ولسمشر کرزی د امریکایانو په نیت وپوهیدی او ټوله پالیسي ورته واضحه سوه، بیا یې نر غوندي په وړاندي ودرېدی، خو ولسمشر غني ژغورل سوی هیواد یو ځل بیا د ام ای ۶، ایس ایس ای او سي ای اې په جیب کي ور واچول.
    په خدای ج قسم خورم چي د افغانستان او پاکستان د امنیتي تفاهم لیک پر سر ولس له ښاغلي غني ډېر بېزاره دی.
    ولس وږی بیدیږي خو له پاکستان سره معامله نه کوي.

ځواب ورکول aslamaslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *