په هر ځای کې لوی او واړه خلک شته، چې لوی خلک لوی لوی ارمانونه لري او لوی لوی کارونه کوي.

دوی د ځان په فکر کې کم او د ملت په فکر کې زیات دي او واړه بیا وړې ارزوګانې لري او یوازې د ځان په فکر کې وي.

د انسانانو فکرونه سره فرق کوي او دا یو حقیقت هم دی، چې د انسانانو داخلي جوړښت سره توپیر لري.

هر سړی دې دنیا ته د خپلو عینکو په نظر ګوري. یو مالدار هر وخت د مال، دولت، سرمایي او پیسو خبرې کوي، دې ته پیسې له هر شي ډېر اهمیت لري او عزت په مالدارۍ کې ګوري.

یو زاهد د دنیا هر څه قربان کړي او د الله تعالی د لاس ته راوړلو لپاره هر څه ترک کړي دي، دی یوازې د حقیقي ذات سره مینه لري.

د یو لوړ موقف خاوند په دې خوشحاله دی، چې خلک یې آغا او بادار په نامه یاد کړي او د لاس لاندې خلک یې عزت وکړي.

یو خدمتګار د وطن ته له هر څه نه خدمت مهم دی، او دی د هيواد پرختګ خپله دنده ګڼي.

یو شاعر چې یو ښه غزل ولیکي او د خلکو لخوا تشویق شي، دې ته دا څو بیتونه له هر شي ډېر ارزښت لري.

یو فلسفي دې نړۍ ته د شک په سترګه ګوري او په هر څه کې د(ولې) ځواب لټوي او د هر شي په اړه پوښتنه کوي.

هو! د هر چا لیدلوری فرق کوي او د ټولو انسانانو تر منځ د فکر تفاوت موجود دی.

رښتیا چې د وړوکي کار کوچنی وي او د لویانو کار د ارزښت وړ وي، د لوی او وړوکي توپیر په همدې کې دی.

یو شاعر وايي: د لوی انسان سره د دې دنیا لویه نقشه وي او د وړوکي انسان سره د نړۍ وړه نقشه وي، لوی فکرمند او عالمان انسانان ښارونه جو ړوي، ملکونه جوړوي او واړه انسانان د ځان لپاره کورونه جوړوي.

استاد الفت هم په دې اړه وايي: ( په انسانانو کې ډېر تفاوت شته دی، په دوی کې ځینې د ځان لپاره خدمت کوي او د ځان په فکر کې دي او ځینې بیا جهان په فکر کې دي او جهان جوړوي.)

One thought on “ليدلوری/ سید اصغر هاشمي”

ځواب ورکول Rahmatullah Mehraban ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *