ژوند یوه منډه ده او په دې منډه کې تر نورو مخکې کېدا ته کامیابي وایو. هغوی چې خپلې مخې ته نه بلکې نورو ته ګوري، سرعت یې کمېږي او دا خطر شته چې پښه یې چېرته له تیږې سره ولګېږي یا بل مشکل ورپېښ شي. د نورو په کار کې کار لرل او د نورو په کامیابي باندې زړه خوړل، په ژوند کې د ماتې او ناکامۍ سبب ګرځي.

که له کامیابي څخه مطلب په خپلو کارونو کې پرمختګ وي نو د دې پرمختګ لپاره ارام ذهن او لازم وخت پکار دی. هغه څوک چې د نورو په خصوصي ژوند کې د لټون عادت لري، نه یې ذهن ارام وي او نه خپلو چارو ته کافي وخت مومي. دغه عادت د شخصیت د ودې مخه نیسي او د وګړي د اخلاقي زوال سبب ګرځي. د بل چا د شخصي لیک لوستل، د نورو د خبرو د اورېدو لپاره د دروازې شاته درېدل او یا بل چا ته په غلا غلا ورکتل چې څه خوري، څه کوي او څه یې اغوستې دي، په اخلاقي لحاظ جواز نه لري.

هر هغه کلتور چې د نورو په شخصي ژوند کې د مداخلې جواز پکې زیات دی او د بل په کار کارلرل ورکې عیب نه ګڼل کېږي، د ټولنې د پرمختګ لاره یې اغزنه ده. ټولنه هغه وخت وده کوي چې وګړي یې وده وکړي او د وګړیو وده هاله اسانه وي چې د ټولنې غړي له ځانونو د یو بل مفتشان او څارونکي جوړ نه کړي. په اروپا کې وده هغه وخت چټکه شوه چې د ټولنې غړیو د یو بل خصوصي حریم ومانه او د یو بل په خصوصي ژوند باندې تبصره یې د شرم چاره وبلله.

د دې لپاره چې د فردي ژوند په چارو کې کامیاب شو، چې په اخلاقي لحاظ وده وکړو او ټولنه مو ترقي وکړي، دا راته ضرور ده چې تر وسه وسه د یو بل په شخصي ژوند کې له مداخلې لاس واخلو او د قرآن کریم په دې قول عمل وکړو چې : ولا تجسسوا یعنې د بل په کار کې تجسس مه کوئ. په تورات کې تجسس ( د سترګو شهوت) بلل شوی دی او بنیادم ته اخطار ورکول کېږي چې تر هغې پوهې چې خدای پر انسان لورولې ده، ورهاخوا دې څه نه زده کوي. د لټون نه کولو دا توراتي تعبیر د ودې او نېکمرغۍ مخه نیسي. انسانانو اوسنی عظیم تمدن د لټون په برکت جوړ کړی دی. هغو قامونو چې د لټون ځای خطا کړی دی او په فطرت کې نه بلکې د یوبل په شخصي ژوند کې تجسس کوي، ښه ورځ نه ده لیدلې.

3 thoughts on “لټون/ اسدالله غضنفر”
  1. استاده ستا هره ليکنه روحي تسکين او ارامي سړي ته ورکوي ، په ډېرو ساده جملو او خبرو کي دومره لوړ او عالي
    مفاهيم سره يوځای کوې ، سړی به وايي چي ادبي ملغلري دي ، په څو ځله لوستلو سربېره بيا ، بيا يې لوستلو ته د چا زړه کيږي ، تا دي خدای ج ژوندی او صحتمند ولري ٠

  2. د استاد دهرې بلې لیکنې په شان عالي ده. د استاد د لیکنو لوی کمال دا دی چې لوړ پیغام په ډېره خوږه ژبه او ساده ژبه بیانوي

ځواب ورکول توخی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *