تاند – (لپه) د اجمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه په کابل کې سروش کتاب پلورنځي چاپ کړه. په دې کتاب کې ۶۰  کیسې لوستلی شئ.

لیکوال د کتاب د نوم او د کیسو په هکله په سریزه کې لیکي: « د کندز په چهادرې کې زما د انا ترور وه. ټولو به اګۍ بلله. داسې ښځه وه لکه د نکلونو ښاپیرۍ.

په کوچینواله کې به چې کله له انا سره کلي ته تلم نو دا به د اګۍ کورته ورتله. اګۍ به زه یوې بلې کوټې ته بوتلم هلته المارۍ وې دې به له المارۍ یو شی راواخیست. دا به ولاړه وه……لپې به یې لوړې نیولې وې او راته ویل به یې:

« زویکه په لپه کې مې څه دي؟»

ما به یا نخود یا ممیز یاد کړل دا به له خندا شنه شوه زما په لمن کې به یې د ممیزو، نخودو او نقلو دانې راتوی کړې یو نیم ګاو چاپ چاکلیټ به هم پکې وو، اه لاهم هغه خوند نه هیروم.

د کیسې دا ټولګه چې ستاسو په لاس کې ده د اګۍ د لپې په څیر راباندې ګرانه ده»

د ( لپه) مجموعه د اجمل پسرلي د لنډو کیسو دوهمه ټولګه ده. تر دې مخکې د ( میږتون) په نوم د ښاغلي پسرلي د کیسو په ټولګه کې تر ۱۰۰ ډیرې کیسې یوځای چاپ شوې وي.

د کیسو په ډګر کې ښاغلي پسرلي تر دې مخکې نقد ته تر ډيره مخه کړې وه، د ( لنډې کیسې به څرنګه لیکو) کتاب یې ژباړلی و. د ( نجیب محفوظ څرنګه کیسې لیکي) کتاب یې چاپ شو او د ( ماشومانو ته څرنګه کیسه ولیکو) کتاب یې هم خپور شوی دی.

د ( لپه) په کتاب کې د اجمل پسرلي هغه کیسې چاپ شوې دي چې په وروستیو دوو کلونو کې لیکوال لیکلي دي او یو شمیر یې د انټرنټ له لارې خپرې شوې هم دي.

One thought on “د اجمل پسرلي د لنډو کیسو نوی کتاب چاپ شو”

ځواب ورکول سلظان احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *