یوازې زموږ په دعاګانو خو نه کیږي. لږ پخپله هم ځانونه وخوځوئ!

لکه څنګه چې تر دې دمه مو همت کړئ او نړیوالو لوبو ته مو خپل ملي ټیم ویستلی، له دې هیسته هم په ډاډمنه توګه کولی شئ چې خورا پرمختګ وکړئ او خپل ګران افغانستان په زیاتو بریاوو ونازوئ.

که دغسې کیدی، نو د نړۍ نامسلمانه خلک به اوس تر ټول وروسته پاتې او ناکامه انسانان ول. خدای د ټولو خدای دی او په دې دنیا باندې پر خپلو ټولو بندګانو باندې که هغه مسلمانان دي یا غیر مسلمانان، مهربان دی.

د کرېکټ ملې لوبغاړو تاسو ته وایم!

آخر تر کله؟

داسې خو نه کیږي چې بس نړیوالو لوبو ته ووتئ او هملته پاتې شوئ. آخر د دغه ولس سترګې درته اوړي، د دوی هیلې، احساسات او ولولې تر تاسو هم ډیرې دي. باور وکړئ چې د دغه کړیدلي او ژړیدلي ولس خوشحالي نن ستاسو له بریا سره غوټه ده. که تاسو پخپله بریا باندې یو برابر خوښیږئ، خو ستاسو تر شا ولس دلته له خوشحالۍ نه بیخي له خپلو ځانونو نه ورک شي، هیڅ په خپلو جامو کې نه ځاییږي او په دې کي دي چې اوس څه وکړي؟ همدغسې که تاسو پخپله ناکامۍ مازې هم خپه کیږئ، نو زموږ دلته نیمې نیمې غوښې توییږي.

بلاخره بس ده، لږ مسوولانه لوبه وکړئ!

تر کومه به ځانونه کمزوري احساسوئ؟ کله چې د نورو اتلانو په وړاندې دریږئ، همدا پخپله ستاسو اتلولي ده، تاسو هم له هغوی څخه کم نه یاست، تاسو هم اتلان یاست او ان تر هغو هم باندې اتلان!!

زه خو وایم چې که سر له ننه دا خبره خپلې مخې ته ونه دروئ، چې ګواکې تاسې تازه لوبغاړي یاست، پوره تجربه نلرئ او ایله بیله مو لس کاله کیږي چې د کرېکټ ډګر ته راوتلي یاستئ، نو ډیره به ښه وي. هم به مو روحیه پیاوړې شي او هم به مو لوبه په ډاډه زړه تر سره کړې وي.

که په دې خبره باندې ځان ډاډه کوئ، چې ولا تازه او بې تجربې لوبغاړي یاست، نو کیدی شي چې تر ډیره پورې ستاسو د ناکامۍ او ماتې لامل شي.

دا منم چې په لوبه کې بریا او ماته حتمي وي، خو داسې هم نه، لکه تاسو چې په ډیر لوی توپیر سره ماته خورئ! که هرڅه دلیل راته مخکې کړئ ما خو څه کوئ چې هېڅ منطق یې نشي منلی. اخر ستاسو سیالان خو څه له ماشومانو سره لوبه نه کوي؟ یوه پیاوړې لوبډله لرئ او د یو باتور ملت له منځه راوتلي یاستئ. سمه ده چې کله کله داسې پیښیږي، خو هر ځل نه.

نیمګړتیاوې مو خورا ډیرې دي او داسې نه چې اوسنۍ دي، له ډیر پخوا راهیسې په تاسو کې لیدل کیږي، چې متاسفانه هیڅ اصلاحات لا نه دي پکې راغلي.

دا چې زه په بشپړ او تخنیکي ډول نشم کولی ستاسې ټولې نیمګړتیاوې در په ګوته کړم، خو په عمومي ډول به دغو یو څوو ته اشاره وکړم:

–         د توپ وهنې (بېټېنګ) په برخه کې بیخي زیات کمزوري یاست. ان ځینې مو پکې ښه زیاته بېغوري هم کوي.

–         وېکټ نشئ ساتلی.

–         توپ اچوونکي (بالران) خو بیخي په توپ وهلو نه پوهیږي.

–         د ډګر ساتنې (فیلډینګ) په برخه کې لا هم ستونزې لرئ، هر ځل مو په تکراري ډول تیروتنې کړي دي. خو بیا هم همغسې روان یئ.

–         جرات له لاسه ورکوئ، او په ارامه روحیه لوبه نه کوئ.

–         کله کله د لوبې لوری درنه اټکلي شي.

–         ځینې ځینې مو د ضد له امله د زیان او ناکامۍ لامل ګرځي.

–         ښه منجمنټ لا هم نه تر سره کیږي.

شاید ځینې دوستان ووایي، چې دا هر څه خو پر یو وخت نشي بشپړیدلی! خو زه یې بیا هم ځکه نه منم، چې یادې ستونزې او نیمګړتیاوې به تر کله وي؟ په وار وار موږ هم په اوسنیو او هم په تیرو لوبو کې لیدلې دي. آخر دا څه ډول منجمنټ دی؟ یو ځل خطا، دوه ځله خطا. نه دا چې په خطاوو کې دومره شهرت تر لاسه کړئ، چې بلاخره سیالانو ته مو د کمزورۍ ټکي جوت شي او د هر ځل لپاره وکولی شي، چې په اسانه مو مات کړي.

داسې نه ده، چې له تاسو نه ناخوښی یم، په بریاوو مو ویاړم او باور وکړئ چې کله لوبه ګټئ، نو له خوشحالۍ نه تر سهاره پورې خوب نه راځي او چې کله لوبه بایلئ، نو له خپګانه بیا هم تر سهاره خوب نشم کولی.

بیا هم تاسو ته سلام او سلام! تاسو هغه اتلان یاست، چې د یوه مړه هیواد نوم مو را ژوندی کړ، د یو داسې هیواد بیرغ مو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپاوه، چې شاید ډیرو ناخبرو خلکو به پيژانده هم نه.

ټول هیوادوال مو منندوی دي. خدای مو بریالي لره.

————————————————————-

تاند (د سریلانکا او افغانستان لنډه پرتلنه)

سریلانکا څه باندې ۷۰۰ نړیوالې یو ورځینۍ مسابقې کړي

افغانستان ۲۷ یو ورځینۍ مسابقې کړي چې یوازې ۴ یې د ټسټ د حیثیت لرونکو ټیمونو سره وې.

سریلانکا له ۳۲ کلونو راهیسي نړیوال کرکټ کوي یعني په نړیوالو جامونو کې د مسابقو اجازه لري.

افغانستان ۳ کاله کېږي چې دا مقام یې ترلاسه کړی

5 thoughts on “لږ مسوولانه لوبه وکړئ! – جمیل ممتاز”
  1. له ممتاز ورور سره موافق یمه. افغان ټیم به هغه وخت پوره کامیابی ته ورسیږي چی دا فکر له ذهن نه لري کړی چی ګوکی دوی نوي دي او مقابل جانب ډیر تجربه ناک ده. دا بلکل غلط فکر ده. دا ستاسو روحیه کمزوري او ناکامی ته مو مخ کوی
    که یو ټیم سل کاله تاریخ هم ولري خو داسی خو نده چی هر لوبغاړی د هغه ټیم سل کلنه تجربه لري. تاسو لس دولس کاله کیږی چی تجربه لري او کله کله خو داسی بالرانو او بیټسمینانو ته نشی ودریدای چی هغه نوی ټیم ته را ننوتی وي. زمونږ د کرکټ بورډ تجربه که ددوی له کرکټ بورد نه کمه ده خو سمه ده ولی ستا لوبغاړی او د هغه د لوبغاړی تجربه به دومره تفاوت نه لري. همت وکه او لکه غر په میدان ودریږه. مننه

  2. Dera pa zay khabari de wakarey garana
    Dalata yew so kasano ho cricket masera karey dee .
    Da wey de pa koor bandey ki na wey pahpala loba jorey gi
    Za monga de lobdaley mesal ham de Afghanistan de hakomat de yew nakama Wali de yew walayet na bel waleyta?
    aw dalta ham Da ga loba rawana daa za ka ho nakama yeo

  3. مردم افغانستان و بخصوص جونان به شدت از رخ داد های المپیکی و پیروزی در مسابقات بیرون مرزی استقبال می کند و تشنه افتخار و غرور اند. پس لطفاً مسئولانه عمل نماید و بحر شوید برای رفع این تشنگی به امید موفقیت های بیشتر تیم ملی کرکیت افغانستان و سایر قهرمانان کشور.
    امان هوشمند

  4. ګرانه ممتاز جانه زه هم ستاسو سره سل په سلو کې موافق یم خدای د وکړي چې ستا خبرې د لوبغاړو غوږونو ته ورسیږي او عمل پرې وکړي. د دوی د لوبو د لیدلو لپاره خو ما ۸۰۰ ډالر باندې پروجکټر اخیستی دی چې زه د دوی اتلانو لوبي په لویي سکرین باندې وګورم او که داسي ګډه وډه لوبه وي نو بیا خو په ۱۴ انچه تلویزیون باندې هم د لیدلو وړتیا نلري. خدای مو کامیاب او بریالي لره.

    نور

  5. زه هم موافق یم داسی باید ونه ویل شی چی افغانستان نوی ټیم دی او تجربه نلری دا لس کاله کیږی چی لوبی کوی نو چی لس کلونو کی تجربه پیدا نکړی نو نور به یی څه وخت وکړی. دا د نورو ټیمونو لوبغاړی هم اکثراْ له ۱۰ کلونو ډیره تجربه نلری داسی خو نده چی د نورو ټیمونو لوبغاړو دا ۵۰ کاله کیږی چی لوبه کوی. جنوبی افریقا هم په ۱۹۹۶ کال کی اول ځل لپاره نړیوالو لوبو ته راغی تجربه یی ډیره کمه وه اما په هماغه نړیوالو لوبو کی یی ډیری مسابقی وګټلی او نیمه پایلوبی ته هم ووتل

    افغانستان ضرورت لری چی ځینی لوبغاړی له ټیمه وباسی لکه شهزاد، صادق، او نوروز منګل. شهزاد او صادق په تیرو دوو یا دری کلونو کی یی هیڅکله ښه لوبه نده کړی نو باید د دوی ځای د نوو توپ وهونکو باندی ډک شی.

ځواب ورکول اکبر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *