د ملګرو او شاعرانو وروڼو نوي نوي شعرونه لومړي د فسبوک پر پاڼه موندل کيږي،زه چې خپله پاڼه خلاصه کړم ګورم چې څه نوي دي . اکثره وخت داسې پېښه شوې چې يوغزل مې لوستی پوره خوند او شاعرانه تصويرونه مې پکې موندلي، سبا ته مې بيا کتلي چې هماغه غزل ته ورته او يا له هغه نه په الهام مې بل غزل د بل شاعر لوستي خو نه مې پکې خوند حس کړی او نه هم شاعرانه معيارونه ، دا ولې؟

زما په اند يې يو علت دا دی چې ځنې شاعران او ليکوالان تکړه او زحمت کشه دي د خپل هر نوي تخليق لپاره نوي تصويرونه او نوې زاويې مومي يا د خپل شعر د قافيې او رديف په کليمو کې تر نورو زيات دقت او غور کوي او هغوی چې برعکس ټنبل او سست دي هماغه تيار موضوعات چې نورو موندلي را اخلي، په خپلو شعرونو او نثرونو کې ځای ورکوي او بلاخره د دې ډله خلکو لخوا دومره تکرار او زاړه شي چې د هغه لومړني کس په شعر يا نثر کې هم کم رنګه شي . خو په هر صورت د غزل دا ډول قافيې لکه زړه ، وياله ،وره ، تناره، بارانه ،باڼه ،بېلتانه ،خوله …. هر وخت خوږې راباندې لګېدلې او يا کوم تصادف دی تاسې يې په لاندې بيتونو کې وګورئ او قضاوت وکړئ . په همدې قافيه کې مې يو وخت د جلال امرخېل غزل لوستی چې له هرې لازمې خوبۍ برخمن او په ريښتيا چې د زړه آوازه دی يودوه بيتونه يې تاسې هم وګورئ .

دومره مې وژړل دا ستا دبېلتانه له درده     سترګې چې پټې کړم خوږيږي مې باڼه له درده

 لکه د پاڼې که خدای ژېړه کړلې ته له درده     لکه د ونې يې په ملا مات کړمه زه له درده

ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نشته    ته راته ووايه ؟ څوک څنګه شي ويده له درده

دهمدې غزل مقطع ده :

جلاله مينه به بدنامه شي په ټوله دنيا      په ډک محفل کې په زړه لاس مه ږده د زړه له درده

وګورئ چې په بيتونو کې څومره شاعرانه معصوميت محسوس دی ،په تېره پدې نيم بيتۍ کې : ته راته ووايه څوک څنګه شي ويده له درده .

دا غزل مې ټول ياد دی او ټول بيتونه يې خواږه دي، په همدې قافيو کې د امرخېل يوبل غزل هم شته چې له ډېر شيرنوالي مې په زړه کې لوېدلی، جلال وايي :

له لوپټې سره د ونيوې په خول کې ګوتې     جار د له ناز شم نور مې وهه په زړه کې ګوتې 

 د ياد غزل دونور بيتونه داسې دي :

ډېرې زما د نېټې کرښې په کې څه له کاږې      درنه به پاتې شي جينۍ په دېواله کې ګوتې

د عشق له درده مې کړه داسې ناګهانه چغه     لکه ماشوم نه کله ونښلي په وره کې ګوتې

جلال که دا ډول کليمي د قافيې لپاره ټاکي د نښې منځ ولې او بېشکه چې په استعمال او کارونه کې يې لوی کمال کوي او د لوستونکي په زړه چکونه لګوي . 

شاه نواز باقر ځوان او تاند شاعر دی بلا مينه وال لري، شعرونو يې زما زړه ته هم لار کړې ،باقر هم په همدې قافيه يوغزل ليکلی يو دوه بيتونه يې دادي :

دشته ده، تږی يمه دومره په کې زه سړيه     کاڼي زبيښم ترې را وباسمه اوبه سړيه !

توره تياره، د چا يادونه، درد، او اوښکې، سلګۍ         زما په خيال خو موسمونه دي پنځه سړيه

باقر د شعر قوي استعداد لري او په شعرنو کې يې نوښت، تصوير او تخيلي ځواک زيات پياوړی دی همدې ځانګړنو د باقر شعرونو ته يونوی رنګ او قوت وربښلی  .

راځئ د کاروان صاصيب يوغزل چې ورته هم آهنګه برخه لري هم ولولو او وګورو چې له څومره ښايستونو او خوبيو مالامال دی:

  يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم    غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم

چې ستا اوښکې کړمه تورې ملغلرې    د رنجو ډبره يم زه به رانجه شم

  يو دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی     ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم

اجازه ده چې جارو درنه غبار کړم      اجازه ده چې د سترګو دې باڼه شم

ښکلوم دې نه ،څه دومره ګستاخ نه يم    بس يوه خوږه موسکا به دې په خوله شم

يو ملنګ د زمانې يمه کاروانه    خدای خبر دی چې پاچا ته ور په زړه شم

الحاج کاروان هغه شاعر دی چې د ادب هر مينه وال يې پېژني او دده له شعرونو خوند اخلي، زما چې په لومړي ځل له شعرسره مينه پيدا شوه د کاروان (چينار خبرې کوي ) ټولګه مې ولوسته چې  زما د شعر ويده اروا يې راويښه کړه . 

راشئ د کوزې پښتونخوا د فلسفي شاعر سيدشاسعود په شعر کې هم د دا ډول قافيې مزه وڅکو ، د سعود د يوغزل يو څوبيتونه ولولئ چې لېمه ، ژوندانه،ساړه، ،کاته ،خوله او زړه يې د قافيې کليمې دي:

هېڅ چې په سترګو په لېمه نه کيږي    داسې ديدن په ژوندانه نه کيږي 

 لکه د واورې مې بدن اغوستی   لکه د غرونو مې ساړه نه کيږي  

 لکه د سيوري راته خوب راولې     لکه د لمر درته کاته نه کيږي

ورسره سترګې چې ملګرې نشي    خبره بس تشه په خوله نه کيږي

سعوده ووايه صفا ووايه    نن دې غزل ته ولې زړه نه کيږي

د قافيې په همدې قالب کې ما هم قلم ځغلولی يو څو بيتونه يې وګورئ:

په ړومبي ځـــــــل په ژوندانه کې زهر     جانان را وا چـــــــول په خوله کې زهر 

 خوله مې پرې دومره ترخه شوې ده چې      اوس راته ښکاري په هر څه کې زهر

خوږې اوبه دي ، مـــــــــــــــــــګر تږی ګرځم      هســــــــې نه راشي په وياله کې زهر

او ياهم دا بيتونه چې شهيد او اتل قاسم خان ته مې ليکلي وو :

څړيکه يي پرهر کوي دا غونه مې پر زړه پاتې    څــــــــــــومره ډېر يادونه راته ستا د بېلتانه پاتې

ستا اتلولي د کاڼي کرښه شوه غـــــــــــازي ياره    و سربازه! ستا دوينې څاڅکي پر ګـــوشته پاتې

ستا د شهـــادت په وياړ به ډېرې کرښې وليکم    لا مې په قـــــلم او زړه کې وينه څه ناڅه پاتې.

 د قافيو په دې ډول هماهنګۍ کې چې تر اوسه ما کوم شعرونه لوستي په نظر خواږه راغلي ، يا ښايې زه ددې قافيې د خوږ والي تر تاثير لاندې راغلی يم .

 محب الله آرمل د وردګو ملي راډيو تلويزيون ۱۳۹۲-۱۱-۱۶

2 thoughts on “لکه د غرونو مې ساړه نه کيږي/ محب الله آرمل”
  1. مننه ورور د شعر ښکلی اړخونو ته مو اشاره کړی وه د انسان ذهن په کی پراخیږی
    منندوی

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *