بیګانۍ ټوله شپه مې د قلبې دغوایانو په غاړکیو تیره کړه ، ګونګروګان مې یې دوه برابره کړل چې سبا سهار به کروندې ته ستاسې د کاله له مخې تیریږم ، ته به د پرون په شان ، دغاړکیو له شرنګها سره بام ته پورته کیږې اووینم به دې .
نن سهار مې جوړه غوایانو، د ګونګروګانو له سرود سره ، لکه د دښمن له جنګه راستون شوی منظم پوځ، درانه درانه پلونه اخیستل.
ستاسې د کاله مخه درب ، دروب ، شرنګ ، شرونګ په سر اخیستې وه.
ما ستاسې بام ته کاته، خو ومې نه لیدلې.
لکه چی ویښه نه وې.
دیر په زره پوری سیند صیب