پرتيما زموږ د څانګې ملازمه ده،  په خپلو کارو کې دومره بلده اوخانتماوي چې لویو لویو کاتباتو او بابوګانو ته هم مشوره ورکوی، په هغوکې کلو کې چې زه نوی هندوستان ته راغلم ددې د واده دری څلورکاله تیرشوي وو، نوې دلته ټاکل شوې وه ،  دوه  دری بچیان چې پیداشول خاوند یې ناروغه شو او ومړ، د ژوند هرڅه  دې ته ورپاتې شول ، خاوندیی تردې دمخه کټ مټ ملازمت درلود ، کله چې هغه ومړ ، دولت ورسره دا ځوانه وکړه چې د خاوند پردنده یي بیرته دا زموږپه اداره کې وګمارله ، دا اوس ما ډیرښه پیژني، افغانستان پیزني او ان چې نن سبا په افغانستان کې هم شمشیرزن او … دا ټول ترما هم دا ښه پیژني … هره ورځ چې په تلویزیون کې کوم خبر واوري ، په سبا چې دفتر ته راشي، دهغه په باره کې معلومات راکوي ، او یاهم له ما معلومات غواړي … په هغو کلو کې چې زه نوي هندوستان ته راغلی وم ، دي یوازې داکتر نجیب الله پیژاند ، سره له دې چې هغه دخپلو وفاوو او رښتیاوو ، په ګناه !  د ملګرو ملتو  یا دښمنو ملتو په میلمستون کې ناست و او هره شپه  به یې د سړی وژونکو او لوټمارو  په تورغوبل کې د آسمایی او شیر دروازې پرسر دخپل ماشومتوب په مینه ستورو ته کتل …  دې لاهم فکرکاوه چې هغه تراوسه د افغانستان واکمن مشر دی ، ښه پرې لګیده ، او هغه به یې یاداوه ، خو وروسته وروسته یي چې له کابله ځورونکی او دردونکی خبرونه او انځورونه لیدل ، پوه شوه چې موږ په څه  ناشولتو ورمخه شوي یو او څه دي چې پرموږ او زموږ پرخلکو باندې نه تیریږي … هروخت به یې چې لیدم  ددې ترخوله به همدا یو ټکی راووت :

– ای ربه ته خو له دغو خلکوسره چې داسې بده ورځ ورباندې راغلې مرسته وکړې ….

پوره یوه اوونۍ وشوه چې دفتر ته راځم ، هرسهار فکرکوم چې اوس به ترما دمخه  د دفتر په پاکولو او صا فولو باندې اخته وي ، خو کله چې دفتر ته راننوزم ، له دفتر تود وږم پورته کیږم ، پنکه ولګوم ، ایسی چالان کړم ، پرځای کینم ، په کارو اولیکنو بوخت شم ، خو  بیاهم ددې پته نه لګي ،  له پرون  راهسي  یوبل ملازم  سر را دننه کړي ، او پوښتنه وکړي چې  :

ـ  سر کوی کام هی؟  صاحبه څه کارشته ،

زه هم په لنډو ځواب ورکړم :

نه  …

         په زړه کې راتیره شوه چې پرتیما به په رخصتۍ تللې وي، ځکه یې اوس پرځای دغه ځوانکی ګمارل شوی چي راځي او یوه سرسري پوښتنه کوي اوځی …  رښتیا خبره خو داوه چې کوم کار پرتیما زموږ په څانګه کې کاوه ، بل چا نه شوای کولای ځکه خو به دهغې په نه شتون سره زموږ د څانګي مشرهم دنارامئ احساس کاوه …  دپرتیما دنده ملازمت و ، خو په هندي اولږ په انګریزي لیک لوست هم پوهیده ، داسې نه وه چې دیوې څانګي لیک باید بلې او دبلې بلي ته ورسپاري ، یوه ورځ مې د لیک لوست پوښتنه ترې وکړه چې سم دم یې راته وویل چې  :

  ـ ما دوولسم ټولګی په کلي کې پاس کړ ، بیامې واده وکړ ، له هغه وروسته ډیلي ته راغلم ، ما ناداچی هرسهار یې هندي اخبارلوست بیا به دندې ته راتله ، په لومړیو کې ماته داخبره دحیرانتیا وړ وه ، چې دولسم پاس باید په یوه دفتر کې ملازمت وکړي ، خو وروسته پوه شوم چې داسې دولتي کار اودنده په هند کې  لیسانس اوماستر ته هم په سختې سره میلاویږي  … ځکه نو پرتیما دغه دنده په خورا ایماندارۍ اوخوشالۍ سره ترسره کوله اوځان یې دهغې په رمز او راز باندې ښه پوه کړي و   …

      وبښئ چې خبره رانه لاړه ، پوره دوې اونۍ وروسته  یوه ورځ سهار وختي  چې کله دفتر ته راغلم ، پرتیما  چې  ښي پښه یې کلکه تړلې وه ، په دفتر کې په کار اخته وه ، پخوانۍ ملازم ته یې ښیراوې کولې او له یوسره ګډوه :

ـ خدای خو دې وینې … په دې یوه اوونۍ کې دې  نه دفتر پاک کړی اونه دې هم پیالي میخلې دي …  ولی دخدای په قهرککړشې ، تنخوا اخلې ،  په دولتی دنده باندې څوک دومره خیانت کوي ؟؟؟  ستاسې بی ایمانو او نا راستو دغه ناراستي ده چې هندوستان له خوارۍ  څخه نه وځي  اوکه نه موږ څه  نه لرو …. ؟

     پرتیما چې زه ولیدم ، دستي یې پرخپله خوله لاس ونیو،غلې شوه ،  مخامخ را ته ودریده ، او د خپلو دوو اوونیو ټول کیسه  یې په دې کې راته خلاصه کړه چې  کله دوې اوونۍ دمخه له دفتره وتلي وه ، کورته روانه وه ، چې د لارې پرسر یو ډنګر سپي خوله ور اچولې اوښه کلکه یې داړلي وه ، بیا یې کوم ګاونډي روغتون ته وړې وه ، هلته یې څه پیچکاري اودوا ورکړې وه ، خو ډآکتر ورته وویلي وو چې باید دیوې اوونۍ لپاره آ رام وکړي ، او یوازې د اړتیا پروخت باید روغتون ته راشي اوبس  …

       نن لومړۍ ورځ وه چې بیرته راغلې وه ، دي په همدغه شنه سهار کې دوې پوښتنې له ما وکړې ، یوه داچې ولې د سپیو داړل ، دومره خطرناک وي چې باید سړی زر تر زره  ځان روغتون ته ورسوي ،  بله داوه چې ستاسې د ملک سپي  به لږ سم وي ، زموږ هغه خو پک پمن پراته وي ، د سړي زړه درد پر ې کوي ، ته به عادي روان وې ، په پټه به درشي ، و به دې داړي او بیا به درنه  تښتي …

        زه خو تاسې ته معلومه ده چې نه ډاکتریم او نه هم وترنر ، یوازې مې دځان د خلاصون په خاطرمې یو دوه هله پته ځوابونه  سم ناسم په ذهن کې سره را تاوکړل او په لنډو مې دې ته وویل  چې ګواکي خلک وایي  دځینو سپیو غاښونه زهرلري ، کله چې سړی داړي ، هغه زهر په بدن کې خپریږي چې ډیرخطرناک وي…  بله خبره داهم ده چي یوشمیر سپی لیونیان کیږي ، داسې یوه حالت  ته رسیږي چې نه خپل پیژني ، نه پردې  پرهرچا چې ورغي ، یرغل پرې کوي ډاړي یې اوله منځه یې وړي … هغه ته لیونی سپي وایي ،هغه که سړي وداړي ، نه یوازې چې یوسړي داړي اوځي بلکي هرڅوک چې په مخه ورځي لکه انسانان ، حیوانات او نور او نورټول له  یوه سره داړي او خلک  په ژوند کې  ښه ورځ نه ترې ویني …

دپرتیما خوله خلاصه راته پاتې وه ، اوهمدایی ترخوله راوتل :

–  شکر چې زه کوم لیونی هغه نه یم داړلې …  هو، شکر … شکر…

زه لا سم نه وم ناست چې بیایی کوم پخوانی خبر وریاد شو  :

ـ  ته رښتیا وایی ، څه موده مخکې په تلویزیون کې خبرو چې په کابل خلک له لیونیو سپیو تر ستوني راغلي دي …

     ددې له خبرې زه پوه شوم ، چې دې ته د سپیو، هغه هم د لیونیو سپیوپه باره کې زما خبرې دکاڼي کرښې وې ، داسې ورته ښکاریده چې ګواکي زه د سپیو پرکړو وړو ، پرجوړو اوناجوړو ټولو باندې ښه پوهیږم ،داچې له کابله د سپیو په اړه تل خبرونه راځي ، دا هم فکرکوي چې هرڅوک په افغانستان کې ژوند کوي هغوی دسپیو ، هغه هم دلیونیو پرستونزو باندې ښه پوهیږي ځکه کله کله داهم راته وایي :

  – زموږ پخواني مشران هم پرهغه مهال چې انګریز سرکار دلته واکمن و دسپیو په ناروغیو ښه پوهیدل ، خو له موږ ه اوس هغه هرڅه تللي دي …

ددې یوه بله پوښتنه چې مایي ځواب ور نه شو کړای هغه داوه چې :

ـ  سپی چې لیوني شي ، بیا غپلای هم شي ؟

     فکر مې سره واوښت چې اوس څه ورته ووایم ، دې فکرکاوه چې هرڅوک د کابل وي اویا په کابل کې وي ، هغه دلیونو سپیوپرهرڅه باندې پوهیږي ، خو زه  یې اوس له داسې یوه حالت سره مخامخ کړی وم چې څه می د ځواب په نامه نه ورته  درلودل ، نا چار په ځیرځیر مې ورته وکتل ، ورته موسکی شوم اوسرمې ورته وښوراوه :

ـ پرتي ! دغه پوښتنه له یو بل چا وکړه ، زه نه پوهیږم چې سپي کله لیونی شي ، هغه غاپي که نه ؟ … که د زیاته بیړه نه وي ، کله چې داځل زه کابل ته ولاړم ، له یوچا به سمه دمه پوښتنه درته وکړم    !! ؟

 پای

نوی ډیلی   ۲۰۱۶


د استاد خالق رشید نورې لیکنې

One thought on “لیوني سپي غا پي؟ (لنډه کیسه) لیکوال: خالق رشید”
  1. سلامونه او له الله (ج)څخه ښه صحت درته غواړم که زحمت نکيګي نو دا زما تليفوت نمبر دي غواړم ستا تليفن نمبر ولر
    ۰۰۳۱۶۳۶۱۲۵۲۵۳ خوازک

ځواب ورکول خوازک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *