یوه سپین ږیري راته وویل: ارمان، ارمان که داوود خان ژوندی وای، داسې به نه کېدل!

له ځوانانو شاید همدا خبره په یوه بله بڼه واورو: ملت یوه رهبر ته اړتیا لري، یو داسې چا ته چې ویې ژغوري.

ایا یو کس کولای شي چې ملت وژغوري؟ که د ټولنې د ادارې چارې د تکړه او مخلصو کسانو په لاسونو کې هم وي خو چې میندې او پلرونه اووه، اته ماشومان زېږوي مګر ډوډۍ، روزنې، روغتیا او ښوونې ته یې سم فکر نه کوي، په بهتري به څنګه ډاډه کېږو؟

په یوه ډرامه کې مې لوستي وو چې استاد د لرغوني روم د اتلانو په باره کې خبرې کوي او شاګرد ورته وایي: هغه ملتونه څومره بختور دي چې اتلان لري! استاد یې خبره داسې ورسموي: هغه ملتونه څومره بدمرغه دي چې اتلانو ته ضرورت لري!

په دې کې شک نشته چې ګاندي د هندي ټولنې په ژغورلو کې برخه لرله، مګر که ګاندي د اټک د دې غاړې اوسېدونکی او لیډر وای او همدا د زغم، عدم تشدد، پلورالیزم او په نفس باندې کنټرول فکرونه ورسره وای، ترکومه حده به ژغورندوی و؟

د یوه ناجي او ژغورندوی ارزو د اساطیرو په اندازه لرغونۍ ده. دا خبرې د زخمونو د ټکور غوندې اثرناکې دي چې : یو څوک راځي، یو څوک راروان دي او یو څوک مو ژغوري! ګومان کوم یو ملت چې هرڅومره بې وسه او وارخطا شي، هغومره یې په لیډر او اتل باندې تکیه زیاتېږي.

موږ له لیډر څخه معمولا د ملک او ټولنې د سیاسي لارښود معنا اخلو، حال دا چې د ټولنې هر ګروپ او هر واحد لیډر لرلای شي. هغه څوک چې په کور کې یې خبره منل کېږي، د کور لیډر دی او هغه چې په کلي کې سترګې وراوړي، د کلي لیډر دی. د ټولنې یا د ټولنې د یوې برخې په ژغورلو کې د لیډر له تاثیره انکار نه شی کېدای خو په لیډر باندې زیاته تکیه کول او له مشره ډېره توقع لرل، سمه خبره نه ده.

په کور کې، په کلي کې او په هېواد کې په لیډرانو باندې زیاتې تکیې، دوې منفي نتیجې لرلي دي: یو دا چې لټ، بې فکره او بې تحرکه پاتې شوي یو. ګومان کوو چې یو څوک شته چې کارونه سموي یا یو څوک باید وي چې کارونه سم کړي، حال دا چې که سمون غواړو نو هر یو به د خپل کار په ساحه کې او د خپل وس په اندازه برخه پکې اخلو. د ټولنې سمون کوم خیالي مفهوم نه دی؛ سمون دا دی چې که زه لیکوال یم، نو مقاله به سمه لیکم او که ته طبیب یې نو طبابت به سم کوې.

په لیډر باندې د زیاتې تکیې بل عیب دا دی چې لیډر ورسره بې لارې شي. هر انسان د عزت او قدرت تږی دی. کله چې لیدر وویني چې ټوله تکیه پر ده شوې ده ، دی د همدې حالت د دوام ارزومن شي او بیا یې ډېر کوښښ دا وي چې د نورو لیډرانو د ظهور مخه ونیسي. زما په نظر واقعي لیډر هغه څوک دی چې لیډران جوړوي. مطلب دا چې نور تر لاس نیسي او د ځان حد ته یې رسوي. لیډر چې د ځان غوندې نور کسان پیدا کوي، معنا یې دا ده چې په ټولنه کې د کار کسان زیاتېږي او په چارو کې برکت لوېږي.

3 thoughts on “لیډر/ اسدالله غضنفر”
  1. غضنفر صيب سلامونه!
    لنډه، خو ښکلې ليکنه مو کړې، خو افغانان په ځانګړې توګه پښتانه هم ملامت نه دي، دوی چې کله خپلې پنځه دېرش کلنې ناخوالې ګوري، نو نور دومره ځپل شوي، چې د الهي مرستې په توګه د يوه لېډر په تمه دي. دوی خپل دښمنان ګوري، چې په پوره سپين سترګۍ هر څه ترې تروړي، په انفرادي شکل که يې څوک د له منځه وړلو تکل لري، له وېرې دا کار نه شي کولای، خپلو مشرانو باندې بې باوره شول، نو ځکه دوی هيله لري، که داسې څوک ورته خدای راپيدا کړي، چې نور يې له دې ناخوالو وژغوري او دا کار په رښتيا هم يوه لېډر ته اړتيا لري، خو داسې څوک چې د لېډر شېپ ډېرې ځانګړتياوې ولري، چې دا ځانګړتياوې هر څوک نه لري او نه هم هر څوک زما په اند لېډر کېدای شي. د سترو کارونو دپاره ستر خلک په کار دي، چې ډېره برخه يې د ذاتي خصوصياتو پورې اړه لري.
    مننه

  2. غضفر صاحب په قلم دې برکت شه. هره لیکنه دې تر بلې ګټوره ده. هره کرښه دې د کاڼې کرښه ده. بس وایم خدای دې اوږد عمر درکړي . کاشکي مو ستاسو په شان څو نور د کار لیکوالان درلودلی.

  3. سلامونه استاد غضنفر صاحب او دتاند لوستونکو ته
    استاده، ستا ټولې لیکنې په ډیرې لیوالتیا لولم اوډیر څه مې ترې زده کړي دي، خدای دې نورهم توفیق درکړي.
    تاسود لیډر په باب لیکلي،که ګاندي په هند کې عدم تشډد څخه کار واخیست، ارواښاد پاچاخان په پښتونخوآوقبایلي سیمو کې دخدايي خدمتګارانو اوسرخپوشانو ملي تحریک ډیرښه پرمخ وړای وء، خو څرنګه چې انګریزي ښکیلاک په غیرمستقیمه توګه هلته اودلته دژبني،تخنیکي یرغلونو ؛دځینو دڼنیو چارواکو په پیسو اخیستل کیدو او په پای کې داسلام سپیڅلي دین نه په غلطو لارو کار اخیستنو
    تراوسه ولسونه پرمختګ یا یووالی ته نه پریږدی، د دو لپاره زما په نظر د دریمې او دوهمې نړۍ هیوادونو خلکو؛ د زبرځواکونو په مقابل کې نړیوالې لیډرشپ ته اړتیا لیدل کیږي. له غازي امان الله خان اوداودخان نه نیولې تر جمال عبدالناصر،لوممبا،مڼډیلا،تیتو،مصدق،سوکارنو،کاسترو،چوءنلای،ویلي برانت،ګورباچوف، ډر.نجیب ا.د.ن…ښه لیډران تیر شوي دي اوباید زمونږ ځوانان دهغوی له پوزیتیفو تجربو څخه په اوسني اوراتلونکي افغانستان جوړونه کې کارواخلي. اول له خپل ځان نه پیل وکړي بیا کورنۍ، کلئ،ولسوالۍ ،ولایت او زون او په پای کې ټول هیواد به که خدای غوښتل، د ډیرو لیډرانو خاوند وي اوخلک به ېې تر مینځه تر ټولو ښه او غوره ټاکي.په درنښت. په وزارتونو کې د مناسبو اشخاصو د ټاکل کیدو او د افغانستان د مظلوم ولس هوسایئ.

ځواب ورکول خاورین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *