لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی، نن /یکشنبه/ په ډيلي کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد پسرلی، چې له نژدې یوې میاشتې راهیسي ناروغ و، د ډیلي په یوه روغتون کې په ځايي وخت د شپې په یوولسو بجو او پنځه ویشت دقیقو له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

شباب څه ؤ؟ د هيلو په آسمان كرل رېبل ؤ
د خيال وركو مرغانو ته د لومو خورول ؤ
زړښت د مايوسۍ په رېږدېدليو ګوتو بېرته
زړه نازړه ، ورو ورو د خورو لومو ټولول ؤ

 «استاد پسرلی»

استاد پسرلی په  ۱۳۰۷ لمریز کال د غزني په قرباغ کې زیږیدلی خو د عمر ډېره برخه یې په کندوز او کابل کې تېره کړې. ده د خپل عمر شاوخوا دوې لسیزې په پېښور کې د مهاجر په توګه تېرې کړي دي.

71 thoughts on “لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات شو”
  1. سويډن – دمالمو ښار
    دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام

    زموږ لپاره دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيارعالم اوپياوړی شاعر محمد صديق پسرلى له موږ اوخپلې کورنۍ نه دابد لپاره جلاکېږي .
    په زياته خواشينۍ مو دا خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي ليکوال،او پياوړی شاعرښاغلی محمد صديق پسرلی نن دورپېښی ناروغۍ له امله په هندوستان کي د ۸۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيد . اناالله و انا اليه راجعون
    موږ پداسي حال کښي چې دمرحوم محمد صديق پسرلى په ناببره مړينه باندي ډير خفه او خواشينې سولو،ځکه هغه موږ ډيروته دمعنوی پلار حيثيت درلود . موږ پداسي حال کښي چې ځانونه دافغانستان ولس ته دوفادار فرهنگپال ،علمی اوادبی شخصيت لوړخياله شاعر مرحوم محمد صديق پسرلى صاحب درنې کورنۍ دټولوغړو په ځانگړې توگه دمرحوم پسرلی صاحب دفرهنگپالو زامنو امان الله ساهو، عصمت څاروان، اېمل پسرلى، اجمل پسرلى او اسد الله غضنفر دي ،دوستانو ،علاقمندانو اودهغه دشاگردانو سره پدې ستر وغم کي شريک بولو .دلوي څښتن تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دزړه صبر اودارواښاد سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړو. روح دې ښاداوياد دې ابدی وي .

    په سوېډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپروې ادارې په استازيتوب
    حبيب الله غمخور

  2. انا لله و انا اله راجعون . د استاد پسرلي د مړینې خبر ډېر غمجن خبر دی ، خو دغه د ټولو لار ده . خدای دې د کورنيو غړو ته صبر او اررواښاد ته جنت په نصيب کړي .

  3. د تسلیت پیغام
    د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم.
    محمدانعام واک
    ناروې

    1. انا لله و ان اله راجعون

      د پسرلي بابا په مړينه خواشينۍ يم. د پسرلي بابا ټولې کورنۍ، ټولو شاګردانو او ټولو هغو کسانو ته چې د پسرلي بابا د ديدن ارمان يې په زړه کې پاتې شو، تسليت وايم. اکسير

      د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
      پس له مرګه به يې ياد کا ډير عالـــــم

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    خدای دې مرحوم پسرلی صيب وبښي، د فردوس جنتونه دې يې نصيب شي. خپلوانو او دوستانو ته يې د جميل صبر د پاک رب له درباره تمه کوم.
    انا لله و انا اليه الراجعون
    معه سلاموکوم الاهلول مسلمين
    ملا ميوند آخوند

  5. استاذ پسرلی دخدای پاک وبخشي او خدای پاک دې جنتونه ورکړي .
    ! پښتنو بيا يو تکړه اديب له لاسه ورکه

    !!دپسري صيب زامن دالهي په ښه لاره برابر کړي چې دپلار نوم پرې بد نشي

  6. انالله وانااليه راجعون
    د ارواخاد استاد تولي كورني ته دخداي ج
    صبرجميل او استاد ته دي جنت الفردوس په
    نصيب كري
    امين

  7. استاد او لوړ شاعر پسرلی صاحب ته د الله ج ښکلی جنتونه په نصیب کړی، او د مرحوم ټولی فرهنګپالی کورنۍ ته د الله پاک څخه د جمیل صبر غوښتونکی یم

  8. د ټولو ورتګ د هغه په لور دی
    په سیدني کې د شمله راډیو د مشرتابه د خواشینۍ پیغام
    په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدي ژوند په لور ورستون شو. انا لله و انا الیه راجعون.
    استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړې. استاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوي افغان ملت او لاندې شوي افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتیني تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه. استاد محمد صدیق پسرلي کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوري فرهنګي مرکزمشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغاني فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو، تر دې سربیره د استاد بله لویه کارنامه او پښتون ولس ته یې لوی او ارزښتناک میراث داوو او دی ، چې تر لوی خوشال راوروسته استاد یوازینی کس دی چې پښتنو ته یې په خپله کورنۍ کې د پښتو د موثرو خدمتګارانو او نوموتو لیکوالو یو سم کاروان (خدای دې یې له بدو سترګو ساتي) ورپریښود، ټوله کورنې او زامن یې د پښتو خدمت او پښتني فرهنګ ته د کار له پاره وروزل او وګمارل . شمله راډیو او ملاتړې ډله یې په اوسني پیر کې د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال مړینه د پښتو د روان ادبي بهیر پر کمزوري شوي ځان یو سخت ګذار او بیلتون یې یوه په ګرانه جبرانیدونکې ضایعه بولي. موږ لوی څښتن ته لاسونه لپه کوو چې زموږ ګران استاد د خپل لور په غیږ کې ونیسي او د خپل مومن بنده په توګه یې د جنت په باغیچو او ښکلاوو ونازوي . الله ج دې یې درنې کورنۍ په تیره بیا پر پسرلي بابا راشریکو وروڼو ګران اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او اجمل جان پسرلي ته د دغه لوی او درانه غم د زغملو توان او صبر ورکړي، آمین یا رب العالمین.
    په سیدني کې د شمله راډیو مسول عبدالهادي هادي
    او د شمله راډیو کاري ډله

  9. د خواشینی پیغام
    د هیواد د وتلی او نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد محمد صدیق پسرلی د مړینی دخبر په اوریدو زښت زیات خپه او غمجن شوم . د محروم استاد مړینه زمونږ هیواد او هیوادوالو ته ستره تشه ده چی په مړینه یی مونږ ټول د استاد له مرحومی کورنی سره په ویر او غم کی ځان شریک ګڼو . د استاد ویاړلی فقیرانه اوله معنویت څخه ډک ژوند ټولو هیواد پالو ته ښه لارښود او تلپاتی ځلانده بیلګه ده چی ساری نه لری. د استاد ارواح دی ښاده وی او د هغه درنی فرهنګی کورنی ته له لویه خدایه د زغم او حوصلی غوښنته کوم . الله پاک دی جنتونه ورپه برخه کړی.
    پوهنمل طلا حبیب زی
    فرانکفورت – المان

  10. دپښتوژبي دنامتوشاعراولیکوال استادمحمدصدیق پسرلي په وفات بیخي ډېرخواشینی سوم. پاک خدای دې جنتونه په نصیب کړي. له درنې کورنۍ او فرهنگپالو زامنوسره ئې ځان په غم کي شریک بولم
    محمد معصوم هوتک

  11. خواشینی یم ، چې دپښتو غزل داستاد ارواښاد محمد صدیق پسرلي له مړینې خبریږم . استاد پسرلی پیاوړی غزلبول ، کیسه لیکوال او دیوې دورې دقیق ټولنیز فرهنګي ځیرونکی و. په معاصر ادبي تاریخ کې دوهمه منظومه ( داستاد پژواک تر کلیمه داره روپۍ وروسته ) همدغه ارواښاد لیکلې ده ، چې ( زهره) نومیږي. ارواښاد په پښتو غزل کې هغه باریکۍ ، چې دهندي سبک کلاسیکانو په عرفاني، خمریه او عشقي زمکه کارولې ، په نوې ، ګڼ اړخیزه او نورو فکري برخو کې وکارولې ، زه باور لرم ، چې دپښتو غزل په معاصر ارتقايي بهیر کې داستاد پسرلي ځای خورادپام او درناوي وړدی .
    افغاني فرهنګ خپله ستره هستي له لاسه ورکړه ، زه دفرهنګي کورنۍ ټولو غړیو ، دیاد استاد درنې کورنۍ ،شاګردانو او ټولو مینه والو ته تسلیت وایم اوارواښاد ته دلوی الله له دریاره یښنه او رحمتونه غواړم .
    درنښت
    څېړندوی عبدالغفور لېوال

  12. په ډېره خواشينۍ سره چي د هيواد منلي شاعر ليکوال او د غزل پاچا استاد محمد صديق پسرلى ددې فاني نړۍ څه کډه وکړه روح دې ښاد جنت دې ځاى وي الله تعالى دې برکتونه دده پر اولادونو او کورنۍ کښېږدي. په حقيقت کي استاد داسي ډېوې موږ ته پرېښولې لکه استاد غضنفر، لکه ايمل پسرلى اجمل پسرلى او څاروان صاحب د استاد پسرلې روزلي مشالونه به موږ ته رڼا را کوي چي د استاد و روح ته به دوعاګاني رسېږي.
    د استاد د درنې کورنۍ سره په دې درانه غم کي ځانونه شريک ګڼو
    په درنښت
    سيداحمد قانع د نارنج خپرندويي ټولني مشر

  13. کل نفس ذايقة الموت. الله تعالی دې استاد ته جنتونه ورکړي او د دوی کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او ټولو مينه والو ته صبر او اجر. د دوی دا وينا اوس زموږ په حال بېخي برابره شوه چې ډېره کال پخوا يې ويلي وو:
    يو به په خود او فرزانه نه لري،
    چې واړه ښار يې ميخانه نه لري.
    زموږ له حال يې که پوښتئ، وپوښتئ،
    کومه مرغۍ چې آشيانه نه لري.

  14. سلام!
    ټولو پستنو ته د درانه استاد محمد صديق پسرلي د رحلت تسليت وړاندې کوم
    او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکی يم
    په درنښت
    ساده حيدرخېل

  15. د افغانستان په ادب کې بیا لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه،زه د خپل دروند مشر، لیکوال،شاعر او ادیب ارواښاد استادمحمدصدیق پسرلي د وفات له کبله،استاد ته له لوی خدای ج څخه د مغفرت کولودعا کوم او دده درنې کورنۍ ټولو غړیو،خپلوانو،دوستانو او ټولو ادیبانو ته لوی زغم غوښتنه کوم. الله ج د ارواښاد استاد ته جنت په برخه کړي، یادونه کوم چې استاد نوم به تل زمونږ په ټولنه کې د هغو ګڼ شمیر اثارو پر مټ ژوندی او تازه وي چې ارواښاد استاد ورته د ژوند ډیره برخه بېله کړې وه.
    عبدالقادر ځدراڼ، کابل شمشاد ټلویزیون

  16. زمونږ د مظلوم هېواد دټولنې ملي شخصيت، دبشپړ عزت خاوند ،مېلمه پال او مهربان ليکوال،شا عر او د ټولنې خوا خوږي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.نو له دې کبله د ارواښاد پسرليصاحب درنې کورنۍ ته د زړه له کومې تسليت وايم الله دې جنتونه نصيب کړي او مونږ تاسې ټولوته دې صبر جميل را په برخه کري
    شريف زاد

  17. پوه شوم پسرلیه د عزت په راز
    سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله
    استاد په لوړو اخلاقو او ښو خویونو پر زوړنه پاچاهي وکړه، ابدي پاچاهي. د عزت راز همدا دی. استاد ته به څه دعا وکړم؟ زړه مې ورته دعا کوي، اوښکې مې چې بې ارادې روانې دي ورته دعا کوي، هغه مینه ورته دعا کوي چې ده راکړې ده، استاد ته د هر هغه چا زړه دعا کوي چې د ده شعرونه او کیسې لولي، ده ته توري دعاوې کوې، لفظونه دعاوې کوي. استاد ته پښتو ژبه دعا کوي، زموږ فرهنګ ورته دعا کوي. نو زه به استاد ته څه دعاوې وکړم.
    دعا خو باید ځان ته وکړم، دعا ته خو موږ اړتیا لرو چې له خدایه وغواړو د استاد غوندې شخصیت راکړي.

  18. اه! سپرلی مې….

    چې څنګه مې نن سهار فیسبوک پرانیست،یو غمجن خبر مې سترګې وبریښولې. دا خبر د استاد پسرلي د وفات و. ناګهانه مې د علي خان بابا دې بیت شونډې په خوځښت را وستلې: اه! سپرلی مې د خزان په ناتار تیر شو + ما لا ګل بوی کړی نه و، بهار تیر شو
    حیران وم، څه وکړم؟ تیلفون مې راواخیست، ما ویل: استاد غضنفر ته زنګ ووهم، اجمل پسرلي ته تسلیت ورکړم، څاروان او ایمل ته د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړم… خو په دې کار را ته ځان ساده ښکاره شو. د استاد وفات یوازې د یوې کورنۍ غم نه دی. تیلفون مې بیرته کیښود، ځان سره مې ویل: ما ته به څوک تسلیت ووایي؟ د استاد زرګونو نورو ارادت مندانو ته به څوک تسلیت ووایي؟
    موږ مجبور یوو، هر یو ځان ته خپله ډاډ ورکړو.
    پسرلی نه مري، پسرلی هر کال راځي. پسرلی به همداسې ژوندی وي. د هغه افکار او خیالونه به تلپاتې وي. هغه به پیړۍ پیړۍ بې تاجه پاچاهي کوي. د هغه د پاچاهۍ تخت به انساني زړونه وي او…
    خدایه! زموږ د پسرلي روح لکه د همدې موسم په څیر تازه او ارامه لرې!
    محمد نعمان دوست، جلال اباد

  19. انا لله وانا الیه راجعون. خدای ج دې د افغان ادب او فرهنګ خدمتګار، استاد پسرلی صاحب وبښي، جنت یې دې ابدي ځای وي. کورنۍ او نورو دردیدلو دوستانو ته یې تسلیت وایم، دصبر هیله ورته کوم.

  20. انا لله و ان اله راجعون
    د نامتو لیکوال، شاعر او د پښتو ژبې ستر خدمتګار استاد پسرلي مړینه لویه ضایعه ده. لوۍ خداۍ (ج) دې ارواښاد ته جنتونه او غمژنې کورنۍ ته صبر او حوصله ورکړي.
    پرته له شکه ارواښاد خپلې ټولنې ته دوه سترې ډالۍ پریښي دي چې یوه د خداۍ بخښلي لیکلي اثار دي او بل یی وړ، پوه او خدمتګاره اولاد دې.
    الله (ج) دې پرې ورحمیږي
    زردشت شمس

  21. انا لله و انا الیه راجعون
    پسرلی صاحب دې الله (ج) یې له سوال او ځوابه جنت الفردوس ته داخل کړي.
    ستر او عظیم انسان و. نثر، شعر او هنر یې هم عالي و، شخصیت یې تر هغوی هم ستر و او افغانانو ته یې په پوهه، انسانیت او شرافت سمبال اولادونه هم روزلي دي.
    د دوی زیاتره کارونه جاري صدقات وو او ان شا الله چې اجر او ثواب به یې ورته تل ور رسیږي.
    د دوی برکت دې الله د دوی له اولادونو او ټولو افغانانو څخه نه کموي. د دوی د شخصیت یاد او اثار یې برکتونه دي، چې د وخت په تیریدو به کمیږي نه، بلکې زیاتیږي به.
    ابراهیم شینواری

  22. سل دې ومره یو دې مه مره!
    د تلویزیونو په پردو به مې له ډیرې مودې راهیسې دا فقیرصفته ستر شخصیت په بیلا بیلو فرهنگې ناستو کې لیدلو، خو پیژندگلوې مې ورسره نه وه اوس مرگ را سره معرفې کړو چې د هیواد دا پټه فرهنگي خزانه څومره نایابه وه!!

    د ارواښاد پسرلې صیب روح دې ښاد او یاد دې تل تلپاتې وې!!

  23. د استاد محمد صدیق پسرلي په مړینه د افغان ملت ملي مترقي ګوند د خواشینۍ پیغام

    په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ادب ځلانده ستوری ، ملي شاعر ، ادیب او د پښتو ادب ریښتونی خدمتګار د ورپیښې ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ نه سترګې پتې کړې . انا لله و انا الیه راجعون .

    افغان ملت ملي مترقي ګوند چې تل یې د ملي شخصیتونو پالل خپل مسوولیت ګڼلی پدې دروند غم کې ځان شریک بولې . د لر او بر ټول پښتانه به د ارواښاد استاد پسرلي ادبي خدمات او شاهکارونه هیڅکله هیر نکړي . د استاد پسرلي کورنۍ ته تسلیت مراتب وړاندې کوو . خدای دې ورته صبر جمیل او مرحوم ته جنت فردوس ورپه برخه کړي .

    په درناوي
    انجینیر اجمل شمس

  24. موږ او تاسو خو وایو چې استاد پسرلي وفات شو، اما خوشال بابا وايي:
    مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نشان شته
    تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي
    استاد چې د خپلې ژبې شعر او ادب ته څومره کار کړی دی، په همدغه کار او هڅو چې پښتو ویل کیږي دی به هم ژوندی وي. خو دا چې نور فزیکي شتون نه لري دا هم د پښتو لپاره ستره ضایعه ده. کورنۍ ته یې د صبر او زغم هیله لرم.
    په درنښت
    غزانور غزا

  25. د بېلتون د ښته کې د ژوند په بهیر څه بهروسه
    توپان شلولي تنابونه د خېـمې جانانه
    ( هاشمي )
    د پـښتو ادب د نومیالي ، بې مثاله ، او بې بـدله لیکوال ، شاعر او دروند شخصیت استاد محمد صدیق پسرلي صیب د مړیني له امله ، د ده فرهنګ پالي کورنۍ ، د هېواد علمي کدرونو او د لوی استاد شاګردانو ته تسلیت وایم . پاک خدای دې موږ ته د دې ستر غم د زغملو توان راکړي . له موږ نه جدا شوی استاد دې پاک خدای جنت الفردوس ته ورسوي .
    سید فخرالدین هاشمي

  26. انا لله و انا الیه راجعون
    الله ج دي غرق رحمت وگرځوي اوکورنۍ ته صبر جميل غواړم.
    الله ج دي دده برکت دده پرکورنۍ او اولادونو واچوي
    …. په غم يي ځان شريک بولم چي دومره لوي هستي مو له لاسه ورکړه .
    ايمل اميدي زابل

  27. هغه انسان چې د جنت په اوبو پریوللی وي، هغه به زما دعا ته څه اړتیا ولري؟ موږ دعا باید ځان او د دوی کورنۍ ته وکړو چې خدای ج د داسې درانده غم د زغملو زغم راکړي. بابا به د راتلونکو ډېرو نسلونو په منځ کې ژوندی پاتې وي، ځکه ده د خپل قلم په خدمت د خپل عمر کلونو ته ډېر ژوند بښلی دی. روح یې ښاد او فردوس جنت یې په نصیب کړې
    امین.

  28. زموږ ستر ادیب لیکوال او ستر پښتون له موږ څخه ابدي دنیا ته لاړ موږ دې ستر افغان ته د لو ی څښتن څخه د فردوس جنت سوال کوو. او پاتې کورنۍ ته یې د لوي څښتن څخه اجرونه غواړو. دۍ به د پښتنو په زړونو او فکرونو کې تل ژوندي وي..

  29. پسرلې صاېب د الله(ج) وبخښی. پښتون قوم او قدرمنې کورنی ته یی صبر جمیل غواړم.

  30. اه
    لوی غم دی د وطن په کاله
    هر څه مې چې وکړل ژړا مې نه درېده، څوک مې په حال خبر سو راته ويې ليکل
    په دې مه ژاړه چې لاړ ، په دې شکر وباسه چې دا ستر انسان له موږ سره و .
    درنې کورنۍ ته دې خدای صبر ورکړې
    د چيغو سیوريه، د وينو ګرده
    زړه پسې ووځه د زړکي درده
    ها چې د ستورو په بام به ناست و
    هغه راپريوت ها کوهنورده

  31. د غزل بڼ د مالیار استاد پسرلي روح دي ښاد وي

    په خواشنۍ سره خبر سوو چي د پښتو ادب ځلانده ستوری، ستر لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی بابا له دې فاني او ناځوانه نړۍ څخه وکوچيدی.
    انا لله و انا الیه راجعون( القرآن)
    په هرات ولایت کي د سپيني ادې د ټولني ټول غړي د استاد په مړینه تر حد زیات خواشیني دي او په دې ستر ویر کي د ارواښاد استاد بابا له کورنۍ او ټولو افغانانو سره ځان غمګین احساسه وي. ټولو خواخوږو ته یې له الله جل جلاله څخه جمیل صبر او اروښاد ته جنت فردوس غواړي.

    روح يې ښاد او یاد یې تل تر تله ځلاند.

    د سپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه- هرات

  32. نن سهار می د ډیر خواشینیونکی خبر په لوستلو فیسبوک صفحه خلاصه کړه رشتیا د زړ ه ور باندی خوابدی شوم د مجترم بسرلې صیب د ابدی خوب خبر وه بسرلی صیب چه د پښتو د ادب وتلی ستوری وه بسرلی صیب د پښتو د ژبی یو لوړ غزلبول وه نن زموږ په منځ کی نشته نن د دوستانو څخه جلا په خوب تللی او د پشتنو دیری د تل لپاره د پسرلی صیب د وجود څخه تشی شوی زه مرحوم پسرلی صیب ته د لوی خدای له درباره پردوس جنت او د کورنی غړیو او تولو مینه والو ته یی د زړه صبر غواړم الله وتعالی دی پسرلی صیب وبښی د پسرلی صیب ځای د تل لپاره خالی پاته دی دا تشه نه ډکیدونکی ده

  33. ډېر د خواشينۍ ځای دی چې د استاد محمد صديق پسرلي په څېر يو لوی اديب ، شاعر او ليکوال مو له لاسه ورکړ . زه د دغې غمجنې پېښې لامله د دوی ټولې کورنۍ ته د زړه صبر او تسکين غواړم او اروښاد پسرلي صاحب ته له لوی څښتن تعالی څخه د جنت فردوس هيله کوم . اروا دې يې ښاده او نوم دې يې د ټول افغان ولس لپاره تلپاتې وياړ وي .

  34. khudai de ya wabakhi, deer gul saray wu. pashto pre khwara shwa. kuranai ta ye jamil sabar ghwaram. da saloriza ye maa deera pakhwa yada kare wa, che la wafat sara ye deer munasibat lari:
    shor me shaata prekhud che da zwand la shaara wawatam
    pata khwla la shara laka tlale laara wawatam
    raaghlam byaa laaram laka baad da sahar poh na shwam
    raawastam da chaa hawas, da chaa lapaara wawatam

  35. د دوبندیوالو ښوونیزه ټولنه د هیواد نومیالی ناول لیکونکی، کیسه لیکوال، شاعر او د افغانی فرهنګ د سرلاری ارواښاد محمد صدیق پسرلی پر مړینه غمرازی ښکاره کوی، له لوی او مهربان خدای ج څخه بخښنه ورته غواړی او کورنۍ ته یی د زړه تسکین غواړی.
    سل دی ومره یو دی مه مره.
    داود محمدی

  36. د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

    ۲۲-۱۰-١٣۹۲ کابل افغانستان
    په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبی نومیالی لیکوال او پیاوړی شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی نن د ورپیښی ناروغی له امله به هندوستان کی د ۸۵ کلنی په عمر په حق ورسید.
    انالله و انا اليه راجعون
    ارواښاد استاد پسرلی د يو پياوړي ژورناليست، تکړه ليکوال او ښه شاعر په توګه د هجرت په مهال او په دا ورستيو کلونو کې د قدر وړ فرهنګي چاري تر سره کړي دي او نوم به ېي د افغان پياوړي فرهنګيالانو په منځ کې تل پاتي وي.
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد پسرلی مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني او دوستانو ته جميل صبر غواړي.
    په درنښت
    الحاج غرزي خواخوږی
    د ټولني مشر

  37. Allah tahalah da ta makhferaat aw kooraney ta ye saber jameel warkee.
    De da nashtoon ba da pakhatanu pa haara naasta ke ehsaas wee.
    Jannat Ferdous de nassib shee.

  38. دلوی استاداوغزلبول شاعرمحمدصدیق پسرلي مړینه په رښتیا په اسانۍ د زغم وړ نه ده خودټولوتګ دهغه په لور دي .له لویه خدایه دغه ملي شخصیت اولوی استاد ته جنتونه غواړم اوټولې کورنۍ، دوستانو،اوشاګردانو ته یی هم دجمیل صبر غوښتنه کوم
    اسدالله جلالزی

  39. زړښت د مايوسۍ په رېږدېدليو ګوتو بېــرته
    زړه نازړه،ورو ورو د خورو لومو ټولول ؤ

    پسرلي صاحب پدې دوه جملو کې د انساني ژوند پیل او پای راغونډ کړی. خو هغه لوی الهام چې د بشریت د سوکالئ او بقا لپاره د مرحوم مفکر شخصیت په وینا او کلام کې پروت دی، هغه به ترډیره د پښتنو په څیر په جگړو، بی وزلئ او اکثریت له علم محرومو پرگنو کې د څراغ په څیر د ذهنیتونو د روښانتیا سبب شي.
    صدیق پسرلی صاحب د نورو سترو مفکرو شخصیتونو په څیر حق ته ځان وسپارو، خو داسی معنوي میراث یې پریښودی چې د ډیرو تورتمونو د رڼا سبب به شي.

    د خدای ج څخه ورته هغه جهان ښکلی او درنې کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړم. او په درد کې مو ځان شریک گڼم

    سید سلیمان اشنا
    واشنگټن

  40. انالله و انا الیه راجعون.
    په شنه سهار مې د فیسبوک پر دېوال د زاهد جلالی دغه پوسټ ولید: د نن سهار اولنی خبر چې مې تر سترګو شو، د استاد پسرلي وفات و. رب دې جنتي کړي.
    خوله مې وازه پاته شوه، کوچی ملا و،چې ماته يې استاد لومړی وار راوښود. وروسته مې د استاد پسته اور پیداکړ.
    هغه بله ورځ د استاد لمسي راشدناشر راته ويل: استاد لکه چې ډېر ناروغه دی، زموږ کره يې هم حال راکړی و.
    نن مې يې دمړينې خبر ولوست، خدای دې پرې ورحمېږي او پاتو دې يې خدا صبر ورکړي.

  41. دوه ورځې د مخه مې د پښتو ادب د پیاوړي شا عر ،ليکوال ، پا لونکی او روزنکي لوی استا ذ مر حوم مشر پسرلی د ناروغۍ واوریدل چې خورا ېې خفه کړم خو لږه شېبه لا نه وه تیره چې ګران شا عر دیانسنګ انجان د خپل فیسبوک په پا ڼه د دده د روغتیا خبر خپور کړ او زموږ د ټولو په شونډو ېې دموسکا څپه راوسته نن مې غوښتل دیانجان ته زنګ ووهم او استا ذ غظنفرنه ددوی د روغتیا حال واخلم خو
    نن مې په ډیرې خوا شینۍ ولوستل او واوریدل چې استاذ له موږ ټولو سره دتل لپاره مخه ښه وویله او موږ ېې نور د لیدلو د لمر له پلوشو محروم شو خو د استاذ سره د لیدلو د خوږو خاطرو یاد به تل زما په زړه کې ژوندی وی استاذ نه یوازې په خپلو بیساری ایجاداتو اونادرو شعری او نثری پنځونو د پښتو معا صر ادب بڼ ته ګڼ رنګین ګلان په میراث پریښودل بلکی تر پایه د پښتو فرهنګ د ودې د کاروان سالار هم پا تې شو
    روح ېې ښاد
    وکیل سوله مل
    لندن انګلستا ن

  42. د خواخوږۍ او تسلیت پیغام

    په ډیري خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد نومیالی شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق (پسرلی) د ورپېښي شوي ناروغۍ له امله په حق رسیدلی (اناالله و انا الیه راجعون) د الله جل جلاله له درباره څخه ور ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو. اود ارواح ښاد استاد پسرلي نه شتون په علمي اوادبي ډګرکي ستره ضایع ګڼود مړیني له امله یې د هېواد ټولو وګړو او په ځانګړې توګه دارواح ښاد کورنۍ ته د تسلیت پیغام وړاندي کوو، د کورني اوخواخوږو سره یې په دې غم کې ځان شریک بولو.

    د هلمند ادبی بهیر مسوول
    سید محمد حیرت

  43. باور مې نه راځي چې بابا دې نه وي
    خو دا تریخ حقیقت باید ومنم
    باید بغیر له هغه ژوند زده کړو خو د هغه افکار د هغه زرینې خبرې له موږ سره دي . بابا په خپل تګ ټوله پښتو صحرا کړه ،باید دومره ژر نه وی تللی . اوس دې خدای موږ او خوږې کورنۍ ته صبر ورکړي .داسې زخم یې په زړونو را جوړ کړ چې تر ابده به ناسور پاتې وي …

  44. الله تعالی دې ورته جنت فردوس ورپه برخه کړې، او الله دې کورنۍ ته جميل صبر ورپه برخه کړي.

  45. ډیره خواشیني یم چې خبره شوم محترم استاد محمد صدیق پسرلی وفات شو ، الله پاک دې جنتونه په نصیب کړي . استاد اسدالله غضنفر او ټولې درني فرهنګي کورنۍ ته یې د جمیل صبر هیله کوم

  46. انا لله و انا الیه راجعون …. د ګران استاد د مرګ خبر په ریښتیا چې ډېر دروند او ویروونکی وو، الله تعلی دې ګران استاد د جنتونو سردار کړي، هغه خپل ژوند له پښتو او پښتنو نه قربان کړ، خو ژوند د هیچا سره هم وفا نده کړې… خو بختور انسانان هغه دي، چې له مرګه وروسته ژوند وکړي، پدې کې شک نشته چې له نن نه وروسته د استاد نغمې غلې شوې، خو هنر به یې تر قیامته ژوندی وي .
    اې د ژوندون سینه بشر چیرته وړې
    دا خلي خاشې دې په سر چیرته وړې
    څه به مې کړې باده له ایرو نه جوړ
    چېرته مې دا سوي وزر چېرته وړې
    چېرته وړې پسرلیه ارزومند زړګی
    دغه ډک له میو ساغر چیرته وړې

    1. پسر لی صا حب دې الله (ج) وبخښې او جنت فردوس دې یې نصیب شې
      ده نوموړې کورنۍ ، دوستانو او مینه والو ته دخدای په دربا ر کښې دجمیل صبر غوښتنه کوم

  47. انا لله وانا اليه راجعون ط ـ ـ ـ د پښتو ادب د آسمان څخه یو بل ځلاند ستورئ ولوېد { چې پیداشوې تا ژړل خلکو خندا کړه ؛؛؛؛ داسې مړشه چې ته خاندې خلک ژاړي } د قلم خاوندانو داسې څه وليکل چې زما سره له هغو پورته ټکي نشته ـ خو څه مې چې زړه کې دي هغه يوه جمله ده چې { د پښتنو پسرليه د جنتونو په باغ کې پسرلئ اوسې }

  48. محترم مشر او استاد ارواښاد پسرلي صیب ته د مغفرت او د فردوس جنت د په برخه کېدلو دعا کوم. انا لله و انا الیه راجعون

  49. د پښتو ادب ځلاند ستوری قدرمن استاد صدیق پسرلی صاحب مړینه د دوی محترمی کورنی ، دوستانو او مینه والو ته تسلیت عرض کوم . الله تعالی دی جنت فردوس په نصیب ورکړی

    په درناوی
    وهاب الدین سادات

  50. الله دي ده ته خُلد برین ور په نصیب کړي، کورنۍ ته دې خدای د زړه صبر ور کړي او د پسرلي صاحب لویي کورنۍ(پښتنو) ته دي خدای توفیق ورکړي چي د دروند استاد پسرلي پر پلونو ګامونه واخلي. یعني هر یو پښتون تر خپل مرګ وروسته ټولني ته ګټه رسونکې اولاده او متاع پرېږدي.

  51. ارواښاد پسرلي صیب ته دی خدای، افغان ولس ته د ده د خدمتونو اجرونه ورکړی، او ټولو پستنو ته خصوصاْ د استاد درنی کورنۍ ته جميل صبر غوښنونکۍ یم.
    احمدشاه کتوازی

  52. انا لله و انا الیه راجعون
    الله ج دي غرق رحمت وگرځوي اوکورنۍ ته صبر جميل غواړم.

  53. داسې افغان چې د افغانانو او افغانستان له پاره یې خدمت کړی دی نه مري یادونه یې ژوندي او تلپاتې
    وي، د دوی خدمتونه تلپاتې وي. الله تعالی دې یې وبخښي او فردوس جنت دې ورته په برخه کړي.
    او زما د مور له پاره چې یوه اونۍ مخکې وفات شوه هم دعا وکړئ خدای دې ټول وبخښي. نجیب لغمانی

  54. قلم ته ګوتی په ژړا شوی * خط به باقی وی مونږ به توری خاوری یونه
    لوی خدای ج د مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی په خپلو رحمتونو سره وبخښی او د فردوس جنت یی نصیب کړی.پداسی حال کی چی د دوی له کورنۍ سره په دی غم کی شریک یو ، د ده درنی کورنۍ او تولو پښتنو ته د زړه صبر او تسیلیت غواړو.
    استاد پسرلی ظاهرا له دی فانی نړۍ کډه وکړه خو په حقیقت کی دی به له مونږ سره وی. درانه او فاضل استاد خپلی ټولنی ته داسی ارزښتناکه آثار او نازنین اولاد پريښی دی چی مونږ او تاسی ټول پری ویاړو. حضرت بریال

  55. دارواښاد استادپسرلی پرمړینه دخواخوږئ پیغام

    شورمی شاته پریښود چه دژوند له ښاره ووتم
    پټـــه خولـــــه له ښـــاره لکه تللـې لاره ووتم (*)

    دزمینداوری او حمزه له تللی کاروان څخه دراپاته شوی لاروي، نومیالی غزلبول سالار، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی خپلې پښتنی سترګې لدې فانی نړئ څخه پټې کړې. انالله واناالیه راجعون
    داستاد پسرلی پرمړینه پښتنی ادب اوفرهنګ خپله یوه لویه شتمنی له لاسه ورکړه.
    زه د ارواښاد ددرنې کورنئ ټولوغړوته دتسلیت مراتب وړاندی کوم، اودجمیل صبر هیله ورته لرم. اوپدې ویر کی دارواښاد له درنې کورنئ اوټولودوستانوسره ځان شریک ګڼم.
    ارواښاداستاد پسرلی ته له لوی څښتن ج څځه دفردوس جنت غوښتنه کوم.
    روح یی ښاد، په کورنئ اوپښتنی ټبرکې یی یاد تلپاتی.
    آمین، ثم آمین
    په پښتنی درنښت
    نجیب احمدزی

    دارواښاد استاد پسرلی دشعر یوبیت(*)

  56. که څه هم پسرلی استاد له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، خو هغه پښتو ادب ته دومره څه کړي چې نوم به يې تر پيړيو پيړيو ژوندی، خدای بښلي ته له سپيڅلي رب څخه فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د زړه صبر غواړو

  57. پسرلي صیب ته دې الله جنتونه ورکړي او کورنۍ ته يې دې الله د زړه صبر ورکړي. پسرلي صیب د پښتو ادب لپاره خورا ډېر کارونه کړي. خو دا چې ايمل پسرلی، اجمل پسرلی، ګران استاد اسدالله غضنفر او عصمت څاروان په څېر د ادب تکړه ګلونه يې اوس هم زموږ څنګ کې دي او د خپل ځان په څېر يې تکړه روزلي د خوښۍ ځای دی.
    الله دې پسرلي صیب ته فردوس جنت ورکړي.

  58. انا لله و انا اليه راجعون
    . اللّهم اغفره و ارحمه و تجاوز عن سيئاته و ادخله في افسح جنانک. اللّهم احشره في زمرة المهديين و الصديقين والشهداء والصالحين. امين يا رب العالمين
    د ارواښاد اُستاد پسرلي مړينه د ټول افغانستان لپاره ستره ضايعه ده. ارواښاد له هغه ځايه چې زموږ د هيواد يوه وتلي ادبي څټه وه، ښه شاعر وو، يو ښه مربي او ښه استاد هم وو چې ټولنې ته يې د خپلو وړتيا لرونکو، هڅاندو زامنو يوه فعاله ډله او په زيات شمېر کې خپل ادبي شاګردان او د سبک پلويان وړاندي کړي دي.
    لوی خدای جل جلاله دې د علم او فضل برکتونه پر اولاد کيږدي او څښتن دې هغوي ته د دغه غم او صدمې د زغملو توان، صبر او اجر ورکړي. امين

  59. استاد پسرليه! الله دې د هغې نړۍ په پسرلو کې لره، قسم پر الله (ج) چې دا ډېره موده مې سترګې نوې لمدې شوې؛ خو ستا د تګ د خبر پر اورېدلو راډکې شوې!!!
    الله دې قبر د ارام بستر وګرځوه او لحد دې د شغلو تاج محل.
    آمين يا ربَ العلمين
    انا لله و انا اليه راجعون
    يو بيت:
    خلکو چې ژړل پسرليه! شپه مې هديرې ته وړه
    دغې ناوې نن ترې د مرګي په چل اخيستی وم
    عزيزي

  60. د ښاغلی پسرلی مړینه د پښتو ادب لپاره لویه ضایعه بولم او د پښتو ادب له ټولو لیکوالانو او شاعرانو څخه په درنښت هیله کوم تر څو دغه نومیالی په خپلو لیکنو ونازوی
    په درنښت

ځواب ورکول پروین مومند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *