د بریتانیا پخوانی دفاع وزیر لېم فکس

تاند- د بریتانیا پخوانی دفاع وزیر په لسو کلونو کې په افغانستان کې د توماس جېفرسن په سبک د دیموکراسۍ د راوستلو پلان تقریباً احمقانه و.

توماس جېفرسن د امریکا درېم ولسمشر او د امریکا د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د اعلامیې لیکونکی و.

د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد پخواني دفاع وزیر ډاکتر لېم فکس وویل، سیاستوالو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته تر هغه څه چې په دغه هیواد کې ممکن و، زیاته ژمنه وکړه.

ده لوېدیځ سیاستوال او چارواکي په دې ملامت کړل چې د تاریخ کتابونه یې نه وو لوستي.

ده په عین حال کې وویل چې بریتانیا د سږ کال په پای کې له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته باید افغانستان په ځیر وڅاري.

لېم فکس، چې په پارلمان کې د محافظه کار ګوند غړی دی، وايي:«دا نظر چې موږ غواړو په یو نه یو ډول په لسو کلونو کې د جېفرسن ولسواکي جوړوو، یو ساده خیال او توهم و.»

«فکر کوم د ستونزې یوه برخه دا وه چې اکثره سیاستوال د تاریخ کتابونه نه لولي. که یې لوستي وای دوی به په دې پوی شوي وای چې په بریتانیا کې د ادم سمیت او د رایې د حق د اجازې ترم��ځ ۱۵۰ کاله توپیر و. نو دا نظر چې موږ په څو کلونو کې د افغانستان په شان ځای کې دیموکراسي راولو کاملاً احمقانه دی.»

د افغانستان د عملیاتو په اړه ډاکتر فکس وویل، فکر کوي چې لومړنی هدف چې د طالبانو لېري کول و، ترلاسه شوی دی خو وروسته چې امریکا زیات تمرکز عراق ته واړاوه، په واشنګټن کې افغانستان ته توجه کمه شوه او طالبان بیا وزېږېدل.

ده له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل:«څه چې له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو کې ماته اندېښنه پیدا کوي، هغه دا لېوالتیا ده چې وايي دا باب وتړل شو.»

«دا نظر چې موږ له افغانستانه باید ووځو د تېرو تېروتنو د تکرار خطر لري. موږ باید افغانستان په ډېر دقت وڅارو کنې دا خطر شته چې دا هیواد بېرته په شا لاړ شي.»

لېم فکس د ۲۰۱۰ له مې څخه د ۲۰۱۱ تر اکتوبر پوري د بریتانیا دفاع وزیر و.

0 thoughts on “لېم فکس: په لسو کلونو کې په افغانستان کې د جېفرسن د دیموکراسۍ رامنځته کول احمقانه فکر و”
  1. زه دليم فكس نظر كاملا تأيد وم :
    ١-دا جه به بريطانيا كي دادم سميت او دراءي دور كول دحق إجازته تر منخ ١٥٠ كاله توبير دي اوس نو مقاييسه كري ١٥٠ كاله ددي لند مهاله زمان دافغانستان سره بل داجه افغانستان يو إسلامي مملكت ، مذهبي،قومي او نزادي تو فيرونه مكر بر طانيا دا مشكل نه لرل.
    -بل داجه بر طانيا به خبل اقتصاد ولار يو مملكت وو مكر افغانستان دك داءي لاس ونورو هيوادو ته نيولي.
    -بل داجه بر طانيه مجهزه ملي اردو لرله مكر افغانستان اردو به صفر كي ضرب شوه كومه جه اوس به بشو درديدلي داملي اردو نه بلكه ديو تنظيم اردو ده.
    -بر طانيه يو بإسواده دولت وو ولي افغانستان كي همدا اوس أكثريت نفوس ءي بي سواده دي.
    -بر طانيه خارجي برابلم نه درلوده مكر افغانستان به داخلي او خارجي برا بلو مو سره لاس به كريوان دي.
    -به بر طانيه كي ديموكراتانو د ديموكراسي دباره هلي خلي كولي ولي زمونز دمو كرا تان دموكراسي تر نامه لاندي جور او جباول او خان مره ول غواري.
    او داسي به سل هاوو نور مسايل جه دتولو ذكر دلته إمكان بذير نه دي.
    -دقواودايستل به باب بيا هم دهغه مفكوره كاملاء دتايد ور ده دا به دامريكا دافغانستان سره دوستي نه بلكه مستقيماء دشمني وي ورخ به راشي بيا به لاس تكوي خه به لاس ته نه ورخي دعراق موضوع به ورته نقل كي هم نه وي
    دجيفريسين ولس واكي واقعاء يو خيال دي نه كومه عملي جنبه
    -زه ديو جنرال به توكه دبر طانيا دمخ كني دفاع وزير نظر تا يدوم ولي يو انتقاد به لرم جه دبرحالي به وخت كي جوبه خله ناست وي كله جه دندي كوشه شي بيا واقيعتونه بيا نوي .
    زه ديو جنرال به توكه بي له كومه ترسه او بيمه ليكم جه دجهان دتولو بابل مود بيدا كولو منبع به خبله أمريكا او دامريكي متحدين دي دمثال به توكه .:
    طالبان جا تربيه او جا منخ ته او دجا به اقتصاد منخ ته راغله
    – داعش دجا به زور او قوت او دكوم هدف دباره منخ ته راغله دبلين كلينتن خبري مصداق دواقيعت دي
    دا أمريكا ده جه هم ءي كري اوهم ءي ريبي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *