تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویانو څخه ۷۳۰ میلیونه ډالر مرسته غوښتې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لینزر رویټرز ته ویلي، په افغانستان کې جګړو، وچکالیو او بې وزلۍ نړیوالو مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.

نوموړی وايي، د روان هجري لمریز کال تر پایه ورسره په افغانستان کې پراختیايي مرستې ختمېږي او افغانستان به بشري مرستو ته جدي اړتیا پيدا کړي.

دغه سازمان تېره ورځ ویلي وو چې په افغانستان کې یې یوازې د خوړو او سرپنا مرستو ته ۹ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالرو ته اړتیا ده.
اوس دغه سازمان ویلي، په ټوله کې یې افغانستان لپاره له ۷۰۰ میلیونو څخه زیاتو مرستو ته اړتیا پيدا شوې ده.

One thought on “م، م، افغانستان لپاره له مرستندویانو ۷۳۰ میلونه ډالر مرسته غوښتې”
  1. موږ کولای شو چی خپل هیواد اقتصاد او نظامی ځواک جوړ کړو موږ سره دی مرسته نه کوی تنها په پنجابی جنرالانو بندیز ولګوی چی لر او بر پښتنو له وژلو لاس واخلی
    لدی معلومیږی چی ملګری ملتونه هم پدی افغان وژنی کی ښکیل دی ځکه کله چی دوی نجیب الله استعفا کولو ته مجبور کړ له همغی ورځی زموږ د هیواد بدبختی شروع شوی دی چی تر نن پوری زموږ ولس د پنجاب له ظلم کراره ورځ نلرو

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *