تاند –  د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مارشال محمد قسیم فهیم وفات شوی دی.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي نن د مارشال قسیم فهیم مړینه رسماً تایید کړه، ویې ویل چې مارشال د زړه د سکتې په اثر ساه ورکړې ده.

د مارشال فهیم د مړینې اوازه څلور کاله مخکې یو ځل خپره شوې وه چې مارشال په جرمني کې د شکرې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه خو هغه وخت دا خبر ناسم وخوت.

مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۹۵۷ م کې په پنجشنیر کې زیږیدلی و، هلته یې لږ تعلیم وکړ بیا  په کابل کې په مدرسې کې شامل شو.

مارشال محمد قسیم فهیم د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د حامد کرزي لومړی مرستیال شو. دی حامد کرزي د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې احمد ضیا مسعود د هغه لومړی مرستیال و.

د شوروي ځواکونو د یرغل په کلونو کې له احمد شاه مسعود سره یوځای و او بیا د نظار شورا د سیاسي کمیټې مرستیال شو. یو وخت د شمال ایتلاف د بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان د جګړې قوماندان و.

د ډاکټر نجیب د حکومت له ماتې وروسته مارشال فهیم چې هغه وخت یې د مارشالي رتبه نه وه ترلاسه کړې د ملي امنیت وزیر شو او د طالبانو له ماتې وروسته یې له جنرالي مارشالي ته ارتقا وکړه.د فهیم په اړه ویل کېږي چې د مصلحت او جوړې طرفدار و او حتي په وروستیو کې، سره له دې چې ظاهراً د عبدالله عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ  کړی و، خو غوره یې ګڼله چې ښاغلی غبدالله ، زلمي رسول ته تېر شي ځکه د ده په باور عبدالله د افغانستان په ګټه نه دی.

ولسمشر کرزي د قسیم فهیم په مړینه خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د قسیم فهیم په مړینه ملت ته تسلیت وړاندې کړ او نوموړی یې یو هیواد پال افغان او ستر مجاهد وباله.

د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي د ولسمشر کرزي له لوري ویل شوي چې د قسیم فهیم مړینه یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې سر له ننه (د حوت ۱۸مه) تر درو ورځو پوري په ټول هیواد کې عمومي ویر ورځ اعلانېږي او په ترڅ کې به یې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

33 thoughts on “مارشال محمد قسیم فهیم ومړ”
  1. سلام دوستانو، ، هر نفس د مرګ څکونکی دی او هر انسان له دې فانی دنیا څخه هرو مرو تلونکی دی هغه که بادشاه وی او که ګدا خدای ج ته د انسان لوړوالی ښه اقتصاد قوت نه دی مهم الله تعالی ته هغه انسان مهم دی چې پرهزګاره او ټولنه د ده له شره په امن کې وي!!!!

  2. ډیربدکاروشو چه دغه انسان وژونکی او افغان دښمنه څیره پرته له محکمی ددوزخ اوسیدونکی شو کرزی ماتم اعلان کړی دی حال دا چی ددی مړی باید محاکمه شی او جسد یی دیوی ورځی لپاره په دار وځړول شی ،په کار ده چه پوره میاشت ځوړند شی خو په حرامو او دملت نه په لوټل شوی مال دومره پڼډ شوی چه بوی به یی ټول هیواد ونیسی

  3. الله تعالی د تول مسلمانان وبخشی او د خپل د رحمت د خوا د ورسره حساب وکړی دا دنیا فانی ده حیځوک به دنیا کښی پاتی نشی شخصاٌ زما د مارشال صاحب دوه شیی خوشیدل یو یی آسونه دوهم یی سپی د دی دوحیواناتو دیر شوقی وه شه آسونه یی درلودل او شه جنګی سپی یی درلودل خدا (ج) د پری آسانه کری

  4. د پل برانک څنګ ته به ورشی پولی صلات یی هم ورته ړنګ کړی به وی د خلکو وینی یی وخوړی د سپی په مرګ مردار شو او اشرف غنی یی زاره وچوله

  5. ټول ظالمان او قاتلان دی خبر وی، چې همداسې ورځ به پرې راځي.
    که ښه کړئ او که بد-مګر یوه ورځ به خالی لاس ځئ

  6. پدی دنیاخو کوم نر پیدا نه شو چی د فهیم خان سره یی د کونډو او یتیمانو د مال حساب کړی وای، خو موږ پر دی کلک باور او ایمان لرو چی الله ساحان وتعالله به یی بی حسابه پری نه ږدی حتمآ به ورسره د ملت د مال حساب وکړی.هیله ده چی زورواکی چارواکی چی لا تر اوسه د ملت مال خوری له یاده ونه باسی چی که په دی دنیا کی څوک تری پوښتنه نه کو ی بل ځای به هم تری پوښتنه ونه شی.موږ به ټول یو ورځ حساب ورکوو او ریښتنی عدلت ته به وړاندی کیږو چی هغه د الله سبحان وتعالله عدلت
    دی.
    تاندوالو په خبر کی لږی ګوتی ووهی، لومړی مارشال ندی، بلکی د کرزی لومړۍ مرستیال به وی

  7. څه شول دده هغه مرمۍ ضد زغروال موټر.:؟ څه شو د ده هغه مال او دولت چې د نورو افغانانو په وینه او ژوند باندې یې ګټلې ؤ؟ څه شول د ده هغه ټوپکماران؟ چې اوس یې له مرګ څخه خلاص کړی او د عزراییل مخه ونیسي، هیڅ یی هم پکار نشول، ماسوا د ده د خپل عمل څخه، اوس دی داسی محکمې ته ورغلو چې هلته نه چل کولای شي، نه یی ټوپکماران ګټلی شي، نه یې اوباما خلاصولای شي، او نه یې ګورباچوف او ولادیمیرپوټین، اوس یې چې څه خلاصولای او بچ کولای شي نو هغه د ده عمل دی، او که راګیر کوی یی نو هغه هم د همده عمل دی
    کل نفس ذایقة الموت
    الایه

  8. آوازه ده چې د احمد ضیاه مسعود کورنۍ په کرزي فشار راوړی تر څو د فهیم جسد د غازي نادرخان مقبرې ته څېرمه خاورو ته وسپارل شي. دا ځکه چې دوی انګېري چې پنجشېر د دوی په پچه ختلی او د دوی په اصطلاح یوازي یو قهرمان)جګړه مار( ته ځای لري. له بله اړخه د مسعود لینن ته ورته مقبره په پنجشیر کې د مسعود د کورنۍ لپاره د نفوذ او عاید ښه منبع ګرځېدلي او هلته د یو بل جنګسالار د مقبرې راڅرګندېدل به د دوی بازار ورخراب کړي. په ورته وخت کې آوازه ده چې یونس قانوني په داسي حال کې چې یوه دوسیه ورسره وه د فهیم له جسد سره یې د خلوتګاه غوښتنه کړي وه او له دې لیدنې وروسته د متوفي په یوه ګوته نیلی رنګ راښکاره شوی دی. ویل کېږي چې د ده د ګوتې نښه د دوولویو تعمیراتي پروژو پر هغو کاغاذاتو اخیستل شوي چې په هغو کې یې د فهیم سهمیه روښانه کوله. که څوک پدي هکله شواهد ولري هیله ده چې هغه به ژر تر ژره له رسنیو سره شریک کړي

  9. مارشال صاحب دې خدای تعالی وبخښي ، خدای تعالی له خپل حق څخه تېرېږي ، خو د بنده له حقوقو څخه نه تېرېږي له هغه سره د خلکو د حقوقو حساب کتاب کول د الله تعالی کاردﺉ . خو د پطرولیم د حوزې، بیت المال ، ناروا تصرفاتو ، او په حکومت کې د ننه د سیاسي واک وېش او ناروا شراکتي تقسیمات او مخکې له مخکې د راتلوکي حکومت له پاره خپلې مهرې ځاي پر ځای کول ، له پردوسره د خپلو ناروا تصرفاتو پر سرناروا معاملې داسې نه پخښونکې او نه جبیره کېدونکې حقوق دي چې افغانان ، اشرف غني ، تاریخ او خدای تعالی یې نه شي بخښلی .

  10. asalam alaikom wr wb dostano de tol bashar hamda laar da sok nan sok saba behtara daa da che sha A3mal aw taqwa sara zhwand wakro .FAheem che har sa karre pa donia ki Os waraghlo de Allah pak hisab aw kitab ta FAheem poh sha aw de Allah pak hisab . os bad ma pase wayay hagha pade khatar che os de afghanano de doniawe mahkami na khlas sho che afghanan pa zhwandonn war sara mahkama kare way no che Marr sho wa Allah pak ta ye wasfaray che Allah pak hisab aw kitab war sara wakrre

  11. خداوند انسانرا هیچګاهی ذلیل نکند، وهر انسان باید بیاد داشته باشد که روزی به حضور خداوندګار مشرف شدنی است ،بناعاً در دنیا کاری نکند که ذلیل دنیا وشرمسار آخرت شود، چه کسانی در دنیا آزردهء مرګ افراد میشود ؟ اګر آدم بود ، اګر مفید جامعه و وطن بود، اګر بخیر مردم ومملکت بود،اګر منافع مردم ووطن را بالاتر از منافع شخصی خود میدانست وبه سهو استفاد ، دزدی ، اختلاس از دارایی عامه و استفاده سهو از وظیفهء که به او سپرده شده مرتکب نشده باشد ، طبیعیست که تمام مردم و اطباع کشور از مرګش غمګین ومتاثر میشوند هرچند مرګ از جانب خداوند حق است وهرکه در زمانش آنرا میچشد! اما به مرګ افراد مختلس ،دزدان دارایی عامه، معامله ګران منافع ملی ، دزدان جهاد راه خدا،غاصبین زمین های شخصی ومربوط به ملت که جز دارایی عامه است، قاچاقبران انسان ومواد مخدر،قاتلین اسانهای بیګناه، متجاوزین به نوامیس ملی ودر نهایت وطن فروشان که نه به مادر وطن ارزش قایل اند ونه به منافع ملی ونه به استقلال وطن ونه هم به ارزش های مادی ومعنوی وتاریخی کشورش وفادار است، ومرګ چنین افراد ، فقط وفقط شرکاه جرمی اش را متاثر میسازد تا مردم عادی واطباع کشور! باز هم نباید فراموش کرد که مرګ از جتنب خداوند است وهر انسان آنرا در زمانش باید بچشد، ولی خداوند از این مرګ نجات بدهد که که در دنیا دعاګو ندارد ودر آخرت بخشاینده ندارد! امروز چنین روزیست که به یک تن از مسولین دولت پوشالی افغانستان بنام قسیم فهیم دست یافته است ، جنابشان دیګر نزد خداوند مقامی ندارد، صلاحیتی ندارند، ګروه مسلح جنګی ندارند که در برابر خداوند از شورش ویاغی ګری برای نجاتش استفاده نماید،آنجا دیګر محاکمهء یګانهء خداوند از اعمال وکردارش در دنیا استپسار میشود،در آنجا فرمان آقای کرزی برای نجاتش کاری نیست، ونه هم اولتیماتم نظامی باداران بین المللی اشغالګر واستعماری اش میچلد ونه هم پهپادهای مدافع جنایات این وطن فروشان توان بمبارد محاکمهء خداوندی را دارند! صرف شرکاه این جنایت کاران این طرف پردهء آخرت که دنیا نام دارد میتوانند بازهم برای فریب اطباع مظلوم کشور وبرای ادامهء جنایات نابخشودنی تیم پوشالی و وطن فروش خود اعلان ماتم ملی کنند ، غم بر پا کنند، به سینه وکلهء خود زنند وخود را وتیم فاسدش را یکه وتنها حس کند که یکی از ګلهء دزدان به محاکمهء خداوندی رفته است

    زچرخ فلک مناز که کمر شکن است
    بر رنګ لباس مناز که آغر کفن است
    مغرور مشو که زنده ګی چند روز است
    در زیر زمین شاه وګدا یک رقم است

  12. دا وګوری چی دا کلیمه د ده په کوم ځای پرته ده دی او د ده لارویان هم ویده دی که خدای یی ویده کی

  13. ټولو هیوادوالو ته د مرتد فهیم د مرداریدو مبارکی ورکوم او د نورو مرتدانو د مورداریدو په هیله

    په درناوی

  14. خدای دی ورسره سخت حساب وکړی دی ظالم خپل ټول عمر په ظلم او عیاشی تیر کړی چه دی به څنګه جواب ورکوی

  15. Was wara le da allah mahakame ta war ba ke jawab …da dero afghanano pa wazano ke de las darlode sa shawa hagh was da pashtan ham dar na kezi chee zan de mujahid esaba wai aw da kufaro sar walar we … allah de raham dar bande waki

  16. رب العزته دا نور ددی وطن وینی او زوی خوړونکی هم ژرترژه ځان ته وغواړه او دا ملت ددوی
    له شره خلاص کړه او پر ور دګاره بغیر حسا ب یی جهنم ته و لیږه ددا سی خلکو انشا اله حساب ته
    حا جت نشته همده ظا لم زمو نږ یو وطندار کله چی د امنیت ریس وه د لوی ظالم په و خت کښي هغه یی
    په الماری کښی قلف او ویی واژه چی کله یی بوی وکړ بیا یی له الماری راوویست او خپلو خلکو ته ویلی وه
    در الماری قلف اش کردم فرا مو شم شده بود

  17. د قسیم فهیم د مړینې په تړاو:
    زړه بوږنونکې ده، یوشمېر افغانان هر فاسد او ملي خاین ته چې مړ شي، پردوس جنت غواړي؟ که داسې وي، پوښتنه پیداکیږي چې ایا پردوس جنت د خاینینو او جګړه مارو ځای دی؟ دا شمېر افغانان همدغو کسانو ته په ژوند درغلن، جګړه مار او د ولس قاتلین وايي، خو چې کله مړ شي بیا ترې همدوی سپینه کوتره جوړه کړي او د پروس جنت په دعاګانو ورته شپه ورځ لاسونه لپه کوي! ایا دغه یو ډېر ناوړه او له وخته پریوتی کلتور نه دی؟ راځۍ دغه لویدلی ، زوړ او د ځان دوښمن کلتور پریږدو. خاین او فاسد ته په ژوند هم خاین او فاسد ووایو او د هغه په مړینه هم.
    دغه پورته مطلب مې د یوه دوست نظر رااخیستی، څه ښه ریښتیا يي ویلي دي

  18. ډیپارټمنت لخواد نوی اعلان شوی بست HR دریاست جمهوری
    په ریاست جمهوری کی نوی بست اعلان شو ی چی دغه بست په لومړی سر کی دی یوخاین له خوا دک شوی وو اوس چی هغه دا نه کار کولو له امله ده محترم عزرایل لخوا د خپل وظیفی نه لاس په سر شو
    نو ټولو کاندیدانو ته خبر ورخبر ورکول کیږی چی راتلونکی جمغعی ورځی پوری خپل اسناد پدی پته راولیړی
    ښو کاندید باید دی همدی کاندید په شان وی چی عزرایل یی هایرکول غواړی دی مارشال فهیم سره سم عاداتونو ولری
    چی پای نیټه یی دی راتلونکی۲۲/۱۲/۱۳۹۳ تاریخ سره سمون خوریری منـــــــنه

  19. ولی عمومی ماتم ؟ که کرزی صاحب ماتم کوی خپله خوشه یی خو خلک به زما په خیال او گمان جشن وکی

  20. کرزئ صيب ! بس دئ ډېر دې و زورولو ، نور مو مه زوره ، هغه یو ویشت تنه د وطن او ناموس ساتونکي چې د بي ناموسه د شمن له لاسه د تورو خاورو لاندې شول د ملي ماتم حقدار وو ، که ستا مارشال صيب ؟ ته به هم يوه ورځ د لايزال خدای په دربار کې ځواب ورکړې

  21. Salam dostano! Po de donya mohakema nashoo, de Allah pak de mohakema sakha nashee khlasedalai.

    Mirwais Totakhai

  22. اول خو بالای یک جسد آن چادر که بالای آنها آیات قرآن کریم نوشته شده باشد انداختن جایز نیست
    حال مارشال صاحب خبر خواهد شد که مال یتیم و مردم چه قسم حساب و کتاب دارد
    بالای مرگ کسی خوش نمیشوم چون همه ما میمیریم و جوابده اعمال خویش استیم
    اما
    این رهبران و قوماندانان دیگر باید عبرت گرفته توبه کنند
    و هر مقدار مال یتیم و مردم را که عصب کرده باشد دوباره با آنان گردانده و از ملت معذرت بخواهد
    ومن الله توفیق

  23. اخرى كميس جيب نه لرى اى جهادفروشانو كه جهـاد مو دخداي په امر كرى وى خود خداى امر مو په حًاى كرى اوس موولى تول ملت له ستونى نيولى چى مونز جهاد كرى هغه غت خائن سياف اوس واى چى حضرت عمر غوندي حكومت جوروم غل مى نه ليده او دحضرت عمرغوندى حكومت ته اول دامريكا له سفرته دمياشتى ٦ لكه دالر اخلى ممتاز وراره د دخلكو او دولتى حًمكو چور اچولى او ته يي حامى يي او حًنگه جرأت كوي چى دحضرت عمر (رض) غوندي حكومت جوركرى. بل دافغانستان خلك دى هـم لز فكروكرى او هر حًه د نه هيروى اود دغو غلو كارنامى دى نه هيروى هغه بله ورحً عبدالله گى جلال آبادته تلى وه دجلال اباد خلكو لنگى ورته ترلى وه لنگى دپشتو ن سر غوارى نه دوطن فروش دجلال آباد خلك انگريزانو امريكايانو او نورو اروپايانوته هـم لنگى ور په سركرى .كه حًوك دلنگى ليافت لرى او كه نه خو دوى لنگى ورترى دا هغه غبدالله ده جرى دبهرنيو چارو وزير وه او يونس قانونى دكورنيىو چارو وزير وه او امريكايانو سره يي مواقفه وكره چى دافغانانو كورونه تلاشي كرى اى ويده أفغان ولس دو ى امريكا يانوته أجازه وركره چى دافغانانو ناموس تلاشي كرى دا دلنگى ارزش لرى
    يو خو په خپله بيسوادى دير بد مرض ده خو فهيم په بيسوادانو كى هـم بيسوادوه متعصب او دچور اوچپاول قتل غارت شين زمرى وه ظالم ددشتى ليلى حًواب به اوس وركوى ولله كه مى دعوا په خوله ورته راحًى الله دى دانور هـم ورسره يوحًاى كرى او دابيچاره ملت دى خداى له دى بي هـمته رهبرانو حًخه خلاص كرى امين دكرزى لالا مر شو

  24. زما دمینی یو سلام په توره شپه قبلوکه
    ژوندون پانی دی په سحرمی اعتبارنشته

  25. الحمدللہ دجھاد؛اسلامی نظام؛او مظلومو افغانانو ستر قاتل او د یہودیانو او ھندوان تالیسٹی خپل منطیقی انجام تہ ورسیدو.ھمدا راز پاتی خاینان او امریکنی غلامان دیر زر ددہ سرہ پہ دوزخ کی یوزای کیدل غواڑو

ځواب ورکول سروش احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *