تاند- د استرالیا د شمال په کوین آیلنډ کې د یوه لوی مار او سیمسارې (crocodile) ترمنځ د جګړې شاهدان وايي چې مار وروسته له دې چې د سیمساره ووژله، هغه په ۱۵ دقیقو کې وخوړله.
د ۱۰ فوټه اوږد مار او لویې سسیمسارې ترمنځ مقابله د یکشنبې په ورځ /مارچ ۲مه/ د کوین ایلنډ په موندارا جهیل (Lake Moondarra) کې وشوه.
شاهدان وايي، وروسته له دې چې دواړو په اوبو کې جګړه وکړه او په نتیجه کې یې سیمساره ووژل شوه، مار مړه سیمساره وچې ته راوړه او هلته یې په ۱۵ دقیقو کې وخوړه.
یوې سیمه ییزې خبریالې (تیفاني کورلیس) دا عکسونه اخیستي دي.


دا وايي:« کله چې مار ټوله سیمساره تېره کړه، موړ ښکارېده خو په دې پوی نه شوم چې مار دومره لویه سیمساره چیري ځای کړه.»
د پېښې یوې بلې شاهدې الیس روسینتال د استرالیا رسنیو ته وویل چې د مار او سیمسارې جنګ ۵ ساعته دوام وکړ. دا وايي:« پنځه ساعته وروسته لاړم د مار او سیمسارې جګړې ستړې کړم او ورڅخه لاړم.»
د هغې څېړنې له مخې چې په ۲۰۱۲ کال په رایل سوسایټي ژورنال کې خپره شوه، مار د خپل قرباني (مقابل لوري) د زړه دربا (ضربان) احساسولی شي او کله چې پوی شي چې د قرباني زړه بیخي درېدلی، هاله ورسره زیات زور نه وهي چې ډېره انرژي یې ضایع نه شي.
د استرالیا په کوین آیلنډ ایالت کې د نړۍ تر ټولو خطرناک ماران او دغه راز د ترو اوبو سیمسارې موندل کېږي.
عجيبه دا ده چې دې جګړې څنګه پينځه ساعته دوام وكړ. تمساح يا كروكوډيل ډېر ژر ستړي كيږي، په دې چې ډېر وخت د اوبو لاندې پټ وي او ډېر لږ اكسيجن مصرفوي. د جګړې په وخت كوښښ كوي چې يو حيوان ډېر ژر د اوبو لاند ډوب كړي چې اوبه د حيوان سږي ته ولاړې شي او بيا حيوان ژر مړ شي. له بلې خوا مار هم داسې حيوان نه دى چې د اوږدې جګړې طاقت ولري. مار هم ډېر ژر ستړى كيږي او عضلات يې ډېر ژر كمزورى كيږي. كه دا پينځه ساعته جګړه ريښتيا وي، نو دا به يوه استثنآ وي.
ملكزى
this is my favorite site