صدیقه زما د مشرې خور خورلڼه او زموږ د  ګاونډي میرمن وه. خاوند یې زما له ورور سره یو ځای په روسیه کې تحصیل کړی و. صدیقې تر نهم ټولګي پورې ښوونځی لوستی وو، وروسته یې چې واده وکړ نو خا وند یې د ښوونځی د تګ اجازه نه ورکوله. څو ځلې د صدیقې مور د هغې له خاوند سره په دې خبره جګړه کړې وه چې صدیقه ماشومان نه لري اسد دې هغه پریږدي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي، خو اسد به ویل همدومره زده کړې یې بس دي. صدیقې به تل په خپلو خبرو کې د زده کړو ارمان کاوا.

 په هغه ورځ چې زما د خور واده وو،  صدیقې زما له مور سره د کور په کارونو کې مرسته کوله. د ډوډۍ د ویش په وخت کې هغه د سالون په وره کې ولاړه وه میلمنو میرمنو ته یې د ډوډۍ ست کاوا. د هغې میړه هم ډوډۍ تر وره پورې راوړله. زه مې له څو نورو وړو همزولو نجونو سره د کوټې په وره کې ولاړه وم، هغوی د اوبو جک او ګیلاس په لاس کې نیولي وو، میرمنو ته یې اوبه ورکولې.  صدیقې د سویتې په لور په ځير ځير کتل سویته یوه روسۍ ښځه وه چې زما د ورور د ملګري میرمن وه او له روسیې څخه د خپل افغان میړه سره راغلې وه. ډيره ښایسته وه او ښایسته ګلابي پنجابي جامې یې اغوستي وې چې د هر چا سترګې وراوښتې. د صدیقې خاوند هم د ډوډۍ راوړلو لپاره راغئ صدیقې ورته په نازدانه ژبه وویل: اسده ګوره چې سویتې هغه ګلابي پنجابي اغوستي چې ما خوښ کړي وو څومره ښایسته ښکاریږي تا ما ته وانخیستل او ویل دې چې له تا سره نه ښايي!

اسد د سویتې په لور وکتل بیا یې په خندا وویل: سویته خو یوه ماستره ښځه ده له هغې سره هر ډول جامې ښایي.

زه ډيره وړه وم په لومړي ځل مې د (ماسترې) کلمه اوریدې وه، ډيره مې سودا شوه چې (دا ماستره میرمن څنګه وی چې د هر ډول جامو اغوستلو حق لري؟) له چا نه مې پوښتنه نه شوی کولی چې کومه بده خبره نه وي او څوک مې د اسد او صدیقې د خبرو په اوریدو ملامته نه کړي.

له واده څو ورځې وروسته زما خور زموږ کره راغله. له مشر ورور سره مې غږیده د خبرو په مینځ کې یې وویل: پرون پوهنتون ته تللې وم استاد(……) سلامونه درته ویل،  ماته هم په قهر و، ویل یې : اوس دې د واده وخت نه و زما خبر به دې منلې وه زما له لور سره به د بورس له لارې بهر ته تللې وې او بیا تر هغه وخته چې څو دې ماستري نه وی اخیستې نه به راتلې.

  ورور مې په لوړ غږ وخندل او په ټوکه یې وویل: هغه همداسې دی، هیڅ شک په کې نه شته چې رانه تښتولې یې نه یې.

ټولو وخندل.

هلته مې د مغزو هغه غوټه چې د ماسترۍ په هکله مې لرله خلاصه شوه او پوه شوم چې ماستري د زده کړو هغې درجې ته ویل کیږي چې له پوهنتون(لسانس) څخه لوړې وي، خو یوه بله پوښتنه راسره پیدا شوه!(( دا د صدیقې خاوند اسد ته که زده کړې ښې ښکاریدې او ماستره میرمن یې له صدیقې نه ښه بلله نو صدیقه یې ولې له نهم ټوولګي ورهخوا د زدکړو لپاره نه پریښوده؟!))

تر اوسه مې یې ځواب نه دی موندلی.

One thought on “ماستره میرمن/ خاطره/ نعیمه غني”
  1. عالي لیکنه ده. نعیمې خورې داسې ډېرې پوښتنې به بې ځوابه پاتې شي. زه لا د خپل نهه کلن زوی ټولو پوښتنو ته ځواب نه لرم.

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *