خبرپاڼهMine 

نېټه: ٠٧-٠٦-١٣٩٢

کندهار افغانستان-  د طالبانو لخوا د ځاى پر ځاى سوي ماين په چاودنه کي نن سهار د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي خاوند او مېرمن يې وژل سوي او ددوى ٦ مياشتنى ماشوم ژوندى پاته سوى دى.

دغه پېښه نن سهار لس بجې د يادي ولسوالۍ د خال بلاغ په سيمه کي هغه مهال وسوه، کله، چي د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر د وسلوالو طالبانو لخوا پر ښخ سوي ماين وربرابر سو.

په دغه پېښه کي د خاوند او مېرمني ترڅنګ د ياد موټر چلوونکى هم وژل سوى او شپږ مياشتنى ماشوم چي پر لاس زخمي سوى وو،  د ملي پوليسو لخوا روغتون ته انتقال سوى دى.

په هغه سيمه کي مېشت امنيتي ځواکونه لا هم کار کوي، چي د قرباني سوى کورنۍ خپلوان پيدا کړي او ژوندى پاته سوى، شپږ مياشتنى ماشوم ورته وسپاري.

پر عامه لارو دغه ډول ماينونه ډېر وختونه د وسلوالو مخالفينو لخوا د دولتي ځواکونو د هدف ګرځولو په موخه ښخيږي، ولي اکثريت وختونه يې، زيات ولسي وګړو ته رسيږي.

وسلوال طالبان په دغه ډول بريدونو سره کوښښ کوي چي د خلکو په زړونو کي د ويري او کرکي څپه خوره کړي او هغوى ته په ګوته کړي، چي لا هم د هغوى په سيمو کي فعاله حضور لري.

دغه ډول بريدونه او د ملکي خلکو وژنه به نه يوازي دوسلوالو طالبانو په مقابل کي د خلکو کرکه او نفرت زيات کړي، بلکه د مخالفينو او د هغوى د بادارنو له هغو ناروا او شومو اهدافو څخه به هم پرده پورته کړي، چي د افغان ولس پر وړاندي يې لري.

One thought on “ماين چاودني د ٦ مياشتني ماشوم مور او پلار ووژل”
  1. وروره طالب مالب نشته، دا د پاکستان د پوځ او ملېشې یو شمېر سرتېري دي چې د اوزو غوندې یې ږیرې پرېښي دي او راځي په افغانستان کې ماینونه ږدي او بېرته اوړي. دا اوس داسې ښکاري لکه یو څوک چې غول وکړي او طالب ورشي په خپل مخ یې وتپي او خلکو ته ووایي چې دا طالب دی

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *