ولسمشر ایمانویل مکرون

تاند: په فرانسه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د سږني میلادي ۲۰۱۹ کال له پيله تر اوسه ۷۴ ښځې وژل شوې دي.

د فرانسې د لوموند ورځپاڼې د راپور له مخې همدا وړمه ورځ پاریس کې یوه هلک خپله انډیواله وژلې چې ورسره سږ کال د وژل شویو ښځو شمېر ۷۴ ته لوړ شو.

دې پېښې په فرانسه کې د ښځو د حقونو فعالان پارولې دي او په دې تړاو د یکشنبې په ورځ د ښځو ۲۰۰۰ کسیز لاریونونه راووتل.

د دغو لاریونونو په ځواب کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر خپل ټویتر لیکلي، د فرانسې مېرمنو، د فرانسې جمهوري حکومت ونه توانیده چې ستاسو ساتنه وکړي!!

مکرون دغه راز د یوې ټلیفوني شمېرې د اعلان تر څنګ اړوندو له ادارو غوښتي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو په راپور او څېړنه کې جدي اقدام وکړي.

له بلې خوا د ښځو په چارو کې د فرانسې د ولسمشر سلاکاره مارلن شیاپا وایي، راتلونکې میاشت به پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې یوه پلټونکې ناسته راوبولي.

په دې تړاو امانویل مکرون هم ویلي چې میرمن شیاپا به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند یو لړ مهمې دولتي پرېکړې ډېرې ژر اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لومونډ ورځپاڼې ویلي، په فرانسه کې په هرو دریو ورځو کې یوه ښځه د خپل اوسني مېړه یا پخواني مېړه لخوا وژل کېږي چې شمېر یې د کال په حساب ۱۴۰ ته رسېږي.

One thought on “مکرون: فرانسه د ښځو په ساتنه کې ناکامه ده”
  1. سلامونه
    دا یو لک کاله کیږی چی په فلسفی ډګر کی د ښځی او نر یا ووایو د نر او ښځی تر منځ د توپیر اصل ته یو د بل د تسلیمی تود بحث جریان لری خو دواړی خواوی په ورین تندی یو د بل تفسیر نه منی، البته د نه منلو په حالت کی نن سبا خبره شپږ میلیارډو بچانو ته رسیدلی ده او که( منل) وای نو کیسه به دوولسو میلیارډو ډوډی خواړو ته رسیدلی وای
    پدی منځ کی باید د اوو ترخو او خوږو او تروو سمندرونو بله محاسبه له پامه و نه غورځول سی هغه دا چی که ښځی عملاً په ټوله فلسفی سیالی کی د نر سره د موازی حرکت صلاحیت لاسته راوړی وای نو به د انسانی تلفاتو کچه هم نن دری چنده وای مانا دا چی د ټولو سیاسی او اجتماعی ناخوالو او د فاجعو او تلفاتو شاته فقط نر تشریف لری ، فضل، که ښځی هم شراکت او ګډون درلودای نو به تلفات څومره وای؟
    اصلی خبری ته نژدی خبره
    نر په څلورو سنکرونو کی د ښځی پنوم یو موجود سره مخامخ دی
    ماندینه، مور، خور، لور
    همدارنګه ښځه هم په څلورو سنګرونو کی د نر پنوم یو موجود سره مخامخ ده
    میړه، زوی، ورور، پلار
    هغه څه چی زه ئی د یوی خوږی لوبی د کشف! ویاړ لرم دا ده چی
    نر د څلورو سنګرونو د جملی څخه ځینی وختونه او یا غالباً د یوه سنګر ( چی ډیر مهم سنګر هم دی) په وړاندی د بی رحمی او جفا څخه کار اخلی (ماندینه)
    امّا
    ښځه د څلورو واړو سنګرونو په وړاندی مهربانه او زړه سواندی ده
    دا کار ددی سبب سویدی چی په جهنم کی البته دواړو جهنمونو کی د نر شمیره زیاته ده د ښځی تر تعداد
    امّا اصلی خبره
    زموږ غوندی هیوادو کی د ښځو او میرمنو په وړاندی د سپک یا درانه خشونت کړنه لبرال دموکراسی ته د وفادارو روشنفکرانو لخوا په ترخه او قهقهائی او تحقیر آمیزه خنداوو بدرقه کیږی او دې کړنو ته پنځلس ډول ډول توجیهات تراشی چه د (دین او فرهنګ شتون او د هغی ټکول )یو لدې توجیهاتو او عواملو څخه ګڼی
    خو زما غریب پوښتنه داده چی
    په فرانسه غوندی هیواد کی ددی ډول ځوروونکو پیښو علتونه څنګه څیړل کیږی؟

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *