تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په پروان ولایت کې د بګرام هوایي اډې او یو روغتون مخې ته د طالبانو موټر بم بریدونه غندلي دي.
دغو بریدونو او نښتې نن ۸۰ تنه ژوبل او دوه کسان ووژل چې چارواکو ټول ملکیان بللي دي او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې په ټویټر مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا خبریالانو ته ویلي، د بګرام پر نظامي اډه د نن سهار ترسره شوی تروریستي برید په کلکو ټکو غندي: (( په دې برید کې څو ایتلافي ځواکونه او عام خلک هم ژوبل شوي دی او دا برید پلاني و.))
نن د ګرجستان د دفاع وزارت هم ومنله چې د بګرام په ننني برید کې یې پنځه تنه ځانګړي سرتېري ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې ارګ هم د بګرام پېښه غندلې او ویلي یې دي که طالبان دغسې بریدونو ته دوام ورکوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د خپلو خلکو خوندي ساتلو ته چمتو دي.
طالبان دا برید له هغې وروسته کوي او مسوولیت یې پر غاړه اخلي چې امریکا ویلي، له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د مخته تللو لومړنی شرط اوربند او د تاوتریخوالي راکمول دي.
امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، که پاکستان طالبانو ته خوندي جنت (پناه ځای) نه اوسي، افغان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.
نوموړي، له طالبانو څخه د پاکستان د قوي ملاتړ خبره په داسې حال کې کړې ده چې نن څلورمه ورځ ده په دوحه کې د خلیلزاد او طالب مشرانو مذاکرات روان دي.
ښاغلي ګراهام په دې اړه هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي: (( طالبانو سره چې مذاکرات کوو، سم کار نه دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي چې طالبانو ته پناه ځایونه ور نه کړي، که داسې وشي افغان جګړه په څو اوونیو کې ختمېږي.))
ښاغلي ګراهام ټینګار کړی چې دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او په وینا یې دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي او طالب مشرانو هیله ښودلې چې په قطرکې روان مذاکرات یې نتیجه ورکوونکي دي او افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله نه ګرځي.
سرچینې: قطر کې د سولې خبرو کې د عمومي اوربند پر سر اختلاف پیدا شوی
https://tatobaynews.com/?p=63329
د امریکا او طالبانو ترمنځ تازه پیل شوي مذاکرات، له پرمختګونو سره سره، د دواړو غاړو ترمنځ د عمومي اوربند په برخه کې له اختلافاتو سره مل دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د دواړو غاړو ترمنځ ډیری موارد حل شوي خو پردې اختلاف دی، چې امریکايي لوری په هوکړه لیک کې پر عمومي اوربند ټینګار کوي خو طالبان وایي، چې د سولې هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته به لومړی له امریکايي لوري سره اوربند کیږي او د عمومي اوربند په تړاو به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کیږي.
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي چې د دواړو غاړو ترمنځ ډیری موارد حل شوي خو د امریکايي پلاوي له لوري په عمومي اوربند ټینګار په روانو مذاکراتو کې خنډ رامنځ ته کړی دی.
امریکايي لوری په توافقنامهکې پر عمومي اوربند ټینګار کوي خو طالبان وایي چې د عمومي اوربند په تړاو به په بین الافغاني مذاکراتو کې پرېکړه کیږي
په دوحه کې د سولې د مذاکراتو له جریان څخه باخبره شنونکی عنایت الله کاکړ وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ له مخکې د نهايي شوې هوکړې له مخې د تړون تر لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي او د اوربند په شمول په مهمو داخلي مسایلو به پکې خبرې کیږي.
خو د بین الافغاني مذاکراتو په اړه په حکومت او سیاسي جریانونو کې دا اندېښنې دي، چې ښايي پر لېستونو او نورو مسایلو د احتمالي اختلاف او نه همغږۍ له امله وځنډیږي او جګړه پسې اوږده شي.
د توافقنامې د موادو پراساس به له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي
د طالبانو او متحده اایالاتو ترمنځ پر عمومي اوربند اختلاف داسې مهال دی، چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بګرام ته په خپل سفر کې پر اوربند ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د طالبانو له اړخه هم د اوربند پر کېدو باوري دی.
ګراهام: ټرمپ باید روښانه کړي چې طالبانو سره جعلي که واقعي سوله کېږي؟
http://www.taand.com/archives/130908