خان زمان کاکړ –

د پښتنو قام پرستانو تاوده شعارونه د پاکستان د جمهوري نظام د ژغورلو په هوډ پورته کېدل، له يوې فکري ستړې سره بوخت پاته وم چې چا د خپل هغه مشر، ملګري او يار د مرګ خبر راکړ چې نه يې پوځي پاکستان مانه او نه يې جمهوري پاکستان!!! مات مات غوندې شوم، يو ښه ساعت خاموش او بيا مې يوه ټپه له ځانه سره بوڼوله چې آخر مې پر فېسبوک هم شريکه کړه:

                                        دا ته چې ځې ما په چا سپارې

ما په بې ننګه خلکو مه سپاره مئينه

د ۲۰۰۶م کال د اګست د مياشتې خبره ده، په اووم نړيوال کنفرانس زيارت کې له مقالې لوستلو وروسته چې له سټېجه راکوزېدم نو د يو مشر سړي اوچت کړی لاس مې وليد چې خوا له د ورتللو اشاره يې راته کوله، خوا ته يې ورغلم، د داد او ډاډ لاس يې راکړ، هغه لاس نيژدې د يوې لسيزې د فکري رشتې او ذاتي يارانې لاس ثابت شو، “مرګ انجام د هستۍ نه دی”، هيڅ ګومان نه شم کولی چې هغه لاس زما لاس پرېښوولی شي ځکه چې زما يقين دی چې فکري تعلق په مرګ غوندې وړو ګوزارونو نه شي ماتېدی.

په دې نيژدې يوه لسيزه تعلق کې ما او ملک امان کاسی يو او بل ته په ډېرو حوالو نيژدې پاته شو، بې حسابه اوږده اوږده سياسي مجلسونه مو سره شوي، بې انتهاء آزاد او يارانه ګپونه مو سره لګولي، په سفر کې مې ليدلی، په چکر کې مې ليدلی، په غوسه کې مې ليدلی، په ټوکو ټکالو کې مې ليدلی، په ډېرو “معصومانه” حالتونو کې مې ليدلی، له مشرانو او هم کشرانو سره مې په بحث کې ليدلی خو په دې ټولو حالتونو او حوالو کې له يوې نکتې ما کله هم غافله نه دی ليدلی چې هغه لوی افغانستان دی. سياسي فکر ته د داسې وفادارۍ او ايماندارۍ مثالونه ما ډېر کم ليدلی دي. زه په ډېر احتياط سره دا جمله ليکم چې د ملک صاحب دا وفاداري او ايمانداري د لېونتوب کچې ته رسېدلې وه. هغه ما پر ډېرو موقعو ليدلی و چې بالکل به لېونی شو او بيا به يې قابو کول ډېر زيات ګران شو.

که زه ووايم چې په ټولو پښتنو کې ملک امان کاسي تر ټولو زياته مينه او تعلق له ما سره لرلو نو دا به مبالغه وي خو زما محسوسات څه داسې دي. که زه دا دعوه وکړم چې تر ټولو زيات ما ښه پېژندلو نو دا ښايي درسته خبره نه وي ځکه چې زما او د هغه د عمر يو لوی واټن زما دا دعوه مشکوکه ګرځوي خو زه په خپله دې دعوه کې څه شک نه کوم دا ځکه چې د ملک صاحب په دعوه، د سياسي فکر په دعوه کې څه شک نه و، په خپل کاز، کيسه او کېس باندې ډېر واضح و، البته د دې کاز، کېسې او کېس د بيانولو او تر سره کولو چې د هغه کوم اپروچ او سوچ و له هغه سره زما اتفاق ضروري نه دی.

دوه درې واره داسې وشول چې ملک صاحب به ما ته ټيلي فون وکړ او ژړل به يې، زما کومه ليکنه به يې لوستې وه، ډېره زياته به يې خوښه شوې وه، داد به يې هم راکاوه او دعا به يې هم راته کوله، رښتيا خبره دا ده چې زه به په زړه کې خفه شوم چې ياره يوه ليکنه په هيڅ صورت بايد داسې نه وي چې د خلکو له احساساتو سره دغسې معامله وکړي، زه تر ننه هم په دې هڅه يم چې زما ليکنې بايد د لوستونکو د احساساتو د پارولو باعث نه شي، په دې هڅه کې زه څومره کامياب يم زه پخپله پرې نه پوهېږم.

پر ملک صاحب باندې خپل ملي فکر، د لوی افغانستان د تر لاسه کولو فکر ډېره زياته “غلبه” کړې وه، په دې غلبه کې چې به هغه د خپلې مفکورې د وضاحت په وخت له ځينو سياسي واقعاتو او شخصياتو سره کوم برخورد کاوه د هغې په وجه پوهېدل ګران نه وو خو ماته به يې منل څه ګران وو.

يوه ورځ مې ورته وئيل چې ملک صاحب زموږ دا ملي ارمان مقدس دی خو ددې د بيانولو په وخت ته ډېر زيات ‘تېز’ راځې او دا خلکو ته ډېر اپيل نه کوي. هغه راته کړه چې په ما او تا کې يو فرق دی هغه دا چې ته پر مځکه ناست يې او زه آس اخستی يم. کيسه يې وکړه چې يو سړی وو، پر آس سپور شو او آس داسې واخيست چې د هغه له واکه ووت او بيا يې راټينګولی نه شو چې و يې کتل څو کسان پر مځکه ناست وو نو يې هغوی ته چيغه کړه چې يې مځکې والا څه مزې مو وکړې.

مځکې والا په رښتيا هم ډېرې مزې وکړې، د مځکې والا وزارتونه او دولتونه په برخه شول او آس اخستي لېونيان يا جذباتيان ونومول شول او چا هم و نه منل چې دا ددې خاوري روښتيني اتلان دي.

ماته ياد دي، يوه ورځ د کوټې په کندهاري بازار کې له ملک صاحب او جبار کاکړ سره روان وم، د انګريزې ژبې هيرالډ مجله راسره وه، په هغه مجله کې يو رپورټ وو چې يو پښتون قام پرست ګوند به په عامو انتخاباتو کې يو نرښځي ته ټکټ ورکوي. ملک صاحب جبار کاکړ مخاطب کړ، “جبارو! سياست اوس د بې شرمه او سپکو خلکو کار شو.” ملک صاحب پوهېدو چې دا ټکټ څه د روشنفکرۍ او انساني لويې له مخې نه ورکول کېږي بلکې د يو ډول بې شرمۍ او سپکتوب مظاهره کول دي. دې بې شرمۍ او سپکتوب زموږ رښتيني مبارزين تنهاء پاته کړل، ذرې ذرې يې کړل، رښتيا خبره دا ده چې پارليماني سياست په آخري تجزيه کې ګوند د روښتينو مبارزينو دپاره نوګوايريا ګرځوي.

ملک صاحب ته يو ګوند هم داسې ځای ورنه کړ چې هغه يې په غړيتوب فخر کړی وي، هغه په ګوند کې وو خو داسې وو لکه نه چې وي. يوه ورځ په کوټه کې د خپل ګوند يو ایالتي مشر ورته رښتيا وئيلي وو، “ته زموږ په ګوند کې نه شې چلېدی ځکه چې ته آزادي غواړې.” او ملک صاحب په خندا کې ورغبرګه کړې وه، “دا ځکه چې ستاسو ګوند غلامي غواړي؟”

دا مشر ارباب ظاهر کاسی وو چې د پښتنو د کاسي قبيلې نواب، د عوامي نېشنل ګوند د لوړ پوړ له مشرتابه څخه دی او د خدايي خدمتګار ارباب عبدالقادر کاسي زوی دی. ارباب ظاهر کاسی تېر کال طالبانو تښتولی وو. د ارباب صاحب د تښتېدلو پس د هغه په کور کې د سياسي، قبايلي، حکومتي او نورو وګړو راغونډېدل پېل وو چې په څه توګه ارباب صاحب ددې پښتون دوښمنو رياستي ترهګرانو او مافيا له لاسونو خوندي راخوشی کړي. ملک امان صاحب تر خپل مرګ څو شپې مخکې راته کيسه کوله چې دئ يوه ورځ په دې سلسله کې د ارباب ظاهر په کور کې ناست وو، ښه ډېر وخت ووت، په دې کې يو چا ږغ کړ چې دا AKK100 موټر د چا دی لاره يې بنده کړې ده؟ وزيراعلی ډاکټر مالک بلوڅ راروان دی. ملک صاحب وئيل چې ما ور ږغ کړ چې دا زما دی. په دې کې د اې اين پي يو کس ټوکه وکړه، “ورشه ملکه! موټر له لارې وباسه. تا ټول عمر موږ ته لارې بندې کړي دي.” ملک صاحب وئيل چې ما هم ټوکه په زبردسته ټوکه ورغبرګه کړه، “زما د موټر نمبر دی AKK100 يعني امان خدايي خدمتګار سل په سله. زه اصلي خدايي خدمتګار يم او زه به تل د پاکستان پر بنياد سياست کوونکو ته لارې بندوم.”

لطيف لالا داسې څوک وو چې ملک صاحب به يې د نورو پښتنو مشرانو په نسبت لږ زيات قدر کاوه. لطيف لالا کوټې ته د عزيز ماما پاتا ته راتلو، ما او ملک صاحب ناست وو، يو چا ملک صاحب ته ووئيل چې هوايي ډګر ته د لالا هرکلي ته ځو. ملک صاحب ورته په خندا ووئيل، “ماښام به بيا هوټل ته درشم، لطيف هم څه د افغانستان د ژمي پر پايتخت پېښور د آزادۍ جنډۍ نه ده درولې چې هرکلي ته يې ورشم.” په ماښام مو بيا له لطيف لالا سره ډېر هر اړخيز بحث شوی وو.

ملک صاحب د خپل نسل له هغو پاتو کسانو څخه نه وو چې کونجونه يې ونيول يا يې ځانته واړه واړه د نيمې خښتې جوماتونه ساز کړل بلکې د قامي تحريک پر هر سنګر او هر ډګر په هر قيمت او هره قرباني تر مرګه شريک مبارز وو، ملک له هغو خلکو څخه نه وو چې سياست يو عارضي کار ګڼي يا يې د يو خاص عمر دنده شمېري. هغه ټول عمري او کل وقتي سياسي کارکن وو. خپل ټول ژوند يې تر ملي ارمان قربان کړ. حيدرآباد ټريبيونل هم دا سړی هېر کړی نه وو او د پښتنو و بلوڅو د نورو لويو لويو زمريانو سره يې يو ځای په زندان کړی وو او قلندر مومند رښتيا وئيلي وو:

چې زما د قام زمري درکي اوسېږي

د سيند ښاره په رښتيا حيدرآباد شوې

ملک صاحب د پېښور د سياست په حواله انتقادي اپروچ درلود او هم يې د بدلون تمه ترې درلوده. د کوټې د سياست په هکله يې رويه معذرت خواهانه وه، ددې دليل يې دا وړاندې کاوه چې د پېښور د سياست کردار په تاريخي لحاظ لاره ټاکوونکی پاته شوی دی، که پېښور وغواړي هر څه بدلېدلی شي، که پېښور وغواړي چې د سياست لاره بدله کړي کوټې ته هم بې له هغې لارې د منلو بل آپشن نه پاته کېږي. دا يوه مفروضه کېدی شي خو په حقيقت کې ټولنيزي، سياسي، معاشي او جغرافيايي رشتې ډيرې بدلې شوي دي، اوس نه خو هغه زاړه تاريخي مرکزونه پاته دي چې قامي سياست به پرې تمرکز کاوه او نه د قام پرستۍ هغه زاړه سيمه ايز او کلتوري بنيادونه پاته دي چې زموږ د قامي بيانيې مرکزي خيال به يې تشکيلاوه. له يو داسې سياست څخه چې تر ټولو لويه دعوه يې ټول عمر په پاکستان کې د پښتنو په يو انتظامي يونټ کې (له چتراله تر بولانه) پر يو ځای کولو ولاړه ده دا هيله کول چې د افغانانو د وحدت د سياست برخه به ګرځي يوازې يو سادتوب او سپين زړي توب کېدی شي. د بلوڅو د آزادۍ تحريک ته په خپل ټول سياسي حثيت قانع ملک امان څنګه له داسې يو چا څخه د خپلواکۍ د سياست د برخې جوړېدلو هيله کولی شوه چې د بلوڅو د تاريخ پر يو ډېر حساس پړاؤ يې له پنجاب څخه د خپل سياسي رقابت مخ د بلوڅو سياسي رقابت ته راستون کړ او بيا يې د بلوڅو له منځه د پنجاب خواخوږې يوه ډله رابېله او له پنجاب سره د اقتدار پر کاسه شريکه کړه؟

هم دا د ملک صاحب او دې خلکو فرق وو. ملک صاحب به کابل ته تلو، تش په دې يوه موخه چې د لوی افغانستان فکر پياوړی کړي، مشران او ځوانان مبارزې ته وهڅوي او سياسي تعلق يې له محکومو وروڼو سره ژور کاندي خو دا نور خلک چې ځي نو ددې دپاره چې د افغانستان او پاکستان سفارتي تعلقات مضبوط کړي، ټوکه لا دا چې د افغانستان له طرفه پاکستان ته د راجع خطراتو مخه وګرځوي. ملک امان افغانستان ته د خپل اولس د ضمير په استازيتوب تلو او دا نور د پنجابي نوازشريف په استازيتوب.

ملک امان تورو خاورو وخوړ، د ملک امان د فکر ملګري تورو نېستيو او بې وسيو وخوړل، دوی چې نوره ټوله لکه “پوسه پر خپل کاله منډوسه” کړي نو بيا د ډيورينډ پر کرښه د ژورې اوږدې کندې ايستلو ټېکه هم واخلي. د ژور نظرياتي بحران او د وطن د جنګي هيجان وجه به وي چې اوس هم د اولس د رښتينو نظرياتي استازو او ټېکه دارانو تر منځ په صفا کرښه راکښلو کې ناکام پاته يو. د يو ولس، يوې وينې او يوې مينې په منځ کې د بېلتون لويه ژوره کنده کيندل کېږي خو موږ تر اوسه په خپل قامي سياست کې د ملک امان غوندې رښتيني مبارزين او ټېکه داران نه شو سره بېلولی.

روښتيا بايد ووئيل شي، ملک صاحب هم د ډېرو ټېکه دارانو په پېژندلو کې په ډېره بده توګه ناکام وو، هغه په خپل سياسي ژوند کې په ژونديو مشرانو کې تر ټولو زيات درناوی افضل خان لالا ته درلود، د هغه د پښتونخوا قامي ګوند ايالتي مشر هم پاته شوی وو، اې اين پي ته هم يو ځای ورسره راغلی وو، د هغه د “قامي جرګو” په کار کې به هم ورسره شريک وو، د هغه کتابونه يې هم تر خلکو رسول او ډېر خلک يې هم د هغه ليدلو ته رسول، دا به ښايي يوازې د افضل خان لالا د “قامي وحدت” نکته وه چې ملک صاحب يې ټينګ له ځانه سره ساتلی وو، نه پخپله افضل خان، نه ملک صاحب او هم نه نورو خلکو موږ په دې وپوهولو چې دا “قامي وحدت” دی څه؟ ددې جغرافيه څه ده او ددې د لاس ته راوړلو فارموله څه ده؟ څومره چې ما افضل خان پېژندلی دی نو څه چې ملک صاحب غوښتل له هغه سره د ده تر لرې لرې پورې څه تعلق نشته، که سپينه صفا خبره وشي نو نه يوازې يې دا د قامي وحدت والا کيسه هغه د ملايانو د امتِ مسلمه غوندې کيسه ده چې د سر او پښو يې څه پته نه لګېږي بلکې افضل خان په هره مانا، د خپل سياسي دريځ په مانا بالکل يو “پاکستانی” کس دی. داسې څوک چې د کشمير وزارت کولی شي نو د هغه د قامي وحدت په فلسفه پوهېدل څه ګران کار نه دی. د سوات د سقوط مهال يې کور ونيو، شا و خوا “هيرې و جواهراتو” د هغه پر “غيرت” د قصيدو وئيلو کار سنبهال کړ او نوره د کور دفاع خو يې نو د پاکستاني عسکرو په غاړه وه، سوات محاصره و، د افضل خان پر کور پهېره وه او هغه له خپله محفوظه کوره يوازې دا تاثر د پاکستاني مطبوعاتو له لارې خلکو ته ورکول غوښت چې يوازې هم دًی د غيرت مجسمه ده او نوره اې اين پي خو د بې غېرتانو ټولګۍ ده. اې اين پي ته دا سړی د خپل مات لاس په مثال پاتې وو او په خپله غاړه يې په ډېر پام سره ځړولی ساتلی وو، دا هغه خلک دي چې کله به هم د سياسي کارکن په حېث او د يو ملګري په حېث درسره ژوند و نه کړي، دا خانان پېدا شوي، خانان اوسېدلي او خانان مري، په سياست کې خاني هم دې خلکو رواج کړه، د هم دې خلکو په سبب زموږ ټول سياست ټول عمر د څو شخصياتو چاپېره چورلېدلی، دا به قامي قامي وحدت کوي خو پاکستان ته به تر هر چا نيزدې هم وي، د پاکستان د آزادۍ جشن به هم لمانځي، په پاکستاني پوځ کې به خپل بچيان هم برتي کوي او تر دې هم بدتره لا دا چې د خپل وطن واک به هم په لاس ورکوي. زموږ پر افغان ملک امان تورې خاورې موړه وې، پر مزار يې د افغانستان بېرغ ولاړ وو چې افضل خان په سوات کې د پاکستان د پوځ په جرګه کې يو تاريخي تقرير وکړ، هغه د ارواښاد سوات پر قبر د آرمي د بېرغ لګولو مطالبه وکړه، هغه ووئيل چې پوځيان د خاورې زامن دي په دې ملک کې چې هر چرته وغواړي تللی شي او پوځ بايد زر تر زره په سوات کې چاوڼۍ جوړه کړي. هغه چې د ټول عمر دپاره د سوات پر مځکه د پاکستان مېخ وهي له هغه څخه د افغانانو د يووالي هيله لرل يو سادتوب دی نور هيڅ هم نه دي. دا ملک امان وو چې ټول عمر افغان پاته شو او د يوې لمحې دپاره يې هم پاکستان ونه مانه.

ملک صاحب د افغان وطن د اوسني صورتحال تجزيه دا وه چې پاکستان يو ځل مات شو نو د دېرش لکه بنګاليانو پر سر مات شو او دا ځل دا منګی د پښتنو پر سر ماتېږي، پاکستان بيا ماتېږي دېرش لکه افغانان يې وژلي او دېرش لکه به نور وژني، مخکې تر دې چې دېرش لکه نور ووژل شي د آزادۍ اعلان پکار دی او يوازې په هم دې توګه کېدی شي چې د روانې نسل وژنې مخنيوی وشي او هم به تاريخي ملي مرام ته ورسېږو چې هغه لوی افغانستان دی. دا چې د قربانيو او نتيجې هم دا ډول تناسب وي پراخې څېړنې ته اړتيامن سوال دی او هم دا د پښتنو قامي سوال دی.

د ملک صاحب د مرګ له ورځې واخلې تر ننه پورې سوچ کوم چې که واک ملک صاحب ته ورکول شوی وای چې څه ډول مرګ غواړې نو آيا د داسې مرګ سوچ به يې هم کړی وای څنګه چې يې په برخه شو؟ فطرت يو ډېر د تماشو مرګ ورپه برخه کړ، هم مرګ فطري وو او هم د ځنکدن بالښت فطري وو. خپل وطن وو. د ملک صاحب د فکر خلاصه ډېره زياته ساده او آسانه ده، هغه هم دا وئيل چې که خپل فطري وطن ولرئ نو د عزت ژوند او هم د عزت مرګ به مو په برخه وي. په غېرفطري وطن کې به مو ژوند هم د بې عزتيو وي او مرګ هم. د غېرفطري وطن په جنګ کې د پښتون شهيد پر قبر د کشمير بېرغ رپېږي او د خپل فطري وطن دپاره د جنګېدلي اتل ملک امان پر مزار د افغانستان بېرغ هسک دی.

(دا ليکنه له کوټې څخه د خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجلې “لمبه” په پرلپسې ۵۵مه ګڼه کې خپره شوې ده)

د ليکوال ټويټر : @khanzamankakar

د ليکوال فېسبوک: https://www.facebook.com/khanzaman.kakar

3 thoughts on “ما ته خپل ملک صاحب ويلي،”منګی د پښتنو پر سر ماتېږي» کاکړ”
  1. I thought the great Afghanistan idea was dead. It is a pleasure to hear that there are still men in the Afghan nation who loudly shout “long live Great Afghanistan”. Thank you Mr Khan Zaman.

  2. Salam
    May Allah bless the souls of Khudaii Khedmatgaran all ;& thanks to Khanzaman Kakarr saheb that remembered AKKK 100!
    I believe that one day there will be Afghankhwa+Baloutzch khwa+Pashtunkhwa our great homeland — penjabistan-Sindia- kachmier… InshaALLAH

  3. ارواحښاد” ملک امان کاسی ” د پښتون ملت یو صادق مبارز او واقعی مشر وو ، د نر پښتون یو سالم وجود وو؛ د پښتنو د معاصر تاریخ یو ځلانده څیره او د خپل ماحول باخبره او آګاه انسان وو؛ ما په ټول ژوند کې یو وار له ټلویزیونه د هفه مرحوم خبرې واورېدلی په ریښتیا اولین وار ‌ؤ چې یو پښتون د خپلې ملي داعیې په هکله واضع ، قاطع او له معنی ډکي خبري کولي.

ځواب ورکول H.Zlrraver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *