د کاري اونۍ اخیره ورځ وه. په ورکشاپ کې یې د وروستي موټر مبلایل ور بدل کړل. بانټ یې په غبرګو لاسو را کښ کړ، درز یې سو. په تورو مبلایلو لړلې پلاستکي دستکښي یې په کثافت دانۍ کې وغورزولي. دیوالي ساعت ته یې وکتل، ورباندي نا وخته و. په تلوار یې کالي بدل کړل. مخ و لاس یې ومینځل. پر دیوال را ځوړندي هنداري ته ودرید. خپلي ستومانه څیرې ته یې پام سو. ور پیاد سول، چې د سودا اخیستلو نوبت یې دی.

د کور در وازه یې خلاصه کړه. له سودا ډکه کڅوړه او د ګلانو ګیډۍ یې د دهلیز دیوال ته تکیه کړل. د میرمني پر واړه سپي، «سانګو» یې سترګې ولګیدي. موسک سو. سپې ورته را منډه کړه. د پښو مخي ته یې په ناز ورغړید، په تلوار را پورته سو. پر ځنګنو یې ور ټوپ وهل. پر ښي لاس یې څو واره زبه ور کښ کړه. په کوړنچیدا پخلنځي ته وځغاست.
فریدریک په دهلیز کې، د کالو د المارۍ ښۍ پله یوې خواته کښ کړه. غږ یې و کړ:

ــ سوسن! ګرانې؛ دې خواته و ګوره ، څه شی مې درته راوړي.

په کورکې چوپه چوپتیا وه، هیڅ ځواب یې تر لاسه نه کړ. چُرتي سو.
دګلانو غونچه او سودا یې را پورته کړه، مخا مخ یې څو درانه، درانه ګامونه واخیستل. د خوب خوني ته يي سر ور بیرته کړ، میرمن یې نه وه، د خوب کټ منظم مالومیده. پخلنځي ته ور وګرزید. د سودا خلته او ګلان یې پر میز کیښوده، یوه قات کړي کاغذ ته یې پام سو، سمدستي یې را پورته کړ، ویې لوستل:

«سلام ؛ خوا دي بده مه سه، ذوقونه مو توپیر لري. خپل کار تر ما هم درته ګران دی. نه خارج ته د سفر شوق لري، نه زما لپاره د یوه ډولي موټر د اخیستلو ذوق. هرغیران ته غوټه ور اچوي. ته هغه نه یې، چې ما بللي. ژوند لنډ دی، باید خوند ورڅخه واخلم.

ما خپله پریکړه وکړه! سبا سهار وختي، د یوي اونۍ په مخه، دژوند له نوي ملګري سره ترکیي ته ځم. چې بیرته راغلم سانګو مې درڅخه بیایم. پاتي خبري به زما حقوقي وکیل درته ایمېل کړي. په مخه ښه، زما د پخوانۍ میني ګله!»
ستاکهلم ۱۰/۸/۲۰۱۵

5 thoughts on “ما خپله پریکړه وکړه!/حقانیار”
    1. !ښاغلی ځدراڼ علیکم سلام

      زیار باسم چې کیسه په روانه مورنۍ (پښتو) وکاږم، تر څو ګران لوستونکی د لیکني د پیغام په درک کولو کې له ستونځوسره مخامخ نه سي. مابه خامخا تاسو ته د خپلي کیسې د پیغام د لا روښانتیا په تړاو څه کښ کړي وای. لیکن تر تاسو وروسته دریو تنو نورو قدرمنو لوستونکوهریوه: یعقوبي صاحب، حقپال صاحب او خاکسار صاحب خپل اند په کره توګه د ادبې ژانرونو له مینه والو سره
      شریک کړی. کوم چې په وجه یې منندوی یم، هیله من یم چې مرستندوی موشي
      په ادب/حقانیار

  1. کیسه ډیره لنده خو له محتوی ډکه ده له یوی خوا دمتمدینی ټولنی لخوا د فاملی اړیکو ته دومره کم ارزش ورکول شکاره کوی خو له بله لوری داسی تینګار کوی چی ځوانان د واده تر کولو مخکی باید د خپلی خوسی او له ځان سره موافق نظر ملګری ولټوی د واده په تصمیم کی عجله پکار نده . او محترم حقانیار نه مننه چی دومره لنډه کیسه کی شه کطالب ځای پرځای کوی

  2. حقانيار صاحب ، ښكلي كيسه دي ليكلي ده .
    ژ وندي ده ، په دي مانا چې دعملي ژوند ټول عناصر دي په ښه ترتيب سره
    پكي رانغښتي دي
    ارو پايي ده، په دي مانا چې د ارو پا يي كور نۍ د بي خوند ژوند څر نګوالى د ي ښه پكي انځور كړيده .
    په افغاني عينكو كي چې ورته وكتل شي زما په اند دوه ډ وله اخيستنه ور څخه كيدايشي :
    -د ارو پا يې كلتور ديوي څنډي بي ارز ښتي
    – په افغاني تله كي د ښځي لنډ فكر او بي وفا يې

ځواب ورکول حقانیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *