د سلواغې د میاشتې شپږ ويشتمه نېټه چې د روسي ښکېلاګرو ځواکونو له اووه ويشتمې نېټې سره سمون خوري، اووه ويشت کاله وړاندې افغان مېړني ولس د روسي ځواکونو په وړاندې وسله واله مبارزه وکړه او روسان اړ شول، چې افغانستان څخه تور مخ ووځي.

په هيواد کې د روسانو پر ضد جهاد کې ټولو افغانانو برخه واخيسته، خو دا چې نن د نظار شورا لنډغر چې ځانونو ته مجاهدين وايي، په همدې بانه يې له هيوادوالو او نړيوالو څخه امتيازات اخلي، تېر کال په ولسمشريزو ټولټاکنو کې هم مجاهدينو د زیات واک غوښتنه کوله، چې بالاخره د اساسي قانون خلاف اجرايه رياست رامنځ ته شول، هغه بدنامې څېرې بیا د کابل په زړه واکمنې شوې، چې دری لسيزې يې د افغان ولس وينې خوراک وې، پوښتنه دا پيدا کېږي، چې ولې مجاهدين د خپل کړی جهاد کريديټ له ولس څخه غواړي؟

په هغه ادارو کې چې نن د ازادي سیالی له لارې بستونه اعلان ته وړاندې کېږي، دریمو بستونو ته له پنځم او شپږم بست څخه د مجاهدینو زامن راتبدلېږي، د تبديلي مکتوب په مخ يې ليکلی وي« اجرات اصولي نماييد» که خبره د اصولي اجراتو شي، نو باید بیا د ازادی سیالي له لارې له ټولو نوماندانو څخه ازموينه واخیستل شي، کوم کس چې زیاتې نومرې تر لاسه کړې هغه باید دغه پوسټ ته راشي تور او سپين باید په نظر کې ونه نيول شي.

د غزنی د پوهنې رياست يې يوه ښکاره بېلګه ده، تېره اونۍ د زیاتو بستونو اعلان وشو، چې زیاتره يې دریم بستونه و، ځينو ملګرو ورته په بېړه خپل تحصيلي اسناد جمع کړل او د ريم بست ته يې نوم ليکنه وکړه.

خو دوه ورځې وړاندې همغه کسانو راته وویل چې له پنځم بست څخه يې دریم بست ته کسان راتبد یل کړي دي، دوی ويل دا هغه کسان وو، چې د ډاکتر عبدالله په کمپاين کې شامل و.

ترهغه مهاله چې د قانون په وړاندې خنډ همدغه مجاهدين دي، د وی د خپل کړي جهاد امتيازات په ټولو ادارو کې يو شان غواړي.

مخالفين هم د هيواد اساسی قانون ته ژمن نه دي او مجاهدين هم د اساسی قانون څخه سرغړونه کوي، خپلسري کارونه مخ ته وړي او خپلې کوړې لويوي.

ماته خو د مجاهدينو او مخالفينو تر منځ د يوې روپۍ توپير هم نه ښکاري، مجاهدينو هم په خپل وخت سره تر طالبانو څو برابره زیات ظلمونه او وحشتونه کړي دي او طالبان اوس لګيا دي د دوی لار تعقيبوي.

تر کومه چې په هيواد کې اساسي قانون په ټولو وګړو يو شان پلی نه شي، قانون د مجاهد او يو عادي افغان تر منځ توپير نه ويني، بلکې همدغه مجاهدين باید د جنګي مجرمينو په توګه محکمه شي، خپل منځي جګړو يې کابل لولپه کړل، د مېرمنو په حقونو تېري وشو، همدغه لړۍ روانه ده، په غلاوو کې هم د هغه چا نقش ستر دی، چې د يو جهادي رهبر لاسنيوی تر شا ولري.

اوس هم لا په ماشومانو د جنسی تيري قضيې ثبت او راجستر کېږی، دا ناروا کړنې هغه څوک تر سره کوي چې د مجاهدینو په ډله کې شامل ديwriting-essay.

اوس هم لا په ډېرو سيمو کې د نجونو د زدکړو مخه نيول کېږی، هلته لا اوس هم تش په نوم جهاديانو خبرې چلېږي.

د مرکزي دولت واک همدغه لنډغرو محدود کړی دی، ولس اوس د همدغه تنظيمي مجاهدينو له نومونو کرکه لري، له دولت سره د ولس د اړيکو واټن يې لا ډېرکړی دی.

ترکومه چې په هيواد کې د قانون نقض کوونکي نيول شوي نه وي او قانون پرې تطبيق نه شي تر هغو به دغه ستونزې دوام لري.

3 thoughts on “مجاهد د جهاد به نوم امتياز له ولس څخه اخلي/ زلفانه”
  1. هم دغه چورواکي و، چې نن افغانستان دنړۍ مفسدترين هیواد دی، الله دې نور دوی وشرموي چې خپل کړی جهاد پر موږ خرڅوي.

  2. الله ج د تباه او برباد کړی دا جاهله تش په نوم مجاهد ین…………. د مجاهدډیره غټه رطبه دی او دا کدوان هسی د مجاهد د نوم بی عزتی کوی………………………

  3. جهاد یوه الهي فریضه ده اجر یې الله پخپله ور کوي، هغه کسان چې نن د مجا هدینو وار ثان ځا نو نه بولي، دوی خو تر ستونې په فساد کې غرق دي، مجا هد ین خو پخپلو کروندو کې لګیا دي یا تر خا ورو لا ندې شوي دي او لا دو نه یې ګدایی ته اړ شوي دي یا روز مز دوري کوي، هغه کسان چې نن ځا نو نه د مجا هدینو وارثین بو لي دوی خو له روسانو سره اور بند کړۍ وه پرو تو کل یې در لود د مجا هدینو په مقا بل کې له رو سا نو سره یو ځای شوي وو، همدا اوس اوس دا د مجا هدینو په اصطلا ح وار ثین؟؟؟؟ په فساد بد اخلا قۍ د خلقو د ملکیتونو په غصب ، شراب څښلو ، زنا او نورو اخلا قي جر مو نو کې غرق دي، الله د هر څومره زر چې کیدای شي له دغو مفسدینو څخه خلاص کړي، مجا هدین خو زه پیژنم مجا هد خو زه یم چې د ژوند هر څه مې د الله (جل جلا له ) د رضا لپاره داو کړل

ځواب ورکول Himmat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *