تاند- پخواني جهادي مشر او د مجاهدینو لومړني واکمن صبغت الله مجددي نن/پنجشنبه/ د جهادي او ملي – سیاسي ګوندونو د شورا په نوم د یوه نوي ګوند جوړېدا اعلان کړه.

مجددي وویل، دا نوی ګوند (د ګوندونو شورا) د دې لپاره جوړ شوی چې د ملي یووالي د حکومت تر مشرۍ لاندې پر اصلاحاتو ټینګار وکړي.

ښاغلي مجددي د حکومت د تېرو میاشتو ښه اقدامات وستایل خو ویې ویل چې حکومت ډېرې تېروتنې کړي دي.

مجددي، چې پخوا د ملي نجات جبهې مشر و، دا هم وویل چې نوی ګوند به یې په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره هلې خلې وکړي.

په همدې حال کې پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي د ګوندونو د شورا د اعلان په مناسبت غونډې ته وویل چې دا ايتلاف له ۸ جلا – جلا ګوندونو جوړ شوی او ټول په یوه سیاسي ګوند یا شورا کې مدغم شوي دي.

خلیلي همداراز وویل چې دا نوی ګوند به د ښې حکومتولۍ په هدف د حکومت او مدني حرکتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

خلیلي په عین حال کې وویل ايتلاف به د اوسني حکومت د هر هغه حرکت او پرېکړې مخالفت وکړي چې دوی ته ناسم ښکاره شي.

کریم خلیلي، چې د مزاري له وژل کېدو وروسته د اسلامي وحدت ګوند مشر شو، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د محمد اشرف غني ملاتړ وکړ.

ویل کېږي چې د ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله د انتخاباتي کمپاین د مهال اکثره نژدې ملاتړ کوونکي په دې خوابدي دي چې په نوي حکومت کې لویې چوکۍ ورنه کړای شوې او نه هم د پخوا په شان ځانګړي مالي امتیازونه ورته په پام کې نیول شوي دي.

2 thoughts on “مجددي د ۸ ګوندونو د یوه نوي سیاسي ايتلاف جوړېدا اعلان کړه”
  1. د ملي نجات، د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد، جمعیت اسلامي، حرکت اسلامي افغانستان، د افغانستان د ملي محاذ ګوند، د اسلامي وحدت ګوند، حرکت انقلات اسلامي ګوند او د ځينو نورو ګوندونو مشرانو، استازو او د هېواد وتلو سیاسي څيرو د پنجشبې په ورځ یو ګډ اتحاد اعلان کړ، ترڅو وکولای شي د هېواد په روانوحالاتوکې د حکومت ملاتړی او ترڅنګ یې ودرېږي.
    دا نوې جوړه شوې شورا چې په کې ښاغلی مجددي د پخواني جمهورریس دویم مرستیال کریم خلیلي، جهادي مشران پیرسید احمد ګیلاني، حاجي عزیز الله دین محمد، قاضي محمد امین وقاد، قطب الدین حلال، مولوي عبدالمنیب او د جمعیت اسلامي مرستیال مرکزي رول لري د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا په نوم یادیږي.
    د پخواني جمهورریس دویم مرستیال او د وحدت اسلامی ګوند مشر کریم خلیلي یادې غونډې ته وویل چې دغه شورا به د ملي وحدت حکومت د بریا لپاره ګډې هڅې وکړي.
    هغه وویل چې دوی به په هېواد کې د داسې سولې د ټینګښت لپاره هم کارکوي چې په کې د افغانانو عزت خوندي وي.
    ((د ملي وحدت حکومت کله هم یواځې نه پریږدو او ډيرپه قاطعیت سره دا اعلان کوو چې چې کله هم د دې اجازه نه ورکوو چې افغانستان د داعش او په همدې ډول د نورو ګواښونو سره چې بهرنی صادراتي پدیدي دي ځاله شي.))
    نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیرسره یوځای شي او د خلکو دې غوښتنې ته هرکلی ووايي.
    جهادي مشران او د حامد کرزي د حکومت ځيني چارواکي په داسې حال کې د روانو ستونزو د کابو کولو لپاره په ګډه د هڅو خبره کوي چې له دې وړاندې له همدې ادرسونو د ملي وحدت په حکومت انتقادونه هم شوي دي.
    له بېلابېلو دې ادرسونو ویل شوي، دا چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت په حکومت کې د مجاهدینو او پخوانيو مشرانو ونډه کمه ده نو بریا به یې هم ستونزمنه وي.
    له دې سره د ښې حکومتوالی په برخه کې د جمهورریس ځانګړي استازي او د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمدضیا مسعود وایي، موجوده حکومت چې د قومي جوړښتونو په اساس جوړ شوی هلته کامیابیدای شي چې خلک یې ترڅنګ ولاړ وي.
    هغه چې خپله هم د دې شورا غړی دی وايي، دا چې دا نوي شورا د بېلابېلو قومونو او ګوندونو څخه جوړه شوې او په ګډه د حکومت د بریا لپاره هڅه کوي کولای شي موثر، اغیزمن کارونه تر سره کړي.
    ((زه یقین لرم چې زموږ جهادي مشران او ملي شخصیتونه دا توان لري چې د خلکو سیاسي حالات ښه او ژوند ته یې بدلون ورکړي، دوی کولای شي پراخ سیاسي ګوندونه جوړکړي او زموږ په هېواد کې ملي مشارکت عام کړي.))
    په افغانستان کې چې زیات ګوندونه فعالیت کوي ډير وخت یې شعارونه په حکومت نیوکې وي خو ویل کیږي چې دا شورا په خپل جوړښت کې او هغه هم له دې امله چې خپل هدف د حکومت بریالي کول ګڼي بې ساري ده.
    له دې سره – سره چې د دې شورا غړي خپل کار ته خوشبینه دي، خو ډيری خلک بیا په دې باور دي چې د اوه پخوانیو جهادي ګوندونو ګډې ناستې او د دوی کړنې یې له یاده نه وځي، دوی وايي تجربو ثابته کړې چې تر ډيره دا ډول ایتلافونه د کاغذ پرمخ یواځې لیکلي خبرې پاتې کیږي.

    د ا معلومات د افغانستان د اسلامی محاذ له ویب سایت نه نقل قول شوی دی

ځواب ورکول محمد شعیب "حبیب زاده" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *