تاند- د مشورتي لویې جرګې مشر صبغت الله مجددي د امنیتي تړون د لاسلیک د ځنډولو په باب د ولسمشر کرزي څرګندونې نامناسبې وبللې، ویې ویل کرزی هیڅ حق نه لري چې د امنیتي موافقې لاسلیکولو وځنډوي.

کرزي د لویې جرګې په پرانستونکې وینا کې وویل چې که مشورتي لویه جرګه او همداراز ملي شورا امنیتي موافقه تایید هم کړي، دی به یې تر هغو لاسلیک نه کړي چې انتخابات تېر شوي نه وي.

وروسته د کرزي ویندوی د امنیتي تړون لاسلیکېدا په شفافو او عادلانه انتخاباتو کې د امریکا له مرستې سره وتړل.

صبغت الله مجددي نن د ازادي راډیود خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«کرزی صاحب هیڅ حق نه لري چې داسي خبره کوي، زه وایم کرزی سهوه کوي، اشتباه کوي ځکه ټولې غوښتنې چې کرزي لرلې او موږ لرلې، (امریکایانو) هغه منلي دي خو که له دې سره سره یې ځنډوي، دا نه منو دا د افغانستان په تاوان ده.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یو ځل بیا له ولسمشر کرزي سره ټېلفوني خبرې وکړې.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلیو کرزي او کیري پرون ماښام د امنیتي موافقې په باب اوږدې خبرې وکړې.

له خبرپاڼې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امنیتي موافقه باید هرومرو د سږ کال (میلادي) ترپایه لاسلیک شي.

خو کرزي پر خپل دریځ ټینګار وکړ، ویې ویل:« باید د افغانستان د خلکو پر کورونو د بهرنیو پوځیانو حملې بندې شي، د سولې په پروسه کې امریکا صادقانه همکاري وکړي او د شفافو انتخاباتو په ترسره کولو کې ضمانت وشي.»

د افغانستان ولسمشر، جان کري ته وویل چې څلور ورځې مخکې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا پر کورونو پوځي عملیات شوي او په نتیجه کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

کرزي زیاته کړه: افغانان امنیتي موافقه د دې لپاره غواړي چې په هېواد کې يې سوله، امنیت او ثبات ټینګ شي.

17 thoughts on “مجددي: کرزی هیڅ حق نه لري چې د امنیتي موافقې لاسلیکېدا وځنډوي”
  1. ښاغلی بوډا مجددی صیب تاسی دکرزی څخه ښه نه پوهیږی ستاسی ماغزه اوحافظه اوس کار نه کوی ، پریږدي چه کرزی په خپل پلان دامریکایانو سره پر مخ لاړ شی، داخوڅه ددوستم ستر جنرالی نه ده چه ته به یی ورکړی دا دافغانانو دسرنوشت خبره ده

    1. Majaddudi Sahib paroon ta domra kamaqal we che de Pakistan Genral Zia-ul-haq po taa ke 7 leaderan joor kral da po de mana na che Afghanistan ba abad shee da po de che Afghanista ba tar 7 perayo pore jangigee, au os ham de Afghanistan le khalko sara ziytai da che ta ye de mushaweratee Jarge mashar takalai ye, ta os po ogda safar rawan ye khpal po masjed de Allah pak zekr kawa au de Allah Pak na de khpalo gunahoonoo bakhana woghwara che Allah darna razee shee. Watan kho de hase 30 kala pokhwa khars karai da.

  2. :سلاام درنو وطنوالو
    .مجددى صاحب شيخ فانى ده شيخ فأنى هرحًه وايي خوخبره دمنلو نه ده
    .زه له مجددى صاحب حًخه سؤال كوم چى كرزى حق نه لرى خو تا ته داحق چادركرى چى ته خلكو ته حق تاكه
    حق دى كه پژندلى وايي داحالت به نن په افغانستان نه وراغلى تاسى نه گريوان لرى اونه شرم تاسى خپل لند تاريخ ته وكورى بيا به .خپل حًان باندى پخپله قضاوت وكرى جهاد خرحًونكو

  3. متل دی( رضا يې که ، ملا يې ور ماته که)
    په زور خو ونه سوه ،اوس به په رضا ملا ور ماتوو.
    امريکايان کومي مشورتي لويي جرګې راغوښتي وه ؟!
    اوس چي بهرنيان په مادي او معنوي لحاظ پدې جګړه کي ډېوالي سول او تر اټکل زيات تاوانونه ويني ،مجبور دي چي تاکتيک ته تغير ورکړي.
    دا ډول قرار دادونه امريکا د ډيرو هيوادونو سره لري،د افغان وطن په ګټه چي هر څومره ډيري چنې ور سره ووهل سي ښه کار دی.
    بهرنيان په افغانستان کي ناکامه دي ، د وتلو ابرمندانه لاره لټوي خو د اشغال شکل ته به تغير ورکوي. کرزی چي وايي سوله د امريکا په لاس کي ده ، پر حق دی او پدې خبره اقرار کوي چي وطن اشغال دی او دا جګړه د امريکايانو پلاس کي ده ،هري خواته چي وغواړي وړي يې.
    خو داسي وخت راغلی دی چي د تاريخ پاڼه اوړي او د اشغال شکل تغير کوي، نوی فصل شروع کيږي، کرزي زرنګ دی د خپل کانديد په هکله چنې وهي .
    ص. مجد د دي بېځايه تلوار کوي، دا د خاوري او خپلواکۍ مسله ده !

  4. د مجددي صیب خبره پرځای ده، کله چې د یاد تړون متن لویه جرګه تایید کړي او ملي شوره يي هم د تایید په اړه پریکړه وکړي، کرزي ته نه ښايي هغه وځنډوي او یا يي د نه لاسلیک په اړه ډرامې جوړې کړي.

  5. اسلام علیکم ورحمهّ الله وبرکاتو!
    وروسته غواړم عرض کړم چی مجددی صاحب صرف او صرف د سمبول په دول تاکلی شوی نباید داسی خبری وکړی چی پکښی د حکومت سره مخالفت وی دی اوس شیخ پانی دی خپل اعصاب یی د لاسه ورکړی تحلیل نشی کولای او فکر کوم له امریکی څخه د یوی غوړی ګولی یا مړی په هیله دی
    د تل جهاد شرمولی جهاد یی خرڅ کړی اوی افغانیت او افغانان خرڅوی

  6. احمدشاه مسعود دمجاهدینودمشرانو په یوه غونډه کی دمجددی صیب په هکله داسی ویلی وه.
    دمجددی دمغزو استقرار په ځای نه دی، کوښښ پکار دی چه ځینی ملی مشوری دمجددی څخه پرته وشی.

  7. مجددى صاحب له سه وىلو مخكى كه له هر دلعزىز مشر كرزى صاحب سره مشوره وكرى دا افغا نستا ن فه فاىده به وى

  8. مجددي صیب له هغه وخت نه له کرزي څخه مرور شو چې رباني ته یې د سولې د شورا د ریاست وظیفه ورکړه. اصلا د رباني، مجددی او سیاف د سولې د شورا د ریاست په سر شخړه وه ځکه چې سخته غوړه ټوټه یې لرله د میاشتې پنځوس زره ډالر یې تنخا وه اوس داسې ښکاري چې بوډا شوړه وهلې ده. خو یره بې له دې نه هم نه کېدله.

  9. مجددي صيب ته په تير وختونوسهوه شوئ چه ده افغانستان ولس د په جنجال اړه ولي دي
    سپنگيرئ يې نورپه دي ولس رحم وکړه او پريږده چه کرزئ صيب چه ده قوم په گټه فيصلې وکړې

  10. دابایدروښانه شی چی امنیتی تړون نه دومره آسان دی چی ژر دی لاسلیک شی اونه هم دیوه یاڅوکسو کاردی دی دا یوازی یوه پروژه نده چی لاسلیک شی اوکاریی ورختم کاندی ،دی کار لپاره ډیر غوراوسوچ پکاردی ددی تړون ټولی خواوی باید سنجول شوی وی نودادتلوار کار ندی نوزه فکر کوم چی ښاغلی کرزی به ددغه تړون ټوله پړه دتیرو نړونونوپه څیر دافغانستان په خلکو اوهم په دغه شان څیرو لکه حضرت صاحب باندی واچوی او په هغوی به یی لاسلیک کړی ځکه دا ډیر یو مهم سند دی چی هم یی صلاحیت مهم دی اوهم یی مسوولیت

  11. زه په خپله دکرزی فکر او هعه لاره چی امریکا پری ولی بیل کول سمه او دکرزی فکــــر ډیر زور او په ځای ده ..باید هیوادوال بړه ونکړی او هر سه په دیقت وشی …ه

  12. د اساسی قانون پر بنسټ ولسمشر حق لری چی دا تړون امضا او یا یی هم رد کړی خو نپوهیږم ولی د پروفیسور صیب !!! ماغزه کار نکوی
    پروفیسور صیب هرڅوک استعمالوی تر پرونه احمدشاه مسعود استعمالول او نن یی زما په فکر کرزی صیب استعمالوی ځکه که تړون لاسلیک هم شی او سبا کومه پیښه وشی نو مسولیت به یی تر ډیرو د پروفیسور صیب په غاړه وی

  13. tolo dostano ta salamona wrandi kam. Allah pak mo de hare balah na wasata.
    mozha yow matal laro che .matal,hhamagha yi ghar aw hamagha ye karborre .ya bal matal waye hamda yi deg aw hamda ye samsa .no os hamda yi ledaran aw hamda ye afghanan .
    ter so che mozha de Allah pak awamero ta gharra kinazhdo ter hagha ba hamda zaliman ra bandi hakim wi raze che Allah pak ta tasleem sho aw de karro gonahona maghferat waghwaro aw pa reshteni watan ta khidmat wako wasalam

  14. دباچا په ځواب کی
    باچا ته لا بچی یی په دي کارونو نه پوهیږی

    ددغه تړون لاسلیک کول هوایی خبری ندی، اونه د حضرت بابا دخولی خبری دی، حضرت بابا فقط دغی مشورتی جرګی ته ددعا اودقرآنکریم سورتونو ویلو لپاره دعوت شویدی، نه دبل څه لپاره ، په بله معنی د حضرت بابا صلاحیت اومسولیت په دغه جرګه کی فقط دکلی دملا امام په څیر دی نه بل څه.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *