شاعري دمينې پيلامه ده؟ هرشاعر مين دی؟ايا شعر دخيال په وزرو دعروج پوړيو ته رسېيږي که دعاطفې سوځنده تاثر او اغېز په مټ؟

ايا شعر يواځې دالفاظو پېيل دي؟ شعر دڅپو برابروالي ته ويلی شو که څنګه؟

که شعر فقط دالفاظو پېيل او ترتيب وي، نو دغه اوډنه خو بیا پښتنو مېرمنو او پېغلو ترهر چا ښه تر سره کړې ده.

ايا ټولې پښتنې مېرمنې شاعرانې بللی شو؟ دشعر سرچينه زما په اند مينه ده او دغه مينه شاعر تفکر ته هڅوي، چې يو څه وليکي، دبېلګې په تو ګه دجانان ستاينه او درقيب غندنه دټولنې دناخوالو تصوير او دپه شاعرنه اندازهغه تر وګړو رسول دشاعر دنده ده.

اوچت شعر باید شعريت ولري، ښه شعر هغه دی، چې دمينې عاطفې، خيال او ادراک يوبل ته سره لاس ورکړی وي.

خبرې مې تر دې پورې کولې، چې زه ولې شاعر نه يم؟ ځواب يې ډېر ساده دی، زه دشعر ليکلو استعداد او وړتيا نه لرم.

ډېر داسې شاعران شته، چې په ښکلو شعرونو سره يې دخلکو په زړونو کې ځای پيدا کړی دی، په ښايسته شعرونو سره يې دټولنې ناخوالو ته دحل لارې لټوي، شاعر وينه ، په مينه پاکوي.

شاعران نه مري، هغوی دخپل هنر په مټ زموږ دزړونو واګي خپلې کړې دي.

موږ تل دا خبره کوو، چې نور دشعر ليکلو ته اړتيا نشته، خو دشعر ليکلو ته اوس هم اړتيا شته دا چې زموږ په ټولنه کې شاعرانو خپل هنر ځلولی دی، نور هم باید وځليږي.

که کوم څوک دځان ملګری کوو او کومې ناستې يې رابولو ، هغه تر راتلو وړاندې خپله ستړيا حس کوي، خوکه مشاعرې ته يې رادعوت کوو، نو سمدستې دهغه په څېره کې خوښې ښکاره شي، اوس هم لا دټولنې دپرهرونو دګنډلو لپاره شاعران دروند مسووليت لري.

که څه هم هغه سړی دشعر په هنريت او شعريت نه پوهېږي، خو دموزونو تورو اورېدل دشاعر له خولې زيات خوند ورکوي.

مارکېټي شاعري باید له شاعري نه بېله شي، هغه فقط زموږ دټولنې دسمون پر ځای نور هم دويجاړۍ په لور رابولي.

موږ دهغه شاعرانو ستاينه کوو، چې دټولنې دسمون هڅې کوي، په شعرونو کې يې نوښت موجود وي،دټولنې په ناخوالو ځورېږي. په همدغه ستونزو کې کړېدلی شاعر ښاغلی انعام الله ګوهر يادوم، څو ورځې وړاندې يې راته (نوردې نه يادوم) شعري ټولګه راته ډالۍ کړه.

دنوموړي په شاعري کې ډېر داسې څه وموندل، چې خپله ورته اوچته شاعري ویلی شم .

دغزل دغه يو بیت يې په دې ډول دی:

خدايه! ترهغه مې ژوندی لرې، تر څو پورې چې

ټول پښتانه مې په يوه ټغر ليدلي نه وي

دنفاق او بدبختيو اوښ زموږ دجونګړې په دروازه کې چو دی ، چې زموږ يو وجود يې په څو برخو وېشلی دی، شاعر دهمدغه ټوټې وجود ديو ځای کېدو په پار لاسونه پورته کوي، له څښتن تعالی څخه ترهغې پورې ژوند غواړي، چې خپل وروڼه په يوه کاسه وويني.

په شعرونو کې ضد توري ډېر وخت دشعر ښکلا زياتوي.

دستا په هجر ګلالۍ دومره ژړلي دي ما

دومره به تا چېرته په ټول عمر کې خندلي نه وي.

په پورتني بیت کې چې دطباق صنعت راغلی دی او شاعر په ډېر ښه ډول سره دغه بیت خپلې محبوبې ته ډالۍ کړی ، دځان دژړا او دهغې خندا ديواو بل ضد توري دي .

همدارنګه يې په ډېرو شعرونو کې دارسال المثل صنعت ، هغه هم په ډېر ښايسته ترکيب سره راوړي ، په ډېرو شعرونو کې يې دغه صنعت هم ځای کړی دی.

په دې دنيا کې هر عمل لکه په غره کې چيغه

بد به ونه ریبي، چې هرچا بد کرلي نه وي

دلته په غره کې چيغې وهل او دهغې غبرګون څومره په نوي او ښکلي انداز سره پېيل شوی دی ، په دويمه مصرعه کې هغه متل ( چې بد کرې ، بد به رېبې ) همغه متل راوړل شوی دی، نو ځکه ورته ارسال المثل ویلی شو.

همدارنګه ددغه بیت يو ښه پيغام هم لري ، چې ښه کار پايله ، همغه مهال ښېګڼه ده.

دخپل ټبر او قوم په اوسني حال هم ځورېږي، پښتون لا اوس دغفلت تر بړستنې لاندې بیغمه خريږي، خو دپوهې کاروان ترې ډېر وړاندې تللی دی.

ګوهر دغه مضمون په نوي انداز راوړي.

د غفلت په خوب ويده دي ، لکه مړي

ځينې ، ځينې پښتانه دي، لکه مړي

ځينې خلک په عزت کې څومره سپک دي

بس په وزن کې درانه دي، لکه مړي

لږ دخپلو عاشقانو احوال واخله

په کوڅه کې دې پراته دي، لکه مړي

نوردې نه يادوم ، دګوهر لومړنۍ ټولګه ده، په راتلونکې کې به يې شاعري نوره هم دښکلا ګانو سترګکونه ووهي.

لاندې بيت ته ورګرځو.

د يوې جينۍ په المارۍ کې تربنګړيو لاندې

په سره رومال کې څو خطونه او زما تصوير دی

دلته دټولنې رښتونی انځور دی، څنګه چې زموږ په ټولنه کې مينه هم دګنا په تله تلو، دهغه کس له انځور سره مينه هم همدا پایلې لري ، چې باید پټ او خوندي ځای کېښودل شي، ترڅو دخپلې مينې تنده پرې ماته کړي.

د مخ جېب زموږ د سیمې يوه سيمه ايزه نومونه ده او په دغه جېب کې ډېر ارزښتمن څېز چې موږ ورته په ارزښت قایل يو ساتو يې

ګوهر وايي

دمخ له جېبه يې راوباسم او ښکل يې کړمه

اخ شکر خدايه! رالېږلی مې اشنا تصوير دی

هغه سړي، چا چې زما زړګی ټوټې کړ

ساتلی اوس هم ما دهغه بې وفا تصوير دی.

د ښاغلي انعام الله ګوهر شاعري ډېره ښايسته ده، الله دې نور هم دهنر په پله برکت کېږدي، دا چې په راتلونکې کې دې هم لوړه شاعري وکړي او زموږ هنري تنده خړوبه کړي.

زما په قلم کې هم نور رنګ په ختمېدو دی، نشم کولای چې دګران ګوهر دشاعري له نورو ښايستونو نه مو نور هم خبر کړم.

One thought on “مجيد ژړاند/ نور دې نه يادوم”

ځواب ورکول ذهین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *